
جان موریس د امریکایانو له ایډیالو میلیاردرانو څخه دی. سره له دې چې د موریس نوم سږ کال د فوربس مجلې د میلیاردرانو په نوملړ کې راغلی، خو ډېری امریکایان هغه د یوه پياوړي میلیاردر په توګه پېژني. ده هم د یو شمېرو نورو میلیاردرانو په څېر خپل کاروبار له صفر څخه پيل کړی دی.
پلار یې د میسوري ایالت پر یوه جاده د نوشابو هټۍ درلوده. ده د همدې هټۍ په مخ کې د کب نیونې وسایل او د کبانو لپاره یو راز کورني خواړه پلورل. موریس د کبانو لپاره ځینې داسې کورني خوراکي توکي جوړول او خرڅول چې په خپله سیمه کې ډېر مشهور شوي وو، له همدې کبله یې ورځ تر بلې کار پراختیا موندله.
ده له همدې لارې ترلاسه کړې پیسې سپما کړې تر دې چې په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې یې د « باس پرو شاپس» په نوم هټۍ پرانیستله چې وروسته پر یوه ستر حلقوي پلورنځي بدله شوه.
د موريس د پاوړې ادارې پر مټ د هټۍ په مخ کې پیل شوی کار اوس پر یوه لویه کمپنۍ بدل شوی دی. د باس پرو شاپس اوسمهال د ښکار، کب نیونې او په ازاد فضا کې د تفریح د وسائلو د تولید ستره کمپنۍ ده.
کمپنۍ د ښکار او کب نیونې د نورو وسائلو ترڅنګ څو ډول بېړۍ هم جوړوي چې ځانګړي برنډونه لري.
د دې ترڅنګ یې د امریکا په متحده ایالتو او کاناډا کې د حلقوي پلورنځیو یوه ستره شبکه رامنځته کړې چې د فوربس مجلې د شمېرو له مخې یې د کلني پلور کچه دری میلیارده ډالرو ته رسېږي.
د موریس د حقلوي پلورنځیو ترڅنګ رسټورانټونه هم شته.
په فوربس مجله کې د خپرو شویو شمېرو له مخې د باس پروشاپس له هټیو په کال کې ۱۵ میلیونه کسان سودا کوي.
موریس ځینې خیریه کارونه هم ترسره کړي چې له دې ډلې د یو شمېرو لوبو سپانسر کول، په خپل سیمه کې د زده کړو له بهیر او له یوه موزیم سره مرستې یې د یادونې وړ دي.
جان موریس له ډوري کالج څخه د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې لسانس تر لاسه کړی دی.
دی اوسمهال څلور اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۴۸ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۲۶ میلیاردر بلل کېږي.
موریس واده کړی، څلور اولادونه لري او د امریکا د محتده ایالتو د میسوري ایالت په سپرېنګ فیلډ سیمه کې ژوند کوي.
دا لیکنه په همیانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې ده.