
دويم څپرکى
د خلیج ساتونکي
((ایران به ټولې هغه پیدا کېدونکې پرمختللې او پېچلې وسلې تر لاسه کړي چې له اتومي بم څخه را ټیټې وې ))
—د ایران شاه, 1972
((اوس ددې وخت دی چې له ایرانیانو سره دوسلو د پلور په اړه د نغدو پیسو معامله وشي))
—هنري کیسنجر, 1972
د شاه غچ اخیستل:
د۱۹۷۱ کال د نوامبر په ۳۰ په خلیج کې د مرمیو او د ټوپکو ډزواو چاودنو د جګړې لومړنۍ نښې ښکاره کړي. دا هغه مهال وچې ایراني کمانډو ځواکونو د هرمز تنګي په څنډو کې په پرتودریو ستراتیژیکو جزیرو برید وکړ. ۳ ایراني سرتیري او ۴سیمه ییز پولیس افسران په دغه لنډه جګړه مخکې له دې چې پهلوي دولت د بري اعلان وکړي ووژل شول.د ایران دغه برېښنايي برید د همدغو دریو ټاپو ګانود وېش پر سر دایران، لندن او عرب شېخانو ترمنځ اوږدو او بې پایلېخبرو اترو ته د پای ټکی کېښود.دغه ټاپوګان په سیمه کې د برتانوي امپراطورۍ وروستۍ پرې اېښې ځمکې وې. د ایران شاه له دې سره موافقه وکړه چې د خپلې پخوانۍ خاورې بحرین لخوا به د خپلواکۍ د اعلان ترسره شوې پرېکړه نه ننګوي، خو په فارس خلیج کې هرمز تنګي ته څېرمه په پرتو جزیرو له خپلې ادعا نه تیریږي او دغه جزیرې د بحرین د لاسه ورکولو په وړاندې ښه جبیره شوی تاوان ګڼي.
د بهرنیو چارو وزیراردیشیر زاهدي د دغې جزیرې له دعوېپه یوه جالب ځواب سره لاس په سر شو چې یوه عرب شېخ په کې خېمه درولې وه. (زه به خپل فرج په دغې ټوټې پاک کړم او په تشناب کې به یې وغورځوم ).کله چې ایران د ابو موسی، لوی تنب او کوچني تنب جزیرې ونیولې، محمد رضا شاه بلاخره ومنله چې هغه د خلیج ساتونکی او یوازینی خاوند دی. شاه دغه چاره یو زړور عمل وباله او داسې نتیجه یې ترې واخیسته چې د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون دېد ایران د پوځي زړورتیا او د شاه د وړتیا په اړه شته شک اندازه کړي چېپه خلیج کې د امریکا د انرژۍ د لارې دفاع کولی شي. خو د ایران عرب ګاوندیانو دا نظر رد کړ چې له دغو جزیرو دې تېر شی. دوی وویل چې له یو اېنچ ځمکېخپل ګاونډي ایران ته نه شي تېرېدای. بغداد له تهران سره دیپلوماتیک روابط پرې کړل او د ژمي په یخ موسم کې یې هلته مېشت ۶۰ زره ایرانیان پر پوله ور واړول او له عراقه یې بهر کړل . لیبیايي مشر ډګروال معمر قذافي ددغې عربي ماتي پړهد برېتانیې پر دیپلوماسۍ ورواچوله او ددغو جزیرو د نیونې په غبرګون کې یې په خپل هېواد کې د (BP) د برېتانیې د پیترولیمو دشرکت پانګه ملي کړه او هغه ته یې له لیبیا د وتلو لارښوونه وکړه. دارنګه ښاغلي قذافي ( له برېتانوي بانکونو خپله یو میلیارد ډالره زېرمه شوي اسعار را بهر کړل)ایران او عراق د یوه او بل د تورنولواو سپکولو حرکتونه پیل کړل او په شمالي غرونو کې یې یو د بل پر وړاندې سرتیري سره ځای پرځای کړلچې د تېلو بډایه سیمې وې. په داسې حال کې چې د ایران ملکې د عراق پولې ته نژدې د کډوالو له کمپه لیدنه وکړه د هغه خاوند رضا شاه په پوله له یوه وړوکي ښار ګوټي لیدنه وکړه او د عراق په مشرانو یې تندې نیوکې وکړې. ( موږبه خپل سوک استعمال نه کړو، دوی زموږ په پرمختګونو او هغوکارونو ځوریږي چې موږ په ایران کې د خپل هېواد لپاره تر سره کړي دي.)
په خلیج کې د اور لوبې او اورشیندو په تر سره کولو سره د ایران لپاره یو بل بریالی کال هم پای ته ورسېد او شاه نور هم په ځان باوري شو.د تېلو له کمپنیو سره د شاه وروستۍ د لوړې کچې شخړېاو زور وهل په تېر نوامبر کې هغه مهال پیل شوي ووچې هغه په کمپنیو له فعالیتي چارو پرته نور۵ په سلو کې ګټه وضع کړه. دا کار په واقیعتکې د ۱۹۷۱زېږديز کال په فبرورۍ کې تر سره شوي وو چې د تهران د تړون تر سند لاندې هغه بهرنۍ کمپنۍ چې د فارس په خلیج کې فعالیت کاوه موافقه کړې وه چې د تېلو د هر بیرل بیه به ۳۵ سینټه لوړوي اوپه ۲اشاریه ۱۵ ډالره به یې پلوري او یو مشترک فورمول به رامنځ ته کوي چې په را تلونکو ۵ کلونو کې یې پر بنسټ وکولی شي نورهم د خامو تېلو بیې لوړې کړي. په نړیواله کچه د منځني ختیځ دتېلو او پیترولو غوښتنه او اړتیا په زیاتېدو وهاو د ارزانه تېلو د تر لاسه کولو تاریخ نور پای ته رسیدلی و. له امریکا سره د خبرو اترو پر مهال سفیر مک ارتر د شاه ماڼۍ ته ورغی چې د تېلو د بیو د پورته کېدو د مخنیوي غوښتنه وکړي. خو هغه څه چې سفیر له شاه څخه په مقابل کې واورېدل ډېر حیرانونکي دفاعي ځواب و: ( ایا زه د یوه لوی قدرت یا سوپر پاور لوی غږ اورم؟) د شاه لپاره چې د کوربه هېواد(ایران) او د تېلو د کمپنیو تر منځ یې د خبرو اترو چارې تنظیمولې د تېلو نوې معاملې د بري پر لورد ځان ثابتولو په مانا وبلله. یوه بهرني کتونکي دا خبرهیاداښت کړې چې (بلاخره ایران وتوانېدچې په تېلو د یوې مهمې عایداتي منبع په توګه باور او تکیه وکړي).د ۱۹۷۰ او ۱۹۷۲کلونو ترمنځ د ایران دخامو تېلو تولید په منځنۍ کچه په ورځ کې له ۳ اشاریه۸۲ میلیون بېرلو څخه په ورځ کې ۵ اشاریه۲۰ میلیون بېرله تېلو ته لوړ شو چې له دې درکه یې عایدات له ۱ اشاریه۱۲ میلیارد ډالرو څخه ۲ اشاریه۳۹ میلیارد ډالرو ته لوړ شو او په دې توګه ایران په خپلو ملي منابعو ډېر غره شو او پرې ویاړېده.
شاه د دربار وزیر ښاغلي علم ته لافې وهلې وې چې (هغه ورځې ولاړې چې امریکایان او یا نور بهرنیان دې د ایران په باچا برلاسی شياو بیا به هېڅکله هم۱۹۵۳کال بېرته را ونه ګرځي. شاه یو ځل بیا د سټیج مرکزي لوبغاړی وو او د ا د۱۹۷۱ کال د اکتوبر میاشت وه. شاهي کورنۍپه ډېرو شاندارو مراسمو سره په پیرسي پولیس کې دسلطنت د۲۵۰۰ زېږديز کال لمانځنه کوله.شاه له یو لړ مجللو تشریفاتي او سمبولیکو مراسمو وروسته یو لوی نندارتون پرانیست چې دولتي لیدنې هم ترې وشوې او هیله یې داوه چې له ایرانیانو سره د هغه یو ځای درېدل به نورهم د هغه دریځ پیاوړی کړي او هغه به خپل ولس ته د پهلوي باچاهانو او مشرانوپه اړه ته معلومات وړاندې کړي. د پېړۍ په دغو را تلونکو لمانځل کېدونکو مراسمو په میلیونو نو ډالراو په پلان یې کلونو وخت ولګېده. لکه چې شاه یې تمه درلوده د هغه په باور هېواد یې اوس هغه نړیوال موقف تر لاسه کړی و چې ده یې له کلونو کلونو را هیسې تمه درلوده. دغه مراسم په ایران کې په داسې حال کې تر سره کېدل چې د ایران شاهي حکومتتر دې مهاله ښه پرېمانه سړکونه جوړ کړي و، د سیلانیانو لپاره یې اسانتیاوې رامنځ ته کړې وې، پرېمانه روغتیايي کلینیکونو او ۳۲۰۰ ښوونځي یې د ایرانیانو لپاره د نړی په ډېرو ښارونو کې جوړ کړي وو.
نندارتون پرانیستل شو او په پیل کې دایراني فرهنګي نندارو او سندرو د وړاندې کېدو وار راوسېد او د لومړي ځل لپارهایراني فرهنګي نندارچیانو او سندرغاړو نړیوالو لیدونکو ته نندارې وړاندې کړلې. نړیوالو رسنیو دغو مراسمو ته په منفي سترګه وکتل او هغه یې د نورو په ځانګړې توګه د پاریس پېښې وبللې چې د پاریس د انتونیت په ډول ودانیو کې دا نندارې تر سره کېدې، په داسې حال کې چې تهران له پاریس سره لا ډېرواټن لاره. د بېلا بېلو نندارو لپاره ګڼ ستیجونه او بېلا بېل ځایونه جوړ شوي وو او هرڅه د شاه په طبیعت روان وو.
د بهرنیو چارو وزیر اردیشیر زاهدي له لومړي وزیر هویدا سره له سختې شخړې وروسته په اوړي کې استعفا وکړه. اوس د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر په سویس کې د خپل مرحوم پلار په کور کې اوسېده. ښاغلي زاهدي شاه ته یو قوي لیک ولیکه اوهغه ته یې په کې د هغه په حکومت کې د بې عدالتیو، افراط او د ایران د استخباراتي ادارې ساواک SAVAK’ له خوا د هغو سلګونو ایراني ځوانانو د نیولو او بندي کولو په اړه سخت احتجاج کړی و چې شک کېده چپي نظریات لري او له چپ اړخو سره یې خواخوږي درلوده. شاه د ښاغلي زاهدي په دغو نیوکو سترګې پټې کړې او هغه یې هوايي خبرې وبللې. خو که په مراسمو کې د شاه خفګان د هغه په ټنډه کې له ورایه ښکارېده، دا نو په دغو مراسمو کې د ریچارډ نیکسون د نه راتلو له درکه وو. هغه خپل مرستیال سپیرو اګنیو د ایران د شاهي دولت د ۲۵۰۰ کال د لمانځنې په مراسمو کې د ګډون لپاره استولی و چې هلته د سپینې ماڼۍ استازیتوب وکړي. د پهلوي د دربار له انده ښاغلی اګنیو هېڅ اهمیت نه لاره.(ښاغلیاګنیو په مراسموکې یو څه بې ادبه ښکارېده. هغه له تنګو سترګو او پسه ته ورته سر سره ښه نه برېښېده.)
اګنیو د دغه ایراني جشنله فضا څخه ښه خوند وانه خیست.هغه دغو مراسمو ته د راغلو ۸ باچاهانو او ملکو،۱۳ ولسمشرانو، د موناکو د شاهزاده راینر او شاهزادګۍ ګریس او د امپراطورهیلي سیلاسي او د هغې د معشوقې چیهوهو په منځ کې له ټولو منزوي او ګوښی واوډېره راشه درشه او پوښتنې ګرویږنې ورسره نه کېدې. نو اګنیو له مراسمو په څنګ شو او په دښته کې هغه خیمې ته ولاړ چې له خپلو پټو استخباراتي ملګرو سرهد خپلې غوسې دسړولو او د شطرنج د لوبې د تر سره کولو لپاره درول شوې وه. هغه رد کړل چې له ده سره دې هغه ۹ امریکا يي خبریالان او رپوټران ولاړ شي، بلکې له یوه عکاس څخه یې د کامرې فلم واخیست چې په دښته کې خپل تصویرونه پرې واخلي.
سپینه ماڼۍ په دې کې پاتې راغلې وه چې د شاه د تېلو د عایداتو او پلانونو او د ایران د خرابو مالي ستونزو ترمنځ یوه اړیکه رامنځ ته کړي. د نیکسون د ولسمشرۍ په لومړیو ۲ کلونو کې ایران د نژدې ۷۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړې. دغه مبلغ پانګه ایراند ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۹ کاله پورې تر لاسه کړې وه.دا پرهغو وسلو سربېره وه چې ایران له نورو هېوادونولکهله برېتانیې، لوېدیځ المان او فرانسې اخیستې وه. د دفاعي لګښتونو کچې لا دمخه د ایران په ملکي اقتصاد دروند پېټى غورځولی و. ددغه اضافي بار نښې نښانې لا دمخه په ایران کې په ډاګه شوې وې.
د ۱۹۷۱ کال د مارچ په میاشت کې سي. ای. اې رپوټ ورکړ چې د ۱۹۷۰ کال په وروستیو کې د ایران د بهرنیو اسعارو او سرو زرو د زېرمې ارزښتد۶ کاله پخوا کچې ته را ټیټ شوي وو (شاوخوا ۲۱۰ میلیون ډالره ) چې د ایران د څه کم ۲ میاشتني وارداتو لپاره یې کفایت نه کاوه. د استخباراتو اداره دې پایلې ته رسېدلې وه چې د ایران چټک پوځي او اقتصادي پراختیا ایران له پام وړ مالي کسر او د تنخوا ګانو د ورکړې د انډول له ستونزې سره مخامخ کړی و. دعایداتوزیاتېدل د فبرورۍ په میاشت د تېلودتولید له هڅو وروسته ښه شول او ایران تهښه چانس په لاس ورغی چې خپلې اقتصادي پراختیا ته لا نور هم زور ورکړي او یا پلان شوي اقتصادي کارونه مخ ته یوسي او یا خپل درانده لنډ مهالي او اوږد مهالي پورونه پرېادا کړي. داسې ښکاري چې شاه ممکن پراختیا غوره کړي او کیدای شي د ایران د منابعو په چوکاټ کې لګښت وکړي . د تېلو له کمپنیوسره تر ناستې یوازې لس ورځې وروسته شاه د ۱۹۷۱ تر ۷۲ مالي کال لپاره دبودجې وړاندیز وکړ.(چې نه یوازېد تېلو زیات شوي عواید به له ستوني تېر کړي بلکې دارنګه مهم مالي کسر ته هم اړتیا لري. په نوې بودجه کې به د ۱عشاریه۳ میلیارده ډالره کسر هم شامل وي چې د ټولو لګښتونو یو پر پنځمه کیږيچې شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالره به یې له بهرنیو پورونواوتقریبا ۵۰۰ میلیون ډالره نور به یې له کورنیو پورونو څخه پوره کوي. دا په دې مانا وه چې ایران له دغو ټولو هڅو سره سره د خپلو اتیا په سلو کې لګښتونو مصارف ایله پوره کول. دواړه ډول پورونو له وړاندې خراب شوی مالي وضیعت نور هم له ستونزو سره مخ کاوه. د امریکا استخباراتي ادارې بلاخره رپوټ په یوه احتیاطي یاداښت سره پای ته ورساوه:(د کورنیو پورونو په مصرفولو سره حکومت په نورمال او عادي توګه هغه پیسې کارولې چې د شخصي پانګوالو لپاره اماده شوې وو. په دې توګه ایران به په نري مالي تناب یا پړي خپل مزله ته دوام ورکړي. د ۱۹۷۱ کال په وروستیوکې د ایران نظامي برخې له لس په سلو کې زیاته د جې ان پي عواید جذب کړي وو. د ۳۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت مهمې وسلې په پور واخیستل شوې چې له پنځو ۴ برخې یې له مختلفو لویدیځو هېوادونو او پاتې نور یې له شوروي اتحاد څخه واخیستل شوې. سي. ای. اې( CIA )رپوټ ورکړ چې ایران به په لږ وخت کې ونه شي کولی د هغه پرمختیايي پلان د عملي کولو لپاره کافي پیسې برابرې کړي چې لویې تمې ترې لرياو هیله یې داوه چې بهرني پورونه به پرې کړی شياو مشتریانو ته به تولیدي توکي تیار کړي چې له کبله یې سیا سي ټیکاو ورپه برخه شي .