
هغه ډېر سخت دوکان یا کاروبار پرمخ بېو، همداسې ده؟
د ۱۹۷۱ کال د اپرېل په اتمه نېټه د ماسپښین په څلور کم څلورو بجو ولسمشر نیکسون سفیر مک ارتر ته په سپینه ماڼۍ کې هر کلی ووایه. له دوی سره د کیسنجر مرستیال جنرال الکسانډر هیګ هم یو ځای شو، تصویر واخیستل شو، لنډې خبرې تبادله شوې او سفیر ارتر چې سم ځای پرځای شو، نو ولسمشر نیکسون نېغ اصلي موضوع ته ورغی او د خبرو مغز یې را وسپاړه. نژدې ۶ میاشتې مخکې له دې چې برېتانویان له فارس خلیج څخه په بشپړه توګه بهر شي، نیکسون له پنتاګون څخه اورېدلي وو چې لاهم ایران ددې وړتیا نه لري چې د خلیج دفاعي مسولیت پر غاړه واخلي. هغه وویل، چې د شاه لپاره ډېر پیاوړی احساس لرې و.
خو هغه اړتیا درلوده چې په دې پوه شي. ملوان لاییرډ او جنرال هېګ هغه ته وویل، (ایا دوی ددې وړتیا لري؟)
هغه وویل ( شاه یوازې وسایل او توکي نه لري همداسې نه ده الکساندر؟ همداسې نه ده هغه څه چې موږ وموندل؟ دوی فکر نه کوي چې یوازې حرکت ته اړتیا لري چې دا کار ترسره کړي؟)
هیګ ځواب ور کړ. ( بلې ښاغلیه؛ همداسې احساس شته چې هغه له هېڅ لارې دا کار نه شي کولی.
نیکسون وویل: ( که هغه دا کار وکولی شي دا به ډېره ښه وي،ځکه چې هغه زموږ ملګری دی، همداسې نه ده؟ )
مک ارټر ځواب ور کړ: (هو ښاغلیه؛ بالکل سمه خبره ده.)
ولسمشر پوښتنه وکړه: (هغه نو په ډېرې چټکۍ د خورا مهم ماموریت د تر سره کولو پر لورځِغلي؛ همداسې ده ؟)
مک ارټر ځواب ور کړ: ( هو ښاغلیه؛ همداسې ده، تاسو پر هغه فوق العاده اغېز لرى.هغه (شاه) ماته وویل:( زه لههغه (نیکسون) سره ډېرې ښې اړیکې لرم.
نیکسون وویل: هغه ډېرې سپینې خبرې کوي.
ارتر وویل:(شاه راته په ډاګه کړه چې، زه ستاسو د ولسمشر ستاینه کوم،زه نړیواله ټولنه او د نړۍ دغه برخهستاسو تر مشرانو ( ولسمشرانو کینډي او جانسن ) ښه پېژنم. هغه وویل، دوی په رښتیا په ټوله کې د منځني ختیځ د ټولې پېچلتیا په اړه ښه مالومات نه درلودل).
۶۲ کلن مک ارتر په دویمې نړیوالې جګړې او د کوریا په جنګ کې د امریکايي ځواکونو د قومندان جنرال ډوګلاس ارتر خوریی او د هغه هم نومی و. مخکې له دې چې هغه په ۱۹۶۹زېږديز کال کې په تهران کې د سفارت دنده تر لاسه کړي، مک ارتر په جاپان، اتریش او بلجیم کې د لوړ پوړي امریکايي ډیپلومات په توګه دندې ترسره کړې وې. د مک ارتر کار کونکو د ایران د باچا پر وړاندې د هغه له نرم او شرميندوکي دریځ او لېوالتیا څخه اندېښنه درلوده. د هغه یو پخوانی همکار وايي: سفیر ارتر له شاه څخه وېره درلوده او د هغه پر وړاندې به یې یو نا څاپه واڼې وتښتېدې. د مک ارتر د چاپلوسۍ او نرم دریځ چلند په ورځنۍ توګه د ایراني درباریانو لخوا یاداښت کېده.ډوګلاس مک ارتر له دې کبله د شاه تر اغېز لاندې راغلی و چې شاه ورسره شخصي مرسته کړې وه او د هغه د ناروغۍ درملنه یې کړې وه.
د ۱۹۷۰زېږديز کال د نوامبر په ۳۰ نېټه یو ماښام په تهران کې د امریکا د سفیر د موټرو پر کاروان د وسله والو کمین نیونکو لخوا وسله وال برید وشو. دغه برید د امریکې د سفارت له دروازې یوازې څو سوه متره لرې په یوه خالي ځای کې وشو. مک ارتر وروسته وویل، « دغو هلکانو په موږ ډزې پیل کړې، خو موږ خپل موټر ژر یوې څنډې ته کړ، دوی را ورسېدل او د موټر کړکۍ یې له بهره ووهله. یوه یې تبرګی له ځانه سره درلود. ظاهرا داسې برېښېده چې که ما هڅه کړي وای، چې ځان په موټر کې قلف کړم دوی به پر ښیښه برید کړی وای. دوی تبر را ګوزار کړ او زه یې په څنګل وویشتم.» ددغې پېښې پټول په بيړې سره پیل شول. هغه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي وو، چې « زه ځکه ډېر وېرېدلی او په اندېښنه کې یم چې برید کونکي موږ ته ډېر را نږدې شول. له دې پېښې سره بیا داسې مامله وشوه چې بیا به نه تکراریږي او د ایران حکومت به بیا دا شرم نه رامنځ ته کوي». هغه وویل:«د همدې لپاره د ایران د دربار وزیر اسدالله علم له شاهاو لومړي وزیر هویدا سره تر مشورې وروسته ماته راغلل او ما ورسره موافقه وکړه، چې موږ به په خپله خوښه ددې پیښې په اړه هېڅ نه وایو او که له موږ څخه پوښتنه کیږي نو ځواب به مو دا وي چې تېره شپه د ماښام ډوډۍ له خوړلو وروسته خپل هستوګنځي ته د را ګرځېدو پرمهال موټر ډېر سرعت درلود اوچلونکي اداره نه شو کولى او د سړک له څنډو وښویید او ښیښې یې ماتې شوې او نور هم ورته یو څه زیان واوښت، خو هېڅوک په کې نه دي خوږ شوي. موږ به نور په دې اړه فکر نه کوو چې ایا دا پېښه قصدي را منځ ته شوه او که د موټر د تېز تګ له کبله موټر بې لارې او زیان ورته واوښت، ځکه چې ایران د ناسم ترافیکي وضیعت له کبله هسې هم مشهور دی.»
د دې پېښې دغه جعلي کیسه د شاه، علم او مک ارتر لخوا جوړه او جعلي باور پرې ورکړل شو. د سفارت ساتونکو د تېرې شپې دغه پېښه له نژدې لیدلې وه او د سفارت په دننه کې هر یوه په ډاریدلي ډول په دې تړاو خبرې اترې کولې. د سفیر د موټر کړکۍ ویشتل شوې وې او ښیښې یې ټوټه ټوټه شوې وې. د سفارت په دننه کې د موټرو مستري یا جوړونکي د وروستۍ دروازې په چوکاټ کې لګیدلې مرمۍ وموندله. او تبر د سفیر لاس ټپي کړی و. نو خلک به څه ډول فکر کوي چې دا څه ډول پېښه وه؟
څلور میاشتې وروسته په سپینه ماڼۍ کې نیکسون له مک ارتر څخه وپوښتل چې « ایا دا امکان لري چې د ایران شاه ددې مسئلې د لوی والي په اړه ډېر فکر نه وي کړی، چې اغېزې یې له ایرانه بهر په نورو باندې کېدای شي څه ډول او څومره وي؟» مک ارتر له نیکسون سره موافق و او په ځواب کې یې وویل:« ښه؛ کېدای شي هغه ددې موضوع په یو څه لوی والي فکر کړی وي، خو زه په بشپړ ډول دا نه شم ویلی. هغه څه چې موږ یې هڅه کوو تر سره یې کړو دادي، بې له دې چې یو لړ داسې خبرې وکړو چې زه دې شي ته اړتیا لرم، زه هغه شي ته اړتیا لرم او زه نورو شیانو ته اړتیا لرم،هغه باید له ځانه سره وساتو او د خپل پروګرام سره سم یې روان وساتو. ځکه چې که ته وايي چې دغو شیانو ته اړتیا نه لرم دا زما په اند ناسم نظر دی.» نیکسون وغورېد او ویې ویل:«(بالکل) هغه وخت په وخت د دوزخ پر لور حرکت کوي»
مک ارتر وویل:« ددې لپاره چې شاه خفه نه شي هغه باید د هغو نظامي وسایلو چې د ایران د پوځ له بیا رغونې سره اړه لري او د هغو بنسټیزو توکو د بیې په اړه له شاه سره خبرې ونه کړي چې امریکايي اداره غواړي ایران ته یې ور کړي. او تر دې ډېره مهمه هغه پرسونل یا کسان چې تاسو یې په ایران کې لرئ او اړتیا لرئ چې هلته دې وي،نو ددې ټولو شیانو ټولیزې بیې ته باید پام وشي. دغه خدمات دشاه د پنځه کلن پلان د لومړیتوبونو بنسټونه جوړوي. هغه څه چې سفیر ارتر وویل، دا وو چې هغه د امریکايي حکومت له چارواکو سره کار کاو چې د شاه لپاره د باور نوې لاره برابره کړي چې هغه وکولی شي هغه ټول شیان واخلي چې هغه د کار د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري.
نیکسون په دې ډېرخوښ شو چې مک ارتر ورته وویل. هغه خپله دنده هغه ډول ترسره کوله چې تمه ترې کېده.
مک ارتر وویل: هغه ولسمشر ته ور په یاد کړه چې ایران د اروپا او جاپان په منځ کې یوازینی طبیعي دوست دی. « ښاغلیه ولسمشره؛د جاپان، ناټو او اروپا په منځ کې ایران زموږ یوازینۍ پیاوړې ودانۍ ده، پیاوړی غږ دی او پیاوړی دوست دی، داسې دوست دی چې هرڅه ورسره په ازاد ډول ښکته پورته کولی شو. خو کهموږ هڅې کوو چې هغه څنډې ته او ضعیفه يې کړو نو دا یوه خطرناکه ستونزه ده.» سفیر د خپلو خبرو په دغه برخه کې د ناټو د راتلونکي مشر او د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جوزف لونز خبرو ته اشاره وکړه.
مک ارتر یو ځل له ښاغلي لونز څخه پوښتنه کړې وه چې هغه څه فکر کوي که په اروپایانو باندې د خلیج تېل بند شي، نو څه به پېښ شي؟ لونز وېرونکې وړاندوینه کړې وه:« زه وېره لرم چې لوېدیځه اروپا به بل هېڅ انتخاب ونه لري بې له دې چې د تېلو له تولیدونکو هېوادونو سره یو ډول جوړ جاړی وکړي، ځکه چې بې له دې به ددوی اقتصاداو ملي ژوند دړې وړې شي.»
کله چې ریچارډ نیسکون د ۱۹۷۱ کال په اپرېل کې له سپینې ماڼۍ څخه نړۍ ته کتل د ایران له ممکنې استثنا پرته لږ خوشبینې یې درلوده. بلخوا په اسیا کېفلیپین د چونجیو یو قوطی دی او برما تل ګډه وډه وه او تل به همداسې وي. تاسو پوهیږئ چې برمایان تل یوازې یو ډول وحشي واښه ژووي، چې هغوی ورته تور چای وايي. پاکستان د دوزخ پر لور روان دی. په دې ډله کې ایران یو څه ارام او مختلفه ډوله نړۍ ده. خو اصلي ټکی دادی چې که الله وغواړي چې موږ له دوی سره په لاره تګ وکړای شو نو موږ کولی شو دوی پیاوړي کړو او دوی زموږ ددغه پلان په زړه کې ځای لري او د امریکا د متحدو ایالتونو یو ملګری به وي.
زه تر دې ډېر څه نه شم ویلیځکه چېله اروپا پرته موږ بل مهم دوست موندلی شو؟ د مدیترانې په لوېدیځ کې نور ټول دوستان په خپلو لارو ولاړل. هغه وویل : موږ په دغه سیمه کې مراکش او چوریست له لاسه نه شو ورکولی. په دغه سیمه کې ډېر بدبخته هېوادونه لکه اردن او لبنان پراته دي. دوی د کندې پر لور ور روان دي.
په منځني ختیځ کې د بل هر اسلامي هېواد پر خلاف ایران له اسراییلو سره غیرې رسمي او نږدې اړیکې ساتلې او په متحدو ایالتونو یې فشار وا نه چاو چې په منځني ختیځ کې ولې له یوه یهودي دولت څخه ملاتړ کوي. نیکسون منلې وه چې د ایران باچا په دې مسئله کې فوق العاده ښه نظر والاکس و. شاه په سیمه کې اسراییل او ایران طبیعي متحدین بلل چېد تحمل دوه پیاوړي مرکزونه، دوه منځلاري او د کمونیزم پر ضد نه بېلېدونکې ستراتیژیکې ګټې لري. په ۱۹۶۹ کال کې یوه ایراني چارواکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي وو، « دواړه هېوادونه، اسراییل په یوه خواکې او ایران په بله خوا کې د راډیکاله عربي ملت پالنې او پراختیا غوښتنې له جنجالي مفکورو سرهمخ دي.» په تهران کې د اسراییلو غیرې رسمي استازي چې د سفیر نوم ورته نه کارېده د اسراییلو د سوداګریز ماموریت لپاره کار کاوه. د هغه دفتر د امریکې سفارت ته څېرمه د تخت جمشید په پنځم سړک په یوه کلکه ساتل کېدونکې اډه کې موقیعت لاره چې کومه نښه یې نه درلوده. شاه په دې ډېر ویاړ کاوه چې په ایران کې د مذهبي او قومي لږکيو ساتنه کوي په ځانګړې توګه هغه ۶۰ زره یهودیان چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلو له رامنځ ته کېدو وروسته یې هم په ایران کې اوسېدل غوره کړل. د دوی ټولنه په ایران کې یوه له ډېرو پخوانیو ټولنو څخه ده او ځانونه د عیسویت له زمانې راهیسې له ایراني ټولنې سره تړي.
د ۱۹۷۰ مو کلونو په ترڅ کې د شاوخوا ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت اسراییلو ته هر کال ایراني تېل صادرېدل. شاه تر یوه بریده یوه بې بنسټه ادعا وکړه چې پر اسراییلو د تېلو د خرڅولو چاره د یوه سوداګریز تړون پر اساس د تېلو د هغه کنسورشیم لخوا ترسره شوې وه، چې په ایران کې یې کارو بار کاوه، او د ده له حکومت سره یې هېڅ ډول اړیکه نه درلوده. پر همدې مهال د تهران په نويو سوپر مارکېټونو کې د اسراییلو خوراکي توکي اونشریې خرڅېدې، او د عبري ژبي د ادبیاتو کتابونه په ازادانه ډول د ایران په کتابتونو او ورځپاڼو پلورنځیو کې پلورل کېدل. په داسې یوه هېواد کې چې له سینما سره ډېره مینه موجوده ده، تهران ۸ سینمايي خونې رامنځ ته کړې، چې د فلمونو د وېشلو له څلورو ۳ کمپنۍ یې د اسراییلي وګړو لخوا چلول کېدې. د اسراییلو دولتي هوايي شرکت ( El Al) د تل ابیب او تهران ترمنځ هره اونۍ دوه منظمې تنظیم شوې الوتنې تر سره کولې. دغه الوتنې د ترکیې په فضا ترسره کېدې چې د عربو له فضايي حریم څخه بچ وې. پر همدې مهال اسراییلي انجینرانو او سلاکارانو له خپلو ایراني ملګرو سره د تهران په شمال د قزوین به ولایت کې د ژورو اوبو د سر چینو په موندلو، را سپړلو او د البرز د غرونو په سویلي اوارو لمنو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مرسته کوله. ایرانۍ یهودي ټولنې او اسراییل د شاه د هغه کمپاین په لومړۍ کرښې کې په هڅو بوختې وې چې ایران عصري او په کې د مذهبي کړیو اغېز له منځه یوسي. له اسراییلو سره د شاه د پخلاینې او منځګړتوب تګلارې د خپلو ډېرو خلکو د هیلو سره خلاف چاره وه، په ځانګړې توګه د پوهنتونونو د ځوانو ایرانیانو له نظر سره چې د یوه خپلواک دولت د رامنځ ته کولو لپاره یې د فلسطینیانو د مبارزې ملاتړ کاوه او له هغوی سره یې د کلکې اسلامي مینې له کبله پر اسراییلو لعنت وایه. په ۱۹۶۷ کال کې د اسراییلو لخوا د ایران په مسلمانو عرب وروڼو په ۶ ورځنۍ جګړې کې د بري نمانځل ددې لامل شو، چې د ایران په سړکونو کې د اسراییلو پر ضد لاریونونه وشي او د فلسطینیانو له پاڅون څخه ملاتړ وشي، ځکه چې دوی په دې باور وو، چې امریکا له اسراییلو ملاتړ کوي او دا دواړه د دوی ګډ دښمنان دي.
پر همدې مهال د ایران د باچا لخوا د بسونو د کرایې پورته کول اعلان شو او د ۱۹۷۰زېږديز کال په فبرورۍ میاشت کې د بسونو سیستم ګډوډ شو. دا کار ددې سبب شو چې د تهران په سړکونو کې د سلګونو زده کونکو او لاریون ضد پولیسو ترمنځ شخړې رامنځته شي. د امریکا سفارت واشنګټن ته په تېلیفون وویل:«لاریون ډېر ژر په ملت پاله سیاسي لاریونونو بدل شو، د امریکا، اسراییلو او حکومت پر ضد سختشعارونه ورکوي.» خو ښاغلي مک ارتر د واشنګټند ډاډه کولو په برخه کېتلوار وکړ او ویې ویل:«د لاریون کونکو لخوا په ډاګه شوي احساسات دومره مهم نه دي.» دوه میاشتې وروسته د فوټبال تر ۳۰ زرو زیاتو مینه والو تر هغه وروسته د اسراییلو پر ضد شعارونه ورکړل او سړکونو ته را ووتل، چې د دوی فوټبال سیمه ییزې لوبډلې ته د اسراییلو د لوبډلې لخوا ماتې ورکړل شوه.
له اسراییلو څخه د ایران د شاه د ملاتړ لامل دا وو چې د سعودي عربستان پر وړاندې دفاع وکړلی شي، چې د خلیج د تېلو ستر زېرمه لرونکی هېواد دی. دښمني تر دې کچې وه که چېرې سعودي عربستان او د تېلو سیمو ته یې په کوردننه دبنسټپالو یا اسلامپالو ډلو لخوا کوم ګواښ پېښېده، نو شاه به هغه لومړنۍ کس وي چې ددغو ډلو او کسانو همغږي کولو ته به ورمخ ته کیږي، چې خپل سیال پرې له پښو واچوي. له نیکسون سره په یوه ناسته کې مک ارتر ولسمشر ته وویل: د سعودي عربستان له باچا ملک فیصل سره ستونزه دا وه، چې هغه په روانه لوبه کې ډېر وروسته د خپل شاهي فیوډالي سیستم اصلاح کول پیل کړل.هغه وویل:«حالات به ډېر بدل وای که هغه دا اصلاحات یا سمونې هغه مهال پیل کړې وای چې په ایران کې شاه ستر ټولنیز انقلاب رامنځ ته کړاو ښاغلیه دا یو بشپړ انقلاب دی.»
مک ارتر د شاه د ۱۹۶۳ کال سپینې کودتا ته داقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو د پرمختګ د هيلو د یوې بستې په سترګه کتل، همدارنګه یې هیله درلوده چې د کینډي د ادارې هغه هیله هم پوره او ډاډه شي چې پهلوي پاچا د پرمختګ پر خوا روان دی. په دغه انقلاب کې: د ایران د ځنګلونو او اوبو لګونې سیستم ملي شو. د شاهي کورنۍ ملکیت او د پاچا پراخ جایداد یا ځمکه د کلیوالو بزګرو په خوښه ووېشل شوه. د ښځو د سیاسي حقونو او رایې ورکولو ضمانت رامنځ ته شو. د ورغتیا، سواد او بیا رغونېاو پرمختیا سازمانونه رامنځته شول. کارګري ټولنې او د کارګرو د ګټې شریکولو مسئلې په رسمیت وپېژندل شوې. دارنګه شاه په دې وتوانېده چې ډېر لرې پاتې مخکښ نیوکګر په دنده وګماري. خو د انتظار خلافدغو طبیعي اصلاحاتو شیعیه مذهبي بنسټونه په غوسه کړل. مذهبي مشران، ملایان او په ځانګړي توګه هغه کسان چې د ښځو له ازادۍ سره مخالف وو په دې پوهېدل چې د دوی د هېواد ټوټه ټوټه کېدل به د دوی اغېز په عامو خلکوکې ضعیفه کړي او دوی به له مالي اړخه د پهلوي دولت په مرستو پورې وتړي. دوی له سپینې کودتا نا هیلې شوي وواو داسې یې اظهاروله چې دغه انقلاب د اساسي قانون خلاف او غیرې اسلامي دی او د هغه قانون غندنه یې کوله چې امریکايي سرتېرو ته یې د ایران په خاوره کې د جنايي کړنو د ترسره کېدو پر مهال له عدلي تعقیب څخه معافیت ورکړی وو. شاه یو ځل بیا په ملایانو ژبنی برید وکړ او هغوی یې له بې حسه او نیم ژوندي مارانو او سپږو سره پرتله کړل، چې په خپلو چټلیو ژوند تیروي. او دوی یې وګواښل چې ( د قانون منګولې به لکه د اسمان تندر دوی په سر ووهي او هر څومره جامې چې دوی اغوستې وي شاید د دوی کثافت او شرمیدلی ژوند پاک یا له منځه یوسي.)
د ۱۹۶۳ کال د جون په درېیمه یوه جذاب عالم روح الله خمیني په کلکو ټکو کې د هغه د توهینونکو خبرو له کبله په ترخه انداز کې شاه ته اخطار او ځواب ورکړ« او ښاغلی شاه، محترم شاه؛ دغه بې عقله حرکات او کړنې دې خوشې کړه. زه له خلکو نه غواړم چې له تاسو مننه وکړي تاسو باید نور هېواد خوشې کړی. زه نه غواړم چې ستاسو پلار واوسم.) خمیني له دې وینا وروسته د دولتي امنیتي پولیسو لخوا ونیول شو او بندي کړی شو، چې له کبله یې د ایران په لر او بر کې په ښارونو او سړکونو کې خلک لاریونونو ته را ووتلاو له پولیسو سره په شخړه او خطر ناک تاوتریخوالي کې ښکېل شول او په لنډ مهال کې یې سلطنت له ګواښ سره مخ کړ. د دولت او ملایانو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړې د رامنځ ته کېدو اصلي زړی لومړی وزیر هویدا وو. هغه امنیتي ځواکونو ته امر کړی وچې په لاریون کونکو ډزې وکړي چې تیت پرک شي. دغه امر یا لارښوونه د ۱۰۰ کسانو د ژوند په بیه تمامه شوه. دې پوښتنې چې له خمیني سره بلاخره څه وکړو شاهي ماڼۍ سخته په غوسه کړې وه. د بحران پر مهال د ساواک(SAVAK) مشر جنرال حسن پکروان و، چې په محاکمو یو له اغېزمنو کسانوڅخه واو ښه نفوذ یې په کې لاره. هغه مهال چې هغه د امنیت مشر ود بندیانو او خلکو ځورول منع واو حکومت له خپلو مخالفینو سره د ډیالوګ او خبرو اترو دروازې پرانیستې وې. ( ملکې فرح هغه د قوي فرهنګ، کلتور، زیرک، هوښیار او بشر پاله شخصیت بللی و. ) شاه دغه شخړې د پکروان د سپارښتنو پر اساس غلې کړې او له دغې سختې ازموینې بریالی راووت او ښاغلي پکروان شاه ته وویل، په کور دننه د سولې د ساتلو په موخه، ښه داده چې ددې لپاره چې روح الله خمیني د خیانت په تور اعدام کړو، هغه بهر ته تبعید کړو. کار همداسې تر سره شو،خمیني لومړی له ایران څخه ترکیې ته تبعید کړی شو او بیا عراق ته واستول شوچې هلته دواړو حکومتونو پههغه باندې له نژدې څارنه کوله. خو کله چې خمینې له خپلې لارې بې لارې شواو شاه داسې احساس کړه چې هغه ته د ایران له مذهبي ښي اړخ څخه ګواښ متوجه دی، نو ددغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره یې هڅه وکړه چې خمینې له دغه هېواده بهر کړي،هغه بلاخره فرانسې ته تبعید شو او شاه بېرته د ایران د عصري کېدو په ریښتیني پروګرام کار پیل کړ چې د هغه د شاهي نظام برخلیک ورسره نغښتی و. د سپینې ماڼۍ چارواکو د خپل دوست په کور کې روان جریانات او پېښېپه ځیر او لېوالتیا څارلې. امریکايي چارواکي نور په دې ډاډه شول چې د دوی شاه له ژور ناورین څخه بریالی راووت او اوس یې کور له دوړو پاک شو.
په ایران کې د امریکا سفیر مک ارټر ولسمشر نیکسون ته ډاډ ورکړ چې (( اساسا هلته په ایران کې امن او امان دی او په خپل ځان باندې یې وروستۍ مرګونې هڅه نا لیدلې وبلله. شاه په بشپړه توګه کمونستان او د تودې ګوند بې وسلې کړل. په ایران کې د پوهنتون د محصلینو د نا ارامۍ پوښتنې ته په ځواب کې مک ارتر وویل، لس په سلو کې یې اوس فعال دي )). نیکسون د تېلیفون له کرښې د مک ارتر او هېګ په زوره ( قهقه خندا او غورېدا واورېده او غلی شو.))
هېګ وویل: زما د هېواد په پرتله ۵۰ په سلو کې
مک ارتر د هیګ خبره تایید کړه او ویې ویلدوی غواړي په دې مسئله کې یوازې ددوی اواز لوی وي، خو شاه ډېر هوښیار شخص دی او په دې ښه پوهیږي چې کله ته یو څوک اخلې او هغه هم له فیودالیزم څخه وي او تاسو غواړي چې د فیوډالیزم له خېټې هغه را وباسئ، لکه یوه قابله چې د مور له خېټې ماشوم را وباسي، نو تاسو به اجازه ور کړئ چې مور په تکلیف نه شي او ماشوم هم ښه را بهر کړئ شي. دا هغه څه دي چې هغه تر سره کړل. اوس هغه یوه ډېره ښکلې مغازه چلوي خو غواړي چې دغه دوکان ښه پیاوړی کړي.
( نیکسون په ډېرې خوښۍ سره وویل: هغه تل کوښښ کوي چې یو ګام له دوی څخه مخکې وي، هههههه ؟.)
( هغه ماته په دا بله ورځ پر تېلو له خبرو دمخه وویل: هغه کولی شي. هغه وویل چې په دې اړه یې خبرې کړې دي چې څرنګه نوروعوایدو ته اړتیا لري. هغه ماته وویل ښاغلی سفیره، زه ډېرو روغتونونو ته اړتیا لرم. زه په خپلو کلیو کې ډیرو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لرم. زه ډېرو کارګرو او کورنو ته اړتیا لرم. زه د خپلو خلکو لپاره ډېرو ښوونځیو ته اړتیا لرم. هغه وویل، زه باید دغه ټول کارونه ترسره کړم. )
( هممممم: ولسمشر په روښانه له دې خبرو اغېزمن شوم.)
( هغه په ژور فکر کې لاړ، هغه ژورو ټولنیزو اصولو ته پراختیا ور کړه.)
( نیکسون په ډیر فکر سره وویل: زه یوازې دا هیله کوم چې په نړۍ کې څو نور مشران هم د هغه په څیر هوښیار او دانا پیدا شي. د چارو د ادارې او ترسره کولو لپاره د هغه وړتیا د ستایلو وړ ده او هغه په داسې بې خطره لارې واک چلوي، چې یو ډول دیکتاتوري ورته ویلی شو، خو راځئ دا وګورو چې که موږ د نړۍ په دې برخه کې د امریکا په څېر ډیموکراسي غواړو نو زما په باور دلته کار نه ورکوي. کار به ورکړي؟ ډیموکراسي په افریقا کې چې خلک یې تازه له ونو را کوز شوي اوس کار نه ورکوي. لږ تر لږه ایران تر یوه بریده په خپل تاریخ کې مدنیت لري. ډیموکراسي هغه نعمت دی، چې ډېرو کمو ملتونو ته ور په برخه شوی. دوی هم د ډیموکراسي نعمت په کرار کرار تر لاسه کولی شؤ او اوس ورته هغه ډول چې موږ غواړو تیار نه دي، تاسو په دې پوهیږئ چې همدې مسئلې برېتانیا له دوزخ سره مخ کړه او د اوږدو کلونو لپاره پرې وینې وبهول شوې، غوغا جوړه شوه، د پاچایانو سرونه پرې ولاړل او پایله یې دا شوه چې هغوی خپل سیستمونه لا هم عملي کوي.