د پکتيکا اوسېدونکو د يوې قهرجنې غونډې او سوله ييز لاريون په ترڅ کې د ټولټاکنو له خپلواک کمسيون څخه د پايلو د اعلان غوښتنه وکړه،

د پکتيکا ګڼ شمير اوسېدونکو د يوې قهرجنې غونډې او سوله ييز لاريون په ترڅ کې د ټولټاکنو له خپلواک کمسيون څخه د پايلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه وکړه، په همدې حال ددې ولايت د ولايتي شورا رئيس د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې وغندلې، ها خوا ددې ولايت د قومونو د متحدې شورا مشر ګواښ وکړ چې که د پکتيکا پاکو رايو ته سپکاوی وشي د دوی غبرګون به جدي وي
 
په سختو شرايطو کې د ولسمشرۍ په دوه پړاوونو ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون هغه څه وو چې هېوادوالو ته يې د ښه راتلوونکي زيری درلود خو د يادو ټاکنو په پايلو کې ځنډ او خنډ نور افغانان ستړي کړي دي، د پکتيکا ولايت ګڼ شمير قومي مشرانو، ديني علمانو او د مدني ټولنو غړو د يوې قهرجنې غونډې او سوله ييز لاريون په ترڅ کې د ټولټاکنو له خپلواک کمسيون څخه غوښتنه وکړه تر څو د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان کړي ځکه ولس نور ددې حالت د زغم توان نه لري
غونډې ته د پکتيکا د ولايتي شورا رئيس عبدالمبين فقيرزاده وويل چې ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول پکتيکاوالو د بېلابېلو ګواښونو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ او د خپلې خوښې نوماند ته يې رايه ورکړه، نوموړي د ټاکو له خپلواک کمسيون څخه د پايلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه وکړه
فقيرزاده د بلخ د والي وروستۍ څرګندونې غيرقانوني وبللې او د ټاکنو د پايلو منل او يا نه منل يې ملي موضوع ياده نوموړي وويل ددې هېواد د ملي پرېکړو واک له ملت سره دي او ملت خپله پرېکړه د ټاکنو له لارې کړي
ها خوا د پکتيکا د قومونو متحدې شورا مشر ملا معصوم خيروي ګواښ وکړ چې که د پکتيکا پاکو رايو ته سپکاوی وشي نو پکتيکاوال به ارامه پاتې نشي او د خپل حق څخه به په هر حالت کې دفاع وکړي
د پايلو د ژر اعلان غوښتنه يوازې د پکتيکاوالو نه بلکې د ټولو هېوادوالو هيله ده، دا چې د ټولټاکنو خپلواک کمسيون به څه وخت د ټاکنو پايلې اعلان کړي راتلونکی به يې ځواب کړي #####