
په فرد پورې د منحصر محصول د حصول لپاره لومړنی ګام ایډیا وړاندې کول دي.
خپل تخصص په پام کې ونیسئ: ډېری له څه شي سره مینه لرئ او په اړه یې ډېر معلومات لرئ؟!
له صفر نه د یوه محصول د ابداع لپاره باید د خپلې پوهې په قلمرو کې واوسئ. له دې پرته ممکن یوه ښه ایډیا ولرئ، خو د پلیتابه په اړه به یې په هیڅ هم نه پوهیږئ.
کوښښ وکړئ، چې د خپلې مینې وړ ټول شیان سره لیست کړئ. بوختیاوې، دندې او هغه محصولات ټول په کې راتلای شي، چې تاسې هر وخت ګټه ترې اخلئ. د هر فعالیت او خوښې وړ محصول لپاره فکر وکړئ، د محصول د شکل پر تغییر غور وکړئ او په دې فکر وکړئ، چې څنګه نوی شی په کې زیات کړی یا له دې شته هغه ښکلی او ګټور محصول کشف کړی.
ډېر وخت له تاسې سره کتابچه نه وي، خو ذهن ته مو ښې ایډیاوې راځي. له ځان سره د یادښتونو کتابچه خامخا ګرځوئ او چې څنګه مو ذهن ته یوه نوې ایډیا او طرح در ځي، کتابچې ته یې پلي کوئ. که لس ایډیاوې ولیکئ او یوه ورځ ورته کینی او ټولې مرور کړی، کېدای شي یو دوه په کې ډېرې جالبې او د عملي کېدو وړ وي.
د ایډیا تر انتخاب وروسته، د پروژې په اړه د معلوماتو پر حصول کار وکړئ. د خپلې اختراع لپاره څو لارې غوره کړئ، وروسته فکر وکړئ، چې کومه یوه یې ښه کار ور کوي.
له ځانه وپوښتئ، چې ددغه محصول لپاره نور څه په کار دي؟
څه شی به دغه اختراع لا هم جالبه کړي؟
اختراع مو ولې مهمه ده؟
کوم ځایونه یې هسې بې ګټې دي؟ ایا داسې لاره شته، چې لګښت یې کم شي؟
پوښتنې او ځوابونه ټول په خپله کتابچه کې ولیکئ او نور د اختراع په اړه څېړنه وکړئ. وګورئ، چې بل چا خو ورته اختراع نه وي ثبت کړې، که ثبت وي، تاسې یې بیا نه شئ ثبتولای. په انټرنیټ کې په ټولو هغو محصولاتو پسې وګرځئ، چې ستاسې له اختراع سره ورته والی لري. که کوم نوم مو په پام کې نیولی وي، د هغه په اړه هم پلټنه وکړئ، چې چا خو په دې نامه بل څه نه وي جوړ کړي. وګورئ، که ستاسې د اختراع په څیر بله ورته اختراع موجوده وي، ستاسې له هغې سره یې توپیر څه دی؟ څنګه کولای شئ له هغې متفاوت شی جوړ کړئ؟
کله مو، چې دا ټولې چارې بشپړې کړې، د خپلې اختراع یوه ارزانبیه نمونه جوړه کړئ. قیمتي شیان او مواد مه پکې کاروئ، ځکه تاسې نمونه جوړوئ. که موډل یې خپله نه شئ جوړولای له یوه شرکت نه مرسته وغواړئ. وروسته یې له مسلکي اړخه دفاع وکړئ او په پای کې یې یوه شرکت ته ور کړئ، چې تولید یې کړي. شرکت به له تاسې ټول لازم وضاحتونه غواړي او تاسې به ځوابونه ور کوئ او د خپلې اختراع پر ګټو او د مشتریانو د جذب پر څرنګتیا به معلومات ور کوئ. له تولید وروسته د اعلان او تبلیغ وخت دی، چې خلکو ته یې ور وپېژنئ او پلورونکي هم وپوهیږي، چې ستاسې اختراع او محصول دوی ته ګټه رسولای شي. ( ژباړه)
دا لیکنه په همیانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې ده