جان کولکتزیک؛  د پولنډ تر ټولو ستر شتمن

 
پولنډی « جان کولکتزیک» د خپل هېواد تر ټولو ستر شمتن دی. دی د ۱۹۴۰ زېږدیز کال د جون په څلورویشتمه نېټه د پولنډ په بډګوشچک سیمه کې زېږدلی دی. نومړي له ښوونځي تر فراغت وروسته د ميکي ویکز په پوهنتون کې د حقوقو برخه لوسته ده. وروسته یې د پوزنان ایالت د اقتصاد له پوهنتون څخه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې لسانس تر لاسه کړی دی. دوکتورا یې د نړیوالو حقوقو په برخه کې کړې ده.
کولکتزیک د یوه سوداګر زوی دی. پلار یې دری کمپنۍ درلودې؛ خو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کمونیستي دولت دری واړه ورڅخه واخیستې. جان په خپله په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې د « Interkulpol» په نوم یو کمپنۍ رامنځته کړله. دا تر هغه وخت په پولنډ کې لومړنۍ کمپنۍ وه چې په بهرنۍ پانګه رامنځته کېدله. وروسته په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې د «  Kulczyk Tradex» په نوم یوه کمپنۍ رامنځته کړه چې په پولنډ کې د فلکس واګن او اډي په نومونو د موټرو یوازینی رسمي پلورنځی بلل کېده.
جان په لږ وخت کې کاروبار ته پراختیا ورکړه او اوس د دوو سترو کمپنیو څښتن دی دي. دی د «  Kulczyk Holding » په نوم کمپنۍ چې مرکز یې د پولنډ په پلامېنه وارسا کې دی او «Kulczyk Investments» په نوم کمپنۍ چې پر پولنډ سربېره په لندن، کېف او دوبۍ کې دفاتر لري بنسټ اېښوودونکی او مالک دی.
د نوموړي کمپنۍ د طبيعي زېرمو، انرژۍ، زېربناوو او جایدادونو په برخو کې فعالیتونه لري. د کمپنۍ د تېلو او ګازو برخې یې د څلورو لویو وچو په ۲۲ هېوادونو کې د ګاز او نفتو د استخراج ۵۱ لویې پروژې پلې کړې دي.  Kulczyk د انرژۍ په برخه کې لومړنۍ پولنډۍ کمپنۍ ده چې په نړیواله کچه فعالیتونه لري.
 دې کمپنۍ دغه راز د خپل هېواد پولنډ په زېربنایي برخو کې پام وړ کارونه ترسره کړي دي.
جان کولکتزیک له تېر جولای راهیسې هڅې پیل کړې چې د خپلو کمپنیو د مدیریت برخې خپلو اولادونو ته وسپاري. د همدې هڅو په لړ کې یې یوه لور د کمپنیو د ګروپ د لاښوود بورډ مشره ټاکلې ده. د کمپنۍ اجرایوي مشري يې هم د سبټین په نوم خپل زوی ته سپارلې ده.
فوربس مجله وايي د جان د کمپنیو تر نیمايي ډېره پانګه د بیرو په یوه کمپنۍ کې بنده ده چې تېر کال یې د ونډو بیې ۳۰ سلنه راټیټې شوې دي.
ده او زوی اوس په نورو برخو کې پانګونې ته مخه کړې ده او زوی خو یې له لار وړاندې د بازار موندنې په یوه اجنسۍ او د ډېټاپروسس په یوه مرکز کې پانګونه کړې ده.
د فوربس د شمېرو له مخې جان کولکتزیک اوسمهال څلور اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د پولنډ تر ټولو شتمن کس او د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۶۷ ام ځای لري.
جان له خپلې مېرمنې طلاق اخیستی، دوه اولادونه لري او د پولنډ په پوزنان سیمه کې ژوند کوي.
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.