اېرمیریو پرېرا دیموریس؛

 
هغه میلیاردر چې فوربس یې انځور نه دی ترلاسه کړی
 برازیلی « Ermirio Pereira de Moraes» د پلار له کاره میلیاردر شوی دی. د نوموړي پلار «Jose Ermirio de Moraes» ته کاروبار له خپل خسر څخه پاتې شوی دی. خسر یې چې د لیلام په توګه یې له ماتې سره د یوه مخ بانک ونډې پېرلې وې، خپله سوداګري وروسته له دې خپل زوم ته پرېښووده چې لومړی سناتور او وروسته د کرنې وزیر شو.
جوس پر خپل کاروبار وروسته د رخت د تولید یوه فابریکه هم ورزیاته کړله. ده د خپل کاروبار د پراختیا لپاره ډېرې هڅې وکړې، تر دې چې په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې مړ شو.
د جوس تر مرګ وروسته د دغه کورني کاروبار چارې د هغه مشر زوی «Antonio Ermirio de Moraes» ته وسپارل شوې.
د انتونیو تر مشرۍ لاندې د « Votorantim Group» خپلو فعالیتونو ته پراختیا او تنوع ورکړه. په ۱۹۸۰ کال کې یې خپل فعالیتونه د نکلو، خمرمایې او جوسو د تولید برخې ته وغځول.
په ۱۹۹۱ زېږیز کال کې یې سره له چې په برازیل کې د پړسوب کچه لوړه وه، یو بانک رامنځته کړ. له انتونیو سره په دغه کورني کاروبار کې د هغه وروڼو او یوه اوښي هم مرسته کوله.
انتونیو چې په برازیلي میلیاردرانو کې د تواضع له کبله مشهور و، د روان زېږدیز کال په اګېست میاشت کې د زړه د سکتې له کبله مړ شو. د دغه سترې کورنۍ سوداګرۍ مسئولیت اوس د هغه ورور اېرمیریو پرېرا دیموریس ته سپارل شوی دی. اېرمیریو د پطرولیم انجینرۍ په برخه کې د لسانس تر کچې زده کړې دي. نوموړی سږ کال د خپل ورور تر مړینې وروسته د میلیاردرانو نوملړ ته راغلی دی.
وټورانټیم ګروپ چې اېرميریو یې اوس مشري کوي په لاتینه امریکا کې د کمپنیو پنځم ستر ګروپ دی چې د یوې کورنۍ د غړو له لارې اداره کېږي. دغه ګروپ اوسمهال د فایننس، انرژۍ، سیمنټو، فولادو، کاغذ، خمرمایې او یو شمېرو نورو توکو د تولید په برخه کې فعالیتونه لري.
د کروپ اړوندې کمپنۍ په شاوخوا ۲۰ هېوادونو کې پر کاروبار او سوداګرۍ بوختې دي. په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د دې کمپنۍ عواید لس نیم میلیارده ډالرو ته رسېدلي وو. له دې ډلې نیمايي د سیمنټو له برخې وو، ځکه په دغه کال کې برازیل د فوټبال د نړیوال جام او د ۲۰۱۶ کال د اولمپیک لوبو لپاره د تیارۍ په موخه د رغونې ډېرې پروژې پلې کړې. د ګروپ ۱۰۰ سلنه ونډې لا هم د کورنۍ له غړو سره دي او له همدې کبله د دې کورنۍ پنځو غړو د فوربس مجلې د میلیادرانو نړیوال نوملړ ته لاره موندلې ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې اېرمیریو پرېرا دیموریس اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۷۷ ام او په خپل هېواد برازیل کې ۱۲ میلیاردر دی.
اېرمیریور واده کړی، اووه بچیان لري او د برازیل په ساوپاولا کې ژوند کوي.
دی یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې فوربس یې انځور نه دی پیدا کړی او موږ هم و نه توانېدو چې انځور یې پیدا کړو، له همدې کبله د ده د انځور پر ځای د کمپنیو د ګروپ لوګو خپروو.  
 دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.