
د هیلمس ټینګار:
واشنګټن ته د ۱۹۶۹ کال د رسمي دولتي سفر د لیدنې پرمهال « ما د سي. ای. اې (CIA) له مشر ریچارډ هلمس سره د بلیر هوس په پورتني پوړ (بالاخانه) کې له اوږده سهار چایه خوند واخیست .دغه ځای د سپینې ماڼۍ په سړک پروت وو، چې د ایران د باچا استوګنځای هم دلته وو. هیلمس له رضاشاه سره په لومړي ځل په کال ۱۹۵۷ کې تهران ته د هغه د سفر پرمهال ولیدل چې د ایران په خاوره کې د سي. ای. اې CIA د رادار سیستم د نصبولو پر سر د خبرو اترو لپاره ور غلی وو. ددغه رادار د درولو موخه دا وه چې په قزاقستان کې د شوروي اتحاد د میزاییلو د ازموینې څارنه وکړي. ښاغلي هیلمس وویل: « هغه موافقه وکړه چې دی به ددغه کار مسولیت په غاړه واخلي او داسې پرېکړه یې وکړه چې د رادار دغه سیستم به د ایران د هوايي ځواکونو د رادار په سیستم کې نصب کړي چې د ایران بیرغ پرې ورپیږي او په سیمه کې حساسیت را منځ ته نه کړي او وروسته دې امریکایان د ایران د هوايي ځواکونو د سلاکارانو او مشاورینو په لباس کې هلته خپل کار وکړي.» دویمه دغه ډول اډه په ۱۹۶۰ مو کلونو کې په ایران کې جوړه شوه. سي ای اې دغو اډو ته د هغو لومړنیو هڅو په سترګه کتل چې متحدو ایالتونو ته د توغندیو په برخه کې دا چانس او برتري ورکوي چې د شوروي اتحاد د توغندیو د سیستم او واټن په اړه له نژدې مالومات تر لاسه کړي. هلمس د ایران له باچا سره په غیرې مستقیم ډول د خپل ځوان ورور پیسرسل له لارې په اړیکه کې وو. پیسرسل د ایران د هغه مهال له شهزاده محمد رضاشاه پهلوي سره په ۱۹۳۰ مو کلونو کې د سویس په لي روسي کې په یوه ښوونځي کې وو. هر ځل به چې شاه واشنګتن ته راغی ډیک هیلمس به یې لیدو ته ورته او شاه ته به یې د استخباراتي مسلو په اړه معلومات ور کول.
د سي. ای. اې مشر د ایران له باچا مننه وکړه چې د خلیج په ایرانۍ ساحلي غاړه یې د سي ای اې د یو شمیر نورو مرکزونو د جوړیدو اجازه ور کړه. هیلمس په ۱۹۶۹ کال کې له شاه سره د خپلې لیدنې په اړه وايي:« شاه زه په څټ کې په کراره په څپیړه ووهلم او له دغې پروژې سره یې خپله لیوالتیا په ډاګه کړه » وروسته یې وویل چې ایران له ډیره وخته نه غوښتل چې د دوی په دستګاوو کې دې امریکايي څراغونه یا بریښنايي ګروپونه وځلیږي، خو په ډاګه یې کړه چې هغه لیواله وو چې مونږ ته د ایران په هر ځای کې چې وغواړو ددې چانس را کړي چې خپل هر ډول تخنیک او سیستمونه ولګوو، څو دوه اړخیزه ملګرتیا او ګټې پیاوړې شي.
دا د ښاغلي هیلمس غوږونو ته یو ډول خوندور موزیک وچې د اورېدو په تمه یې وو. اسناد ښيي چې ښاغلی هیلمس په وار وار پر ایران د وسلو پلورلو پر مسئلې په بحثونوکې د شاه خوا نیولې او د هغه په طرفدارۍ به یې نظر ور کاوه. لکه ښاغلی ویلر، لایرډ او روجرز، هلمس په ښکار هغه ستراتیژیک منطق رد کړ چې شاه دې ډېرې وسلې نه اخلي. هغه اعتراف وکړ چې د ایران د باچا د وسلو اخیستو یا لرلو غوښتنه په ډېرې اسانۍ سره رد شوه. هغه وویل:« دلایل به یې دا ورته ښوول چې قیمت یا بیه یې ډېره ده، اړتیا ورته نه شته، ایران یې وړتیا نه لري او نور ډول ډول پلمې به یې ورتهکولې.» خو د هیلمس له نظره دا ټول تر هغه ډېر ناچیزه توکي ووچې ایران د سي. ای. اې د جاسوسۍ د مرکزونو د ورکړې په بدل کې غوښتل. ښاغلی هیلمس وايي ایران د امریکا د استخباراتي مرکزونو کوربه و: ( دغه اډې زموږ ملي امنیت ته خورا مهمې وې.)
افغانستان هم د یوه مهم او ستراتیژیک تر کار لاندې ځای په توګه له سیاسي اړخه موږ ته داسې یو ځای نه وچې د شوروي اتحاد پر وړاندې دې د جاسوسۍ لپاره ترې کار اخيستل کېداى شواى. «هلته په افغانستان کې داسې ځای نه و چې که ایران موږ منع کړي چې موږ له هغه ځایه دغه فعالیتونه ترسره کړو او مالومات یې واشنګټن ته واستوو. دغه مرکزونه په ټوله کې د ایران د باچا د رضایت په دوام پورې تړلي وو، چې موږ ته یې دا اجازه را کړې وه، چې دلته د ترسره کړو عملیاتو را ټول کړي مالومات په چټکۍ سره امریکا ته واستوو.»
ښاغلي هیلمس په یوه یاداښت کې د ۱۹۷۰زېږديز کال د اپرېل په ۱۶ نېټه خپل احساسات په ډاګه کړي وو او کیسنجر نیکسون ته د ایران ډېره ستاینه کړې وه او هغه یې د ثبات جزیره بللې وه، هغه له هيلمس سره دغه مسئله شریکه کړې وه « داسې لږ دلایل شته چې د شاه غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړل شي.» دغه سپارښتنه له هغه وروسته راغله چې هغه وویل ایران ته د پوځي مرستو د نه پراختیا پر ضد بحث ددې لپاره وچې د ایران پورونه په یوه مصئونه او خوندي اندازه او چوکاټ کې پاته وي. کیسنجر وايي دا یو داسې نه رد دیدونکی حقیقت و چې شاه د عیاشۍ مصرفونه پیل کړي وو. هغه وویل«د ایران د پورونو کچه له وړاندې ډېره اوچته وه؛ خو دا ډېره ستونزمنه ده چې ووایو البته د ایران د پورونو کچه ډېره اوچته ده. څه ډول ویلی شو چې د پور کچه تر دې اوچته ده چې په ایران کې د اندېښنې سبب شي.»کیسنجر وايي دا د پوهېدو وړ وه چې شاه داسې یو کس و چې د بيړې پر وخت به یې خپل ټول تر لاس لاندې منابع او امکانات کارول. کیسنجر دارنګه د هیلمس نظر داسې را اخیستیو:« دلته دا پوښتنه مطرح کیږي چې ایا د فارس له خلیج څخه په رښتیا هم ایران ته هغومره ستر مخامخ نظامي ګواښ متوجه و چې شاه یې وېره درلوده ؟»
یوه میاشت وروسته د مې په ۱۴ نېټه د مازدیګر په ۳ بجو ولسمشر نیکسون په سپینه ماڼۍ کې د شمال غاړې د کمونستانو ضد ټلوالې د هېوادونو(پاکستان، ایران، ترکیې او بریتانیې) دبهرنیو چارو وزیرانو ته د مرکزي تړون CENTO په غونډه کې د ګډون لپاره هرکلی ووایه. ددې رسمي ناستې او بحثونو په پای کې نیکسون د ایران د بهرنیو چارو وزیر اردیشیر زاهدي ته په ګوته اشاره وکړه چې د سپینې بیضوي ماڼۍ هغه وړوکې خونې ته له ده سره لاړ شي. هغه د بهرنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل چې دده یو پیغام شاه ته ورسوي. نیکسون وروسته هغه وړاندیز ته اشاره وکړه، چې شاه ته د وسلو خرڅولو یا ورکړې په تړاو یې د ده سر ور ګنګس کړی و او غواړي په دې برخه کې بیروکراسي کمه کړي. هغه وویل «غواړم د شاه لپاره یوڅه ترسره کړم. دا کار دې په یوه وړوکي چوکاټ کې چې لایرډ او ویلر په کې وي تر سره شي.» وروسته تر دې چې د ایران د نغدو پیسو د لېږد په ستونزو او د شاه په هغه پلان خبرې وشوې چې غواړي د نفتو عواید زیات کړي، نیکسون د پام وړ او قاطع لاسوهنه وکړه او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زاهدي ته یې خورا نادره خبره وکړه:« شاه ته ووایه چې موږ ته د تېلو د بیو دلوړوالي له اړخهڅومره چې غواړې هغومره ډېر فشار راکړې یانې بیې لوړولی شي. کله چې تاسو د اوږد مهال لپاره دا کار ترسره کړی نو تاسو به د ایران د خلکو او د ایران د پرمختګ لپاره ډېرې پیسې ترلاسه کړئ او زه به ستاسو ملاتړ وکړم.» دا داسې خبر وچې د ایران باچا یې له ډېره وخته د اورېدو په تمه بې تابه واو تمه یې دا وهچې هغه به د تېلو د بیو په پورته کولو سره بلاخره وکولی شي د تېلو د تولید په لوېدیځوالو کمپنیو او د تېلو په لوېدیځو اخیستونکو فشار راوړلی شي، چې دده غوښتنې ومني. خو په دې برخه کې تر ټولو ښه نوې خبره دا وه چې هغه وتوانېده په دې برخه کې د سپینې ماڼۍ ملاتړ هم تر لاسه کړي. ولسمشر نیکسون شاه ته وویل، هغه به په شخصي ډول د شاه له پلانه ملاتړ کوي او په عامه مجبوره دی چې ددغه کار مخالفت وکړي. دا یو فوق العاده حقیقت وچې نیکسون مخامخ یو څه او د پر دې ترشا یې امریکایانو او د نړۍ اقتصاد ته په یوه داسې مهمهمسئله کې ظاهرا داسې پرېکړه وکړه چې په هېڅ ډول یې د بیې ارزونه او د خطر تحلیل نه وو کړی. خو په هر صورت کیسه دغه ډول چې نیکسون د ایران په ګټه پلان کړې وه ترسره نه شوه، چې د لوېدیځو کمپنیو ملي پانګه په منځني ختیځ کې د تېلو باچاهانو ته ورسیږي. له همغه پیله د امریکایانو د ژوند بنسټونه په داسې ماتېدونکي او ناسم ډول بنا شوي ووچې د ورکول کېدونکې انرژۍ په ورکړې او بندېدو سره دړې وړې کېدل.
د نیکسون نږدې همکارانو او مرستیالانو د هغه له مداخلې په نا خبرۍ کې پر ایران د وسلو د خرڅلاو د بندیزونو د ساتنې پر مثبتو اغېزو بحثونو ته دوام ورکاوه. په واشنګتن کې د یوه معلوماتي کنفرانس پرمهال سفیر مک ارتر په بهرنیو چارو او د فاع وزارتونو کې خپلو مشکوکو همکارانو ته ډاډ ورکړ چې « هغه داسې وړاندیز نه دی کړی چې موږ دې ایران ته سپین چک ورکړو چې هر څه یې زړه وي هغه له امریکا څخه پرې واخلي، بلکې هغه (نیکسون) تمه لري چې ایران ته فشار ورکړي چې کېدای شي د هغه له نظر سره سم به دا زموږ لپاره ښه وي چې وسلې خرڅې شي.» د سفیر ارتر نظر دا وچې «زموږ اداره چې په ایران هر څومره ډېرې وسلې خرڅې کړي هغومره به تهران د وسلو تر لاسه کولو له اړخه پر امریکا ډېر متکي شي.» هغه راغونډو شویو کسانو ته په خبرو کې وویل « ایا موږ به هغه مهال پر ایران ډېر اغېز ولرو چې یوازې له موږ څخه وسلې واخلي او یا یې وغواړي او که ایران له نورو هېوادونو د وسلو په اخیستو کې خلاص لاس ولري او هرڅه چې غواړي همغه واخلي؟» هغه ظاهرا داسې ښکارېده چې د جنرال وییلر له هغه بحث څخه نا خبره وچې ټینګار یې کړی و« هېڅ بل هېواد ددې وړتیا نه لري چې د امریکا په اندازه پرېمانه او عصري وسلې ایران ته ورکړي.» له ښاغلي مک ارتر څخه وپوښتل شول چې« ایا هغه دا اندېښنه نه لري، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به د ایران لخوا د وسلو اخیستو اغېز د هغه هېواد پر اقتصاد پریوځي؟» ښاغلي ارترپه ځواب کې وویل: « نه ،هغه کومه اندېښنه نه لري.» هغه وویل په واقیعت کې د ایران د پور د ورکړې اعتبار ښه دیاو ځکه هغه په داسې ډول د وسلو د خرڅولو ملاتړ کوي چې نیمې پیسې یې نغدې او نیمې یې په پور ور کړل شي.»
د ۱۹۷۰ کال په سپټمبر کې ښاغلي هیلمس یو ځل بیا د دفاع وزارت ته تر هغه وروسته ټکان ورکړچې دهښاغلی کیسنجر هڅاوو چې هغه ارزونه پای ته ورسوي چې د ایران پر وړاندې پراته نظامي امنیتي ګواښونه ارزوي. هیلمس په رښتیا دا عادي مسئله بلله، خو پنټاګون دا ناسم تاکتیک باله. هیلمس کیسنجر ته وویل:«دا یوازې داسې کار دی چې شاه په غوصه کوي او په ایران کې د سي. ای. اې CIA پانګونه له خطر سره مخ کوي.» هغه کیسنجر ته وریاده کړه چې د شوروي په سویلي پوله د امریکا لخوا په راتلونکي کې د غږونو د بریښنايي اورېدنې چاره نېغ په نېغه د ایران په شاه پورې تړلې ده او کېدای شي دا چاره له خنډ سره مخ شي. هغه وویل:«د امریکايي ادارې لخوا د ایران د شاه په ملاتړ کې پاتې راتلل به ددې لامل شي چې زموږ د تېلو ګټې له فشار او ګواښ سره مخ شي او ممکن موږ په ایران کې د امریکا د جاسوسۍ ځانګړې اډې له لاسه ورکړو او پر ایران زموږ د الوتکو الوتنې بیخي بندې شي.» هیلمس په ښکاره له خپل پلان، تحلیل او نظر څخه دفاع کوله، چې له نورو سره په مخالفت کې و. دا د یو بل غیرې عادي کار بله نښه وه، چې د ایران په اړه د امریکا د ملي امنیت د تګلارې خلاصه یې ښکاروله. په تهران کې د امریکا د نظامي ماموریت د را ټولو شويو معلوماتو له ارزونې داسې په ګوته شوې وه، چې «ایرانیانو داسې بېګانه یا بهرني وسایل او سامانونه اخیستي وو، چې موږ نه وو ورته تیار کړي یا امریکا نه وو پرې پلورلي.» پر دې سربېره بله د پام وړ ارزونه چې په ۱۹۷۱ کال کې ترسره شوه،د وسلو د اخیستو بهیر یې د راتلونکي مالي ماتې سره تړلی و. د سي. ای. اې د اټکلونو دفتر لیکلي: « موږ نه پوهیږو چې تر کومې کچې به د شاه چټک نازول د مالي ماتې حالت کابو کړي؟) دا ډېر وېرونکی او د پام وړ ټکان ورکونکی تحلیل دی چې ایران یې تمه درلوده. په هر حال په وروستیو کلونو کې د ایران د تېلوعایدات زیات شول او د بري پر لور یې د خلکو له عمومي احساس سره مرسته وکړه. دوی د شاه له لګښتونو اوحاضرپلان سره کوم ډول موازي ګام پورته نه شو کړلی چې ټول لګښتونه یې د پروژې له عایداتو ډېر زیات وو. د ایران باچا ځان او خپل هېواد د پورونو کندې ته ورټېل واهه. په ځینو برخو کې به په راتلونکو څو کلونو کې ایران د پوځي وسایلو د اخیستو او د پرمختیايي لومړیتوبونو ترمنځ د غوراوي دردونکې پرېکړې وکړي، چې په کومې لویې اړتیا خپلې کمې پیسې ولګوي. دغه پرېکړه به په داسې اندازې پوځي لګښتونه راکم نه کړي چې د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي. د تېر مهال تجربو ته په کتو به شاه یوازې تر هغه وروسته یو څه نظامي لګښتونه کم کړي چې د ایران د اقتصاد د له منځه تلو نارې فضا ته پورته شي، خو دا کار باید له ریښتیني بحران څخه له راتلو دمخه تر سره شي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د ګډو پوځي مانورو تر رسمي تمرینونو وروسته ایراني باچا وویل، دا چاره د دواړو هېوادونو د پیاوړې پوځي ملګرتیا نښه ده. دا ملګرتیا د ۱۹۷۰ کال په وروستیو کې تر هغه وروسته نوره هم ټینګه شوهچېایران وکولی شول د نغدو پیسو په مقابل کې له امریکا څخه وسلې او پوځي وسایل تر لاسه کړي. وروسته د نومبر په میاشت کې ولسمشر نیکسون پرېکړه وکړه، چې په فارس خلیج کې د امریکا ستراتیژیکه پالیسي دې تردې وروسته پر یوه پیاوړي ایران او د سعودي عربستان په ملاتړ تکیه ولرياو ایران دېدویمه درجه اهمیت او رول ولري. دامریکا دغه پالیسي د (غبرګو ستنو) یا جوړه ملاتړې تګلارې په نوم پېژندل کیږي.