دترهګرۍ (تروريزم) ډولونه ( دویم څپرکی؛ دویمه برخه )                                                            

محمد انور(آڅړ)                                                      نیټه ۲۴/۶/۱۳۹۳، ه،ش                                                            
دترهګرۍ (تروريزم) ډولونه
د ګوډ تيمور،  نړیوالې ترهګریزې کړنې او د ده شخصیت
 
دروهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو مینه والو!
د کتاب د دویم څپرکي په لُمړۍ برخه کې مو د ترهګرې د ډولونو په لړ کې  د لوړې کچې،(هستوي) ترهګري او د چنګېزخان مغل پر نړیواله ترهګرۍباندې رڼا واچول شوه، دا دی د دې څپرکي په دویمه برخه کې د ګوډ تیمور پر نړیوالو ترهګریزو کړنو باندې په لویه کچه او په وقفه ییزه توګه غږیږو، هیله ده چې په زغم سره یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ.
 
د نړۍ د تاريخ په اوږدو کې د نړيوال او دولتي تروريزم په برخه کې ډېرو تش په نوم انسانانو، تش په نوم مسلمانان او يو شمير نورو بې دينو داسې زړه بوږنوونکي او حيرانونکي تروريستي جنايات ترسره کړي دي چې د دوى د خپلو ترهګریزو اعمالو له وجې د لويو لويو شيطانانو په شان يې، نړيوال شهرت موندلى دى، تر څو نړۍ وي دوى به د خپلو وحشي کړنو له امله د وحشي ترهګرو په نوم ياديږي او د هرې راتلونکي زمانې خلک به لعنت پرې وايي.                                                                       
د نړۍ په تاريخ کې د دا ډول مشهورو ترهګرو له ډلې څخه يو هم (ګوډ تيمور) دى، او مخکې له دې چې د نړى پر نورو لويو لويو تروريستانو باندې وغږيږو لومړۍ به د تيمور پر ترهګریزو کړنو او ناوړه ګړوهه باندې په پراخه توګه معلومات وړاندې کړو.
تيمور د ځانګړي شخصیت او ځانګړو اخلاقو او د سختو وحشي اوصافو لرونکى سړى ؤ، ظاهراً يې ځان مسلمان او مجاهد بللو خو په ټولو جګړو کې يې د اسلامي شريعت پر ځاى د جنګيزيانو د جګړو قانون (ياسا) پلى کړی دی، چې د ده د بې رحميو او وحشي اعمالو اصلي عامل همدغه د ياسا لارښؤنې دې او د همدغه شيطاني قانون د تطبيق له وجې د ده اسلاميت او انسانيت تر سوال لاندې راغلى دى.
نوموړي د ځان د ګټې لپاره له اسلامي شرعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړي ده، د قرآن آیاتونه یې د خپلې خوښې سره سم، سرچپه اړولي او پر مسلمانانو باندې یې پلي کړي دي، چې په راتلونکو پاڼو کې به پرې وغږیږو.
 
تیمور په خپلو خاطراتو کې، چې په خپل قلم یې خپلې ټولې ترهګریزې کړنې لیکلي دي او زموږ لپاره تر ټولو د باور وړ سند دی، ځان د مسلمانانو د اهل سنت او جماعت لوى عالم، فقيه، مفتي، د قرآن حافظ (قاري)،صاحب القرآن،او ستر پرهيزګار بولي او په سفرونو کې یې له ځان سره یو لوي مسجد ګرځولو چې د هغې د لرګیو تختې یې پر څلوروسوو آسانو باندې انتقالولې  او دا دعوه هم کوي چې د نړۍ ټولو ادیانو، معبدونو او علماوو ته سپک نه ګوري او نه کوم ضرر ورته رسوي.
خو له بل پلوه همدغه پرهېزګار عالم، د اسلام د مقدس دین او د نورو ټولو آسماني او اصلاحي ادیانو احکام او قوانین چې د انسانانو د اصلاح او لارښؤنو لپاره راغلي دي تر پښو لاندې کړي دي.
 دغه لوی ترهګر، د انسان وینې څښي، د انسانانو پر وینو باندې غسل کول لوی او سپېڅلی عمل بولي، د انسانانو د وینو له دارو (فؤارو) څخه خوند اخلي، د خلکو د غوڅ شویو سرونو څخه مِنارونه جوړوي، له ژوندیو کسانو څخه پوستکي اوباسي، د جګړې زړه بوږنوونکي او ډاروونکي آوازنه، د موسیقۍ له بې ضرره سازونو څخه ډېر ښه پرې بولي او خوند ترې اخلي او همدغه (صاحب القرآن)، مسجدونه او قرآنونه په بمونو الوزوي، د شرابو له نشې څخه د جګړې نشه سل ځله خوندوره بولي او هغه څوک چې انسانان نه وژني او د ده په شان ناروا جګړې نه کوي د خدای بنده ګان یې نه بولياو دا تش په نوم مسلمان او تش په نوم انسان  خپله پرهېزګاري په دې توګه راپېژني:
«د څلويښتو کلونو راپه دې خوا مې شراب نه دي څښلي؛ يو لمونځ مې نه دى قضاء کړى مګرپه جګړوکې... له شرعیت او عُرف څخه پیروي زما لپاره ډېر اهمیت لري... پوهېږم چې د هیواد په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې چې قانون پلي کیږي، لکه زه چې په خپله په هغه ځای کې موجود وم، تر نن ورځې پورې چې زه د (۷۰) کالونو په عمر یم، هر کار مې له قانون سره سم ترسره کړی دی، زما نیکه (چنګېز)، په هر کار کې په زور او تاؤتریخوالي باندې تکیه کوله، خو ما په هر کار کې شرعیت او عُرفي قوانین په نظر کې نیولي دي... .
نه یوازې چې ګوډ تيمور ځان د اسلام د سپیڅلي دین ټیکه دار بللو، بلکه  د ډېرو بې ګناه انسانانو د وژنو او د ښارونو د ورانولو له امله خپل ځان د خداى په شان هم ورته ښکاره کیده، د (لرستان) په جګړه کې وروسته له هغې چې ښه ډېر خلک يې ووژل او پر وژل شویو کسانو او خپل نور ترهګریز اعمال  یې له نظره کړل، ويې ويل:
«... زه دومره زورور يم چې کولى شم د خدای په شان انسانان هلاک کړم، خو نه شم کولى چې د آسمانونو او ځمکې د خالق غوندې يې ژوندي کړم.»
تيمور چې بې له وژنو او وینو تویولو څخه یې بل کار نه درلود، هغو خلکو به چې په انسانيت او په سوله او آرامۍ کې اوسیدل د خدای بندګان نه بولي او په اړه یې  وايي:«زه د سړي لوى هنر په جګړه کې وينم... او عقيده لرم چې خداى سړى د جګړې لپاره پيدا کړى دى او هغه سړى چې جګړه نشي کولى او له مرګ څخه ډاريږي د خداى له بندګانو څخه نه دى، ځکه چې د خداى ورکړه يې پريښي ده او د جګړې په فطري استعداد چې په هر سړي کې شته ځان يې نه دى ځواکمن کړى.»
هغه وينو څښونکي او وينې تويونکو ترورستي کړنې چې تیمور ترسره کړي دي د نړۍ په تاريخ کې دا ډول وحشي کړنې نه تر سترګو کيږي، او د نړۍ په راتلونکي تاريخ کې به داسې بل څوک هم پيدا نشي چې دا ډول ترهګریز اعمال ترسره کړي تيمور په خپله هم د خپل وحشت په اړه چې ده ته آتلولي او د لوې ثواب کار ښکاري وايي:                                                 
«له ما وړاندې او له ما څخه وروسته به زما په شان بل داسې څوک پيدا نشي.»
 د سلطانيې عيسوي اسقف چې د تيمور سره يو ځاى اوسيدلى دى، دې ده د جناياتو په باب داسې لیکي: «زه فکر نه کوم چې نړۍ ته به د تيمور په شان بې رحمه انسان راغلى وي او شايد چې په راتلونکي کې هم، هيڅکله رانه شي.»
ويلى شو چې د تيمور هغه  ظاهري مسلماني او د ده ځينې نور اعمال چې د نظام الدين شامي او د سلطانيې مسيحي اسقف لخوا په نيکى سره ياد شوي دي د تيمور د بې رحميو او وحشتونو پر وړاندې په هېڅ حساب دي، د دې لپاره چې د ګوډ تيمور د هر ډول اعمالو او د هغه د عقايدو پر ځينې نورو برخو باندې تر يوې اندازې پورې پوه شو نو د سلطانيې اسقف(۱) چې د ګوډ تيمور سره يې نږدې ناسته پاسته درلوده او هم يې له خپل لوري څخه د فرانسې(فرنګ) پاچاه ته د خپل استازي په توګه ورپيژندلى ؤ، نوموړي پر خپل قلم د تيمور په اړه د هغه د شخصیت په باب ليکلي دي، چې په لنډه توګه يې ځينې مهمې برخې ليکو:
«د هغه نوم تيمور بېک دى تيمور يعنى اوسپنه او بېک د امير مانا لري، د ده دښمنان هغه ګوډ تيمور بولي... دغه سړي ډير زامن درلودل او اوس يواځې دوه زامن لري... او نور ټول زامن يې په جګړو کې وژل شوي او يا د ناروغيو له امله مړه شوي دي.
 ... تيمور سپين ګيرى سړى دى خو ډېر زورور او غښتلى دى، هېڅ کله له جګړو څخه نه ستړى کيږي، شپه او ورځ په دښته کې اوسيږي... له هغې ورځې څخه چې دا سړى د واک څښتن شوى دى تر نن ورځې پورې په ټولو جګړو کې بريالى دى... .
له دغه سړي څخه بې رحمه سړى په نړۍ کې نه پيدا کيږي، که چېرې د ده د سترګو پر وړاندې د شلو زرو ښځو، سړيو او ماشومانو سرونه ووهل شي، يوه زره اغيزه نه پرې کوي او څو ځله داسې شوي دي چې د
 
------------------------------------------------------------------------------------
(۱) - د سلطانيې اسقف د تيمور په اړه خپل لنډ يادښت وروسته د تيمورله مرګ څخه ليکلى دى چې د فرانسې په ملي کتابتون کې خوندي دى.
يوه ښار ټول اوسيدونکي يې تر وروستني شیدې رودونکي ماشوم پورې وژلي دي، نه يې په ښځو رحم کړى او نه د سلو کالو په زړو خلکو باندې.
تيمور بېک ظاهراً د اسلام د دين د احکامو په ترسره کولو کې ډېر دقيق دى، په شپه او ورځ کې  پنځه لمنځونه اداء کوي، د روژې په مياشت کې روژه نيسي، ما هېڅ کله نه دى ليدلى چې شراب يې څښلي وي... خو اوريدلي مي دي چې کله کله به يې په پټه شراب څښل... .
... تيمور بېک په عربۍ، فارسۍ او ترکي ژبو باندې پوهيږي او د قرآن په علم او د اسلامي فقې په علم باندې دومره ښه پوهيږي چې هېڅ يو اسلامي عالم د ده سره مباحثه نه شي کولى(!).
تيمور بېک په جګړو کې د نورو سربازانو په شان زغره او نور جګړېز وسايل له ځانه سره اخلي او د جګړې ډګر ته درومي، له مرګ څخه نه ډاريږي او دا چې څو ځله سخت سخت ټپي شوى او د مرګ تر پولې رسيدلى دى، خو بيا هم نه ډاريږي او په خپله په جګړو کې ګډون کوي.»
 مسحیي اسقف زیاتوی: «ده ته دې ده د دښمنانو مقام او رتبه اهمیت نه لري او د لويو حاکمانو  او پاچاهانو د سرونو د وهلو او ګيډو څيرې کولو فرمانونه داسې صادروي لکه د يوه وړوکي غلام په اړه چې فرمان ورکوي.
يواځې عالمانو او شاعرانو ته په ارزښت قایل دى او هغوى محترم بولي علت يې دا دې چې دى، په خپله عالم دى... تيمور بېک پر ځمکه ډوډى خوري او پر ځمکه ويده کيږي... د ډوډى د خوړلو په وخت کې څوک اجازه نه لري خبرې وکړي مګر دا چې تيمور په خپله د چا سره خبرې پيل کړي... .
کله چې تيمور بېک د يوه ښار د ټولوژنې او لوټ تالان امر وکړي، تور رپی (بيرغ) پورته کوي او په هغه ښار کې چې د تيمور بېک تور رپی، پورته شوى وي، د نړۍ له پاڼې (نقشې) څخه پاکيږي.
کله چې تيمور بېک روم ته ولاړ هغه ښار چې د ارمنستان او انګوريه (د ترکيې پلازمينه انکارا) تر مينځ  پروت ؤ، محاصره کړ، نو چې ښار یې ونيولو د هغه ښار ټول اوسيدونکي يې د هغه ځاى څاګانو ته وروغورځول او د ښار ټول څاګان يې د ژونديو خلکو په اچولو باندې ډک کړل.»                       
 په هغه ښارونو کې چې خلک يې بې له جګړې تسليم شي، د هغوى مال، ځان او ناموس محفوظ وي او که په هغه ښار کې يو عسکر په يوه ښځه باندې تيرى وکړي او يا د چا مال واخلي هغه سرباز او د ده نيږدې او مستقيم قومندان د تيمور بېک په امر وژل کيږي... .
يو څه چې د دې سبب شوي دي، چې تيمور د نړۍ ځواکمن سړى شي د باروتو څخه د هغه ګټه اخيستل دي، تيمور بېک د باروتو د جوړولو له راز څخه خبر دى ... .
... د دمشق د حضرت عمر د مسجد پخوا کې د مسلمانانو يو لوى عالم نظام الدين شامي (چې د شام اوسيدونکى او د تيمور ملګرى ؤ په ډېرو جګړو کې ورسره يو ځاى ؤ) په ډېرې عاجزى او تواضُع له تيمور بېک څخه هيله وکړه چې د خلکو له وژلو څخه دې لاس واخلي، مګر تيمور چيغې کړې او ويې ويل: (که ته عالم نه واى نو له تا څخه به مې په ژوندوني پوستکى ايستلى ؤ) او دومره ډېر يې د دمشق اوسيدونکي ووژل، چې بې له صنعتګرو، پوهانو او شاعرانو څخه نور څوک پاتې نه شول او په سرو او سپينو زرو، جواهراتو، د زربفت پر رختونه او قيمتي فرشونو باندې بار لس زره (١٠،٠٠٠) اوښان يې له دمشق څخه خپل وطن ماوراءالنهر ته وليږل.
همدغه خونخور او بې رحمه سړي په دمشق کې د اسلامي علماوو يوه لويه غونډه جوړه کړه چې د قرآن په اړه خبرې وکړي.»
مسحي اسقف وایي:«... تيمور بېک داسې سړى دى چې په خپل دين باندې ايمان لري د نړۍ په هره برخه کې چې وي په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي او يو مسجد لري چې د هغې د لرګيو ټوټې له يو ځاى څخه بل ځاى ته له ځانه سره وړي او په هر ځاى کې چې تم کيږي، د مسجد ټوټې سره يوځاى کوي او لمونځ په کې ترسره کوي... .
تيمور بېک... نسبت د شراب خوړلو او د بد کارو ښځو په اړه سخت دریځی نه دى خو د لوط د قوم له ګناه څخه ډېره کرکه کوي او د لواطت مرتکبين وژل کيږي.
کله چې تيمور د (کِش) ښار په جوړولو بوخت ؤ، د هغو دوه تنو (انجينرانو) څخه يې سرونه غوڅ کړل، چې  د ښار د جوړونې کارونه يې دوه مياشتې ځنډولي وو.
ځينې بهرني مشران چې د تيمور ليدلو ته ورتلل، نو کله به چې ده ته ورورسيدل  په خاورو کې به پريوتل او سرونه به يې پر ځمکه کېښودل (سجده به يې وکړه) خو تيمور بېک د دوى له دغې عمل څخه کرکه کوله او ويل يې؛ يواځې خداى ته سجده کيږي او غير له خداى څخه بل چا ته سجده نه کيږي.
له هغې وروسته چې څوک تيمور بېک ته ورځي هغه پوهوي چې له سجدې کولو څخه دې ډډه وکړي  ... .»
د لیکنې پاتې برخې وار په وار او پرله پسې خپریږي