غزل

 
 ستا د سترگو له ساقيه قربانېږم
اشاره وکړه لاليه قربانېږم
هر سهار له مرگه بيرته راژوندى شم
هر ماښام  له ماښاميه قربانېږم
د ستا نوم چې راته واخلي پسې تښتم
له جينۍ او له ژڼکيه قربانېږم
د وصال په سببونو کې حساب دي
له گودره له منگيه قربانېږم
بوى د زلفو رنگ د شونډو يې اخيستى
له گلونو له سپرليه قربانېږم
ستا په مينه کې غمى د سليمان شو
د ساده  زړه له غميه قربانېږم.
١٣/٠٥/١٣۸٥
حيدرآباد