د یوې شیبې یاد

د ښکلي پاریس په یو پارک کې مې سهار وختي غلی غلی قدم وهلو، هغه پل ته چې یو ډنډګی یې په دوو برخو ویشلو و ورورسیدم. د پل په منځ کې په سلهاوو کولپونه په هغه پنجرو ځوړند وو؛ معمولا هغه ځوانان چې یو بل سره مینه لري، دلته راځي او د دې لپاره چې مینه یې یو بل سره تلپاتې وي، په یو کولپ د یو بل نومونه او څنګته یې د مینې یو زړه انځور او د پل په پنجره یې ځوړندوي. ما ته هم په خپل وار سره هغه شیبه راپه یاده شوه، چې راته یوه ورځ خوږې لیلا دا په ډاګه کول، چې څومره مینه راسره لري، داسې یو ژست یې د لرې مسکو د یو پل په سر ادا کړ. خوږې لیلا لومړی زما نوم او بیا یې خپل نوم د یو زړه په منځ کې په یو کولپ ولیکل او بیا یې په سترګو ښکول کړم او راڅخه یې غوښتنه وکړه، چې دا کولپ په ګډه هلته ځوړند کړو. بیا نازولې هغه د کوکاکولا بوتل د خپل بکس نه راوخیست او پاتې کوکاکولا یې وڅښله او په یوه ټوټه پاڼه او کاغذ یې زموږ د مینې شتون او تلپاتېکېدل ولیکل او کاغذ یې په خپل ښکلي لاس کې ونغړلو او بوتل ته یې وردننه کړ، سر یې بند او د مسکو لوی دریاب ته یې وراغورځولو. خوږې لیلا په هغه ښکلو او نازولو سترګو وکتلم، چې په کې زموږ د مینې یو لوی تاجمحل ښکاریدو او راته ویې ویل: "ته زما هر څه یې! ته زما د ژوند مفهوم او مقصد یې! ته یې، چې زه یم!". اوس چې ډیر کلونه تېر شوي دي، خوږې لیلا زه په دې نړۍ د ټولو خپګانونو او ناخوالیو سره یواځې پرایښی یم؛ مرګ ظلم هم یوځیتوب نه پیژني او د خپلې خوښې کار کوي. خدای شته، چې همدا اوس مې هم هغه د خوږې لیلا سترګې، چې خبرې یې کولې، د مینې زور او شته والی یې راته ثابتولو او ښکاره کولو سترګو سترګو ته کیږي. پاس اسمان ته مې وکتل او داسې مې د ځان سره وویل: "راته ډېرې ګرانې! ته خو مې همدا اوس وینې؟ ته زما دا غمځپلای حالت احساسوې؟ ته په دې پوهیږې، چې ستا نشتوالای مې څومره ځوروي؟ ". زه د ځان سره په خبرو بوخت وم، چې یو چا رانه غوښتنه وکړه، چې د دوی نه د پله پر سر عکس وباسم؛ زه یې د هغه خپلې خیالي دنیاګۍ نه راویستلم او راویښ یې کړم.