خلک زر تر زره د ټاکنو پایلې غواړي

 
په داسې حال کې چې له یوې خوا د پاکستان له لورې د کنړ ولایت په دوامداره توګه د راکیټونو تر برید لاندې دی، طالبان له پاکستاني ملیشو سره یو ځای د هېواد په ګوټ ګوټ کې حملې کوي او هـره ورځ په سلګونو بیګناه هېوادوال په شهادت رسوي، بې له دې چې له افغاني لوري پوښتنه وکړي، پاکستان په بیړه بیړه لګیا دی د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خندق کیندي لیکن د افغانستان په چارواکو کې داسې نر نشته چې پوښتنه ترینه وکړي چې ولې؟...او څه چل دی؟...  
 
له بلې خوا د نظار شورا دا دیارلس کاله حکومت برمته کړی او خپل ټول لنډه غر یې په امنیت، کورنیو چارو او همدارنګه د دفاع په وزارت کې ځای په ځای کړي دي او د افغانستان دولت پرله پسې د لنګې غوا په څېر لوېشي او زبېښي یې.
 د دې پر ځای چې د هېواد له سرحدونو او د خلکو له ننګ او ناموس څخه دفاع وکړي په ټاکنو کې د اشرف غني د بریالي کیدلو اعلان ته په مورچې کې ناست دي. یوناني متل دی چې وايي « چې خدای څوک وهي اول عقل ترینه آخلي».  ځکه خو معلم عطا په پردي خیرات کې سپي په ډانګو وهي، د لیوني په شان د رنګارنګ حرکتونو نارې وهي او د دولتي ودانیو د نیولو ګواښونه کوي.  
 پاته دې نه وي چې دوی په دا شان کارونو روږدي دي او په چور او چپاؤل کې اوږده سابقه لري. د هېواد رښتینو او په وطن مینو امنیتي اورګانونو ته په کار ده چې په دې حساس وخت کې د بانکونو، موزیمونو، مارکیټونو او نورو مهمو ځایونو اوعامه شتمنیو امنیت په ښه توګه ټینګ کړي.  
  معلم عطا ټولو خلکو ته معلوم دی چې د جمیعیت یو عادي قوماندان ؤ. په ږیره کې یې سپږو ځالې جوړې کړې وې. پلار یې هم یو معمولي موچي ؤ او د بوټونو او څپلیو په ګنډلو به یې خپله ګذاره کوله. خو اوس په نړیواله سطحه لوکسې دریشي ګانې آغوندي او د اشرافیانو اکټونه کوي. دا جناب چې اوس د هېواد لپاره په یوه ګواښ بدل شوی، د منطقې په سطحه دولت او دارايي لري. دا یې له کومه کړل؟  
 معلم عطا دا دیارلس کاله د ولایت چوکي په زور برمته کړې او د یوه یاغي والي په توګه یې په شمال کې ځانته پاچاهي جوړه کړې او د حیرتان ګمرک خو بیخي خپل شخصي ملکیت ګڼي.
 دې ډاکو په دومره سپن سترګې سره داسې تاریخي چور او چپاؤل وکړ چې د جایدادونو او دارايي ګانو حساب یې په کالکولېټرهم نشي نیول کیدلی او چې هر ځل له هېواده د باندې سفر کوي په سلګونه میلیونه ډالر له ځانه سره باسي.  
 یو عطا نه یادوم بلکې د دې ډلې هر جنګسالار چې در واخلې همداسې دی او له دومره درغلیو، چور او چپاؤل سره سره بیا هم له کالیو سره د خلکو په سترګو کې ور ننوزي او ځانونه پر حق بولي او وايي چې د خلکو له پاکو رایو څخه د سر په بیه دفاع کوي. افغان ؤلس ته د دوی کارنامې ښې معلومي دي. له نېکه مرغه اوس نړیوالې ټولنې ته هم رسوا شول.
  دوی غوښتل چې په منطقه کې د افغانستان بې ساري انتخابات بدنام کړي خو خدای خپله په شرمو وشرمول. شرمیدل نورسپین وي که تور. داسې ښکاري چې دې خلکو ته نور یوه زره شرم هم نه وی ور پاته. شرم یو خدايي داد دی چې په پیسو نه شي را نیول کیدای.
 راځم اصلي موضوع ته. هغه دا چې ټولو ته د لمر په شان روښانه ده چې عبدالله او ډله یې چې طالبانو له قولابه هم تیر کړي ؤ د آمریکایانود بې اېم ۵۲آلوتکود بمبارد له برکته یو ځل بیا قدرت ته ورسیدل او هغه پخواني وحشتونه یې بیا د افغانانو په زړونو کې را تازه کړل. خو دا ځل د دیموکراسې په نوم. دا دی دیموکراسي یې هم په شرمو وشرموله. اوس آمریکا ته په کار ده چې له افغاني دیموکراسی نه دا ننګین  ټکی ومینځي.
 پاته شوه د تفتیش پروسه،  د ټولې نړی  تر نظارت لاندې دا اوږده او له ستونځو ډکه پروسه پای ته ورسیده او نور د انتخاباتو په مشروعیت کې هیڅ ډول شکونو ته ځای ندی پاته. په کار ده چې نړیواله ټولنه او همدارنګه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نور د افغانستان کړیدلی ؤلس په انتظار کې  پرې نه ږدي او ژر تر ژره  د ټاکنو پایلې اعلان کړي. ځکه چې خلک نور ستړي شوي، دولت له دیوالي کیدو سره مخامخ دی او هېواد د بحران په لور روان دی.
 د تحول او تداوم ټیم دې خبر وي چې د نظار شورا ناروا غوښتنې او چنې پای نلري. د هغوی ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکول به له کړیدلي ملت سره لویه جفا وي. پاته دې نه وي چې د قیمتي ډبرو او نشه یي توکو قاچاقبران په چنو کې اوږده سابقه لري.
 
د یوه ودان او سرلوړي افغانستان په هیله
و من الله توفیق