
ل : ایمن الحماد
ژ : حماد
داسې ښکاري ،چې افغانستان به دنفوذ پر سر دبلې جګړې ډګر وي ، خو دا جګړه به له تېرې هغې سره توپیر لري لومړنۍ هغه ایډیولوژیکه وه ، خو دا اوسنۍ له ترهګرۍ سره دجګړې ده . اوسمهال موږ د راتلونکو دوو زبرځواکو ترمنځ دسیالۍ نښې ګورو ، خو دا دواړه زبرځواکونه ( هند او چین ) استعماري منطق نه لري ، بلکې دخپلو ګټو په کېسه کې وي .
واشنګټن دهند ملاتړ کوي ،چې دچین لار وتړي او دپاکستان غوښتنو ته برید وټاکي :
واشنګټن دمیراث څښتن دی او غواړي ،چې هر څه خپل ستراتیژیک ملګري هند ته پریږدي له څو کلنۍ جګړې راوروسته افغانستان له داسې ګواښونو سره مخ دی ، چې نور یې دصبر کاسه تر مورګو شوې ده که بل هر هېواد واي دومره زغم یې نه درلود له بل پلوه چین - دامریکا د زړه له پاسه - ملګری غواړي دافغانستان له لارې خپله سوداګریزه پروژه پراخه کړي کټ مټ لکه دافریقايي هېوادونو په څیر دا ډول یوه تګلار امریکا ته سردردې دی .
واشنګټن په افغانستان کې هندته رول ورکوي ؟
واشنګتن غواړي ،چې له افغانستان ووخي دلته یې نږدې 1600 سرتیري او په میلونونه ډالر له لاسه ورکړې دي له وتلو وروسته درې موخې لري :
لومړی : دهغو لاسته راوړنو ژغورنه ،چې دوی په تیرو لسو کلونو کې تر لاسه کړې دي په دې کې دامنیت ټینګول ، دافغان ملي اردو روزنه واشنګټن غواړي ،چې په دې ډول د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې خپل شتون ثابت کړي .
دویم : واشنګټن غواړي ،چې هند دخپل ځایناستي په توګه دلته پریږدي او غواړي پاکستان ته یو پیغام ورسوي ،چې موږ پر تاسې دیو باوري ملګري ګومان نه شو کولای او نه له ترهګرۍ سره په جګړه کې درباندې باور کېدای شي ان ،چې دامریکا دفاع وزیر لیون پنیټا خو وايي : پاکستان دترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی ، خو په افغانستان کې دهند شتون بیا داسلام اباد لپاره اندېښنه ده ځکه اسلام اباد کابل ته دخپل ستراتیژیک عمق په سترګه ګوري هند بیا په افغانستان کې دامریکا تګلارې پلې کوي .
درېیم : متحده ایالات غواړي ،چې چین راګیر کړي او دخپل سمندري ځواک او بیړیو 60% برخه یې ارام سمندر ته لیږدولې ده ځکه هلته دچین ختیز او سویلي بندرونه دي او په سویل کې بیا دامریکا ستراتیژیک ملګری هند پروت دی . امریکا پوهیږي ،چې افغانستان نشي کولای چین ته برید وټاکي او نه پرې دومره باور کېدای شي ځکه خو هڅه کوي ،چې په افغانستان کې دهند نفوذ ته لار پرانیزي دا مهال به یې پاکستان هم قیضه کړې وي او هم به یې پر چین لار بنده کړې وي .
په افغانستان کې چینايي شتون :
چین ، افغانستان ته یوازې دجیوسیاسي اړخه نه ګوري ، بلکې ځینې نور لاملونه هم شته ،چې چین دومره لېوالتیا لري په افغانستان کې خپل شتون ته لار او زمینه برابره کړي تر ټولو مهم لامل یې تیل دي او دامریکايي جیولوجیستانو له انده ،چې قیمت یې نږدې یو ملیارډ ډالرو ته رسیږي . پکین دتیلو دڅاکانو راخپلولو ته تږی دی او دا څو کاله کیږي ،چې په دې برخه کې لګیا دی کار کوي په تیر اپریل کې دچین دتیلو ملي شرکت دورځې نږدې 5000 بیلره اومه تیل راویستې دي .پردې سربېره چینایان له امریکایانو سره سیالي کوي ،چې هغه تړون / قرارداد تر لاسه کړي، چې په راتلونکي اکتوبر کې به اعلان شي .
همدارنګه چین هڅه کوي ، چې دکانونو ډګر ته له پراخو لارو ورننوځي دوی دعینکو دمس کان هم تر لاسه کړې دی ویل کیږي ،چې دا کان نږدې 11 میلونه ټنه مس لري چین پوهیږي ،چې په افغانستان کې د یو تریلیون ډالرو په اندازه سره ، مس ، وسپنه او نور کانونه لري همدا لامل دی ،چې دزبرځواکونو ترمنځ به په ګانده کې سیالي نوره هم ډیره شي دا زبرځواکونه که چین ـ هند وي او یا چین – امریکا وي ، خو ټول به هڅه کوي ، چې افغاني کیک کې خپله برخه ولري دیادونې ده ،چې چین دې کیک ته ورنږدې شوې دی .
پر افغانستان دچین دپاملرنې او لېوالتیا بل لامل دادی ،چې پکین افغانستان ته دمنځني ختیځ د دروازې په سترګه ګوري ځکه په خلیج کې دانرژۍ ډیرې سرچینې شته ،چې چین ورته اړتیا لري چین له قزاقستان ، تاجکستان ، قرغیزستان سره اوږده پوله لري ، خو هلته وار له مخه دچین او هند تر منځ په رښتیني مانا سیالي پیل شوې ده او واشنګټن له هند سره په پراخه کچه مرسته کوي ځکه غواړي ،چې هند په منځنۍ اسیا کې نفود ولري او چین څنډې ته کړي . خو چین بیا دخپلو نورو ګاونډیو په پرتله افغانستان غوره بولي او لاملونه یې دوه دي : افغانستان له اقتصادي اړخه اوس اومه توکي ډېر لري او ترڅنګ یې دسیاسي هویت په لټه کې دی او له چین سره کومه تاریخي ستونزه نه لري آن ، چې دطالبانو دواکمنۍ پر مهال یې هم اړیکې نورمال وې او دپخواني شوروي اتحاد دیرغل مخالفت کړې و ځکه خو افغانستان دچین لپاره تیاره مړۍ ده او په اسانه دافغانستان بازار ته ننوتلې شي او پرته له دې ،چې دحکومت او ولس لخوا ورته ستونزې راوپنځیږي .
دویم : په سیمه کې دپاکستان شتون دچین په ګټه دی پکین داسلام اباد او نوي ډیلي له دښمنۍ ګټه اخلي اوس، چې داسلام اباد اوواشنګټن ترمنځ اړیکې کاواکه دي چین کولای شي ،چې په افغانستان کې دپاکستان له نفوذه ګټه واخلي دا مهال به چین وتوانیږي ،چې په ګرده سیمه کې لاسبری وي ، چین داسې دی لکه یو څوک ،چې درسۍ پر سر مزل کوي ستونزه او اندېښنه به هغه مهال لا پسې زیاته شي که چیرې دافغانستان او پاکستان اړیکې خرابې شي دا مهال به دچین ګټې دهمدې اختلاف ښکار شي دلته نو چین ته ښايي ،چې دخپلو ګټو لپاره دکابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي .
درېیم : چین له ډېره پخوا دا لېوالتیا لري ،چې دورېښمو لار بیا راژوندې کړي دا پروژه دامریکا له هغې سره په ټکر کې ده واشنګټن د( نوي وريښمو لار ) پروژه لري او غواړي ، چې دسویلي او منځنۍ اسیا بازارونه له افغانستان سره وتړي . چینایانو ته تاریخ اوس هم ورپه زړه دی ، چې دا لار په لومړۍ پیړۍ کې په چین کې د ( هان ) کورنۍ دواکمنۍ پر مهال له افغانستان ، ازبکستان ، دایران له لویدیز تېریده او بله لار له کابل ، اوسني پاکستان څخه خلیج ان تر روم پورې غځیدلې وه اوس کلونه وروسته تاریخ یو ځل بیا تکراریږي افغانستان به بیا دلویو لارو او ګټو مرکزي نقطه وي .
دافغانستان په اړه دپاکستان دریځ
که هندوستان په افغانستان کې دهر ډول نفوذ لپاره لاس وپښې وهي پاکستان لاس ترزنې نشي کیناستې او هڅه به یې دا وي ،چې ددې نفوذ دمخنیوي په موخه پر چین ډېر حساب وکړي دچینايي چارو کارپوه اندروسمول وايي : پاکستان تمه لري ،چې چین به دافغانستان مهم اقتصادي ملګری شي او بیا به هلته دهند دنفوذ مخنیوي وکړي .
اوسمهال پاکستان داسې یو ګاونډې ،چې ولسمشر کرزي ته دومره ګران او منلی نه دی ځکه خو سیاسي حیثیت نه لري ، خو دجغرافیې دجبر له مخې دکرښې دواړو خواوو ته یوه ولس اوسیږي ،چې دوی بیا له حکومتي اړیکو پرته راشه درشه لري ،چې دپاکستان سیال هند بیا دا بخت نه لري هند هڅه کوي ، چې دبیا رغونې او مهمو پروژو پر جوړونې ځان افغانانو ته نږدې کړي تر اوسه یې له کابل سره یو ملیارد ډالره مرسته کړې ده . داسلام اباد بیا ستونزه ده ان ،چې امریکا یې هم نه مني او نه پرې پوره باور کولای شي اسلام اباد اوس داسې انګیري ، چې نور یې په افغانستان کې څوک نه غواړي او نه یې هغه پخوانی اغیز شته ځکه اوس دخپلو کورنیو ستونزو دحل په لټه کې دی او دا یې له وسه پوره نه ده ،چې باوري ملګری شي .
دهند او چین پر اړیکو دسیالۍ اغیز
سره له دې ، چې دواړه هېوادونه سرحدي ستونزې او پخوا یې دپولو په اړه جګړه هم کړې ده ، خو اوس د دواړو اړیکې په تدریجي توګه ښې شوې دي او دپراختیا په برخه کې یې پراخه ګامونه پورته کړي ، خو اوس ،چې متحده ایالات هند پر چین غوره بولي داسې ښکاري ،چې چین به دا ونه مني ،چې تیاره مړۍ دې وي ځکه چین پوهیږي ، چې واشنګټن هندوستان نازوي او په منځنۍ اسیا کې ورته دنفوذ لارې چارې وربرابروي پکین وايي : له نژادي او جغرافیوي اړخه دا سیمه زموږ ده موږ نه غواړو ،چې دواشنګټن ملګري مو دوچې او سمندر لخوا محاصره کړي که څه چین پر نظامي لارو چارو فکر نه کوي ، خو دا ځل به دخپلو پولو دساتنې په موخه هر څه وکړي .چین په منځنۍ اسیا کې پر سیاسي نظامونو دخپل پیاوړي اقتصاد پر مټ دسیاسي اغیز دښندنۍ په هڅه کې دی دا مهال به دچینایانو ستونزه له هندوانو سره نه ، بلکې امریکایانو سره وي ځکه اوس دهند په پرتله دچین نفوذ ډیر دی اوس به چین هڅه کوي ،چې هند او امریکا دواړه دخپل نفوذ دساتنې په موخه له دې سیمې وشړي .
دچین او هند دستونزې اغیز به یوازې به ددواړو هېوادو پر ګاندې نه وي ، بلکې له دې به هم وراخو وي او دبریکس - په نړۍ کې د ډیرې ودې لرونکو هېوادو برازیل ، چین ، روسیه ، هند ، سویلي افریقا ایتلاف - هېوادو تړون به هم اغیزمن کړي او دا ایتلاف به لا پسې کمزوری شي دوی له یوقطبي نړۍ سره مخالف دي . ځینې شننونکي وايي : امریکا غواړي ،چې هند په وچ زور دې سیمې ته راکش کړي او په پایله کې به یې دبریکس هېوادو ایتلاف هم زیانمن کړې وي او د دوو زبرځواکونو ترمنځ به یې ستونزې هم راپنځولې وي او امریکا به په غشي دوه ښکاره کړي وي په بله مانا له چین او هند دواړو به ځان خلاص کړې وي ځکه دا دواړه هېوادونه په نړۍ کې امریکا واکمني ګواښي .