د سګرټ څکولو زیانونه

 
۱.سګرټ څکونکي چې د پنځه دیرش کلنۍ عمر ته ورسیږي د سګرټ نه څکونکو په پرتله یې د پنځه شپیته کلنۍ څخه مخکې د مرګ چانس دوه ځله لوړ وي.
۲.د ویتامین ای کمښت د سترګې سپین د وچوالي لامل ګرځي او په نتیجه کې د قرنیې او شبکیې د خرابوالي رامنځته کوي     
۳.غیر مستقیم لوګی انسانانو ته د سګرټ څکونې په اندازه ضرر رسوي.
۴. په بدن کې د ویتامین کمښت د مهمو حیاتي فعالیتونو د اغېزمن کیدو،  د نویو حجرو د  نه جوړیدو، د ودې د مخنیوي او د زخمونو د نه رغېدو سبب ګرځي.
۵.حامله داره سګرټ څکونکې ښځې خپل کوچنیان په لوی لاس خپل کوچنیان د کم وزنۍ، وخت مخکې زیږیدنې او د زړه اړوند مرضونو په خطر کې اچوي.
۶.د دیرش کلنۍ او څلویښت کلنې په دوره کې سګرټ څکونکي د زړه د حملې ښکار کیږي چې کچه یې د نا ــ څکونکو په پرتله پنځه ځله لوړه ده.
۷.د ویتامین ای یو کمښت د بیربیري حالت رامنځته کوي، چې د اعصابو او د زړه د رګونو سیستم اغېزمنوي.
۸.دا نا سمه خبره ده چې وایې د سیګار څکول د سګرټ په نسبت محفوظ تره دي. سیګار هم د سرطان اړونده ناروغیو لامل ګرځي
۹.د ویتامین بي دولس کم مصرفول د ذهني پڅوالي او لیونتوب لامل ګرځي.
۱۰.د سګرټ څکولو عادت په سختۍ ورکیږي ځکه چې نوموړې ماده نیکوتین لري چې  د بی کچې اعتیاد سبب ګرځي
۱۱.په اوږد مهال کې د سګرټ څکل د ډول ډول ناروغیو سبب ګرځي د بیلګې په ډول، د زرړ تکلیف، ایمفیزیمیا او د سرطان مختلفې ناروغۍ.
۱۲.سګرټ د انسان په بدن ګونځې پیدا کوي، غاښونه زیړوي، هډوکي نرموي او د اوستپوروزس په ناروغۍ د مبتلا کیدو لامل ګرځي.
۱۳.د ویتامین B3 نه خوړل د د پیلګرا د ناروغۍ سبب ګرځي او عصبي سیستم ته ضرر رسوي. او علامې یې التهاب او اسهال دي
۱۴.سګرټ د زیږون اړوند ستونزې پیدا کوې او همداراز په نارینه او ښځه کې د جنسي ستونزو د رامنځته کېدو سبب کیږي
۱۵.سګرټ د وینې جریان کمزوری کوي او پوستکي ته د اکسیجن د ورتلو مخنیوی کوي له همدې امله سګرټ څکونکي اکثره وخت ناروغ او کمزوري ښکاري.
۱۶.د ویتامین B9,B12,BC,BE,BK  یو شمېر وینه -- اړوند ناروغیو لکه د وینې د سرو کرویاتو د کمښت لامل ګرځي
۱۷.سګرټ د خولې د بد بوي ناروغي (هلتوزس) رامنځته کوي
۱۸.سګرټ انسان د فزیکي فعالیت څخه غورځوي او د خپلو همزولو سره په فزیکي ډګر کې د سیالۍ جوګه نه وي
۱۹.سګرټ څښل د انسان په بدن کې د کولجین په نوم د پروتین تولید اغېزمنوي. چې له امله یې د ورزش پر مهال پیدا شوي زخمونه په سګرټ څښونکو کې د عاد وګړو په پرتله په کراره رغیږي.
۲۰د ویتامین ډي.کمښت په کوچنیانو او لویانو کې نا ارامي رامنځته کوي. په کوچنیانو کې د هډوکو د کوږوالي او په لویانو کې د هډوکو د درد او کمزورتیا لامل ګرځي.
۲۱.د ویتامین K کمښت د هدوکو د کمزورتیا او په اسانۍ  د ماتوالي لامل ګرځي.
۲۲.څېړنو ثابته کړې چې سګرټ څکونکي د عادي انسانانو په پرتله په اسانۍ  د بې خوبۍ، سینه بغل او زکام په مرض اخته کیږي.
۲۳.هغه کسان چې د ساتنګۍ مرض لري، که سګرټ وڅښي او یا له سګرټ څښونکي سره د نږدې و اوسي، صحي وضعیت یې نور هم خرابیږي.
۲۴.په سړیو کې د سږو سرطان نوي. سلنه مرض د سګرټ څکلو سره تړلی دی او په ښځو کې دا سلنه اتیا فیصده ده.
۲۵.سګرټ د سږو ظرفیت اغېزمنوي او د هوا د جریان په مقابل کې یې له امله مقاومت زیاتیږي.
۲۶.د ویتامین D کمښت د زکام وایرس بدن ته راکشوي دا ډول ویتامین د بدن د دفاعي سیستم په ساتلو کې مهم رول لري.
۲۷.هغه کسان چې تمرین نه کوي، د تشویش یا دیپریشن ښکار کیږي. هغه کسان چې فعالیت کوي په دې ناروغۍ لږ اخته کیږي.
۲۸.په غټه غوښه کې مشبوع شوي شحمیات زیات وي چې په وینه کې د کلسترول ماده زیاتوي او د زړه  د ناروغیو سبب ګرځي.
۲۹.په بدن کې د غوړ د لوړې اندازې شاخص د یو لړ مرضونو څرګندوی کوي لکه د وینې لوړ شکر، د ساه اخیستنې مرض او ځینې نورې ستونزې.
۳۰.هغه کسان چې سیګار څښي د زړه له خطرناکه ناروغیو له کبله مري مګر د سګرټ په پرتله یې خطر دومره زیات نه دی.