
د توکل کولو لپاره د توکل کوونکو ترټولو زورور دليل نصيب دی. خو دوی په دې نه پوهېږي چې په هڅه او هاند سره نصيب هم بدلېدی شي. توکل داسې نه دی چې سړی دې د ونې بوټي غوندې پرځای ناست يا ولاړ وي او هرڅه به لکه يو بزګر الله تعالی ور رسوي. انسان ته د انسان د پېدايښت د منشاء، ژوند، چاپېريال او تنسل پر اساس د کار او زيار کولو قرآني او پيغمبري هدايات شوي. پکار ده چې کار وکړي او د يو کار د ګټې او تاوان له سنجولو وروسته د کار د پايلې په اړه پر الله تعالی پوخ توکل وساتي. نه داچې:
آب وخور لکه ګياه په ځای رارسي
په خپل کور کې مې سکون دی هم رفتار.
توکل مې لاس پښې سره کړه په نکريزو
چې په ځای يې کېنولی يم قرار.
رحمان بابا
ښايي د بابا دا او دا ډول نور افراطي شعرونه څو علتونه ولري؛ بابا حقيقي عاشق و. ممکن د عشق ځينو پړاونو او جذبو لږ له اعتداله مخکې تېر کړی وي. کله کله ځينې تصوفي مقامونه چې په ځانګړو کسانو پورې اړوند وي د انسان د طبيعت سره سم مختلف حالات پيدا کوي اوپر متصوف ځينې قيودات وضع کوي. يا داچې د انسان له وسه بشپړ اعتدال نه دی پوره نو انساني ټولنه د هر افراط په مقابل کې تفريط او د هر تفريط په مقابل کې افراط زېږوي. مثلاً: په هردور کې داسې خلک لږ نه وي چې د دنيا مينې او سرګردانۍ له خپل پردي څه چې د الله تعالی له بندګۍ هم ويستلي وي خو د دوی اپوټه داسې خلک هم ډېر وي چې پرته له کوم اساسي دليله يې دنيا ته لته ورکړې وي. بس د وخت په تېرېدو سره د دې زېږونې پايله نسبي اعتدال راوځي. نو ټولنه د يو بل د تجربو پر اساس ورو، ورو وده کوي.
له حمزه بابا يې وپوښتل: ستا دا ډول بيتونه چې خدای(ج) که هم انسان وی نو پښتون به وی. له شرعي حده تېر او ډېر افراطي مفهوم نه افاده کوي؟ ده يې په ځواب کې وويل: ما خلک وليدل چې له پښتو او پښتون سره ډېر بد چلند او له تفريطه ډک غبرګون ښيي. بناءً ما په دې برخه کې افراط غوره کړو ترڅو دغه مسله په خپله اعتدال ته راشي.
مګر له دې سره سره هغه څوک چې ژوره مطالعه نه لري او يا د شعر تل ته په اسانۍ سره نه شي کوزېدی له دا ډول افراطي شعرونو ناسمه مانا اخلي، کاروبار او ټولنيز ژوند ته شا اړوي. همدا وجه ده چې ماته به پلار زما د تنکۍ ځوانۍ په وخت کې د رحمان بابا دېوان مطالعې ته نه راکاوه.
خو ناپوهي او ناخبري بايد د دې لامل نه شي چې په لوی لاس نړېوال هنرمندان او د دوی غوره پنځونې سپکې وګڼلې شي. د دوی پر اثارو نه پوهيدل او يا ورنه ناسمه مانا اخيستل د نورو ستونزو ده، نه د هنرمندانو.
توکل د پوهې، خبر او تدبير پراساس انسان سترو برياو ته رسوي. خو ړوند توکل انسان له پاڼه غورځوي.
د روژې نهه ويشتمه
۰۴ اسد ۱۳۹۳
حيدرآباد