
د لیوانو د شطرنج لوبه
د ۱۹۶۹ کال د اکټوبرد ۲۱ په ماښام ولسمشر نیکسون او مېرمن یې د سپینې ماڼۍ په مخکې تر برنډې لاندې واشنګټن ته د ایران د باچا د بیا راتګ هرکلي لپاره په لوی دهلیز کې د انتظار شېبې لنډولې. د پخواني ولسمشر ایزنهاور له مړینې پوره ۶میاشتې وروسته رضاشاه د یوې رسمي لیدنې لپاره واشنګټن ته راغلی و. د ولسمشر مېرمنې پټ نیکسون له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړه او په واشنګټن کې یې د ټولنیز کلتوري فعالیتونود پای خبر ورکړ (یو ډول کلتوري مرستې دي). شاه واشنګټن ته یوازې راغی، د ملکې فرح د نه راتګ رسمي دلیل دا وبلل شو چې هغه په خپل څلورم ماشوم اومیدواره وه. دا مسئله تر یوه بریده سمه وه.« ۷ کاله وړاندې چې کله جان کینډي په سپینه ماڼۍ کې د شاه کوربه و د ایران د ملکې سفر تر اوسه زما په ذهن کې یوه ټکان ور کونکې پېښه ده.»په بهر کې د شاه پر ضد د ځوانو ایراني زده کونکو لاریون به واشنګټن ته د ایران د شاه او ملکې له هر سفر سره ملګری و. لاریون کونکو په ایران کې د CIA د ظاهري اغېزو،د ډیموکراسۍ او د بشري حقونوڅخه د هغوی دملاتړ پر ضد غږ را پورته کاوه. دغه لاریون کونکي هر چېرته وو. د ایران ملکې وویل:« کله کله به دوی له موږ څخه یوازې څو متره یا څو حویلۍ ها خوا زموږ پر ضد شعارونه ورکول او په ځینو وختونو کې به چې زما خاوند خبرې کولې د هغه وینا ددوی شعارونواخلالوله. موږ واورېدل چې دوی یو ځل له سهاره تر نیمې شپې زموږ پر ضد نارې وهلې، ان زموږ د اوسېدو د هوټل دخونې تر کړکیو او برنډې لاندې دوی را ورسېدل». ملکه چې له ستړیا ځورېده او سګرټ یې څکول له دغو لاریونونو سخته په تکلیف شوې وه. هغه د امریکا د امنیتي ځواکونو د امنیت ساتنې دناسم وضیعت له کبله ډېره وېرېدلې وه. هغې ویلي (څو کاله وروسته ما له خپل خاوند سره امریکا ته رسمي سفر کول او ملګرتیا بنده کړه.) هغې په قهر جنه لهجه خپل خاوند ته وویل: ( که زه ستا سره هلته ولاړشم بیا به پوره سپکه شم، نو ښه داده چې زه خپل ډېر وخت دلته په تهران کې تېر کړم.)
د ۱۰۵ مېلمنو په دغه شانداره میلمستیا کې کیرمټ روزویلټ، د اقتصادي فرصتونو له دفتره ډونالډ رمزفیلډ، د ملي امنیت سلاکار هنري کیسنجر، په تهران کې د امریکا سفیر ډوګلاس مک ارتر دویم، او د ایزنهاور په اداره کې لوی څارنوال هربیرت برونیل ګډون درلود. ټولو مېلمنو د شاه او ولسمشر نیکسون د یوه او بل د ستایلو خبرو اترو ته غوږ نیولی وو. نیکسون لومړی خبرې پیل کړې او شاه ته یې په خطاب کې له ایران او هغه سره مینه، مهرباني او ستاینې ډالۍ کړې او په ډاګه یې کړه چې کله یې په لومړي ځل په کال ۱۹۵۳ کې ایران ته سفر وکړ، « شاه پر ما او زما په مېرمنې همغه مهال فوق العاده زیات اغېز وکړ.» هغه د فارسي ژبي د ستر فیلسوف عمر خیام خبره را نقل کړه چې د یوه پیاوړي مشر په اړه یې ویلي دي، « فصاحت د یوه مشر له وړتیاوو څخه دی، یو ستر مشر د ډول (طبلې) غږ له لیرې رهبري کوياو اعلی حضرت دغه ټول صفات او وړتیاوې لري. او هغه، ایران د نړۍ د ملتونو په لیکه کې یو پیاوړی، سر لوړی او د عظمت خاوند هېواد کړ». په ځواب کې یې د ایران باچا په داسې حال کې چې د میلمستیا ټول برخه وال دوی ته ځیر وو وویل، « په دغو ټولو برخو کې بری د یوه ښه ملګري د بې سارې مینې او لېوالتیا له برکته رامنځ ته شوی چې هغه تاسو عالي جناب یاست.» د ایران شاه زیاته کړه «ریښتيني ملګري په دوه ډوله دي: یو ډول یې هغه دوستان دي چې ستاسو په ستونزه کې برخه اخلي او بل ډول یې هغه دي چې ستاسو په ستونزه ځان پوهوي .... زه به شخصآ په ۱۹۶۷ کال کې هغه اوږده ساعتونه تل په یاد ولرم چې موږاو تاسو په ګډه سر تېر کړل.»
له واشنګټن څخه د شاه دغه رسمي لیدنه د هغه او د تېلو د کنسورشیم ترمنځ د وروستیو شخړو په منځ کې ترسره شوه. تر دې یو کال دمخه د ایران حکومت د ۱۱ میلیارد ډالرو د اقتصادي پرمختیا ۵ کلن پلان اعلان کړ، چې لویه برخه لګښت یې د تېلو له عایداتو تر لاسه کیده. که ایران غواړي دغه پلان په ټاکل شوي لګښت سره ترسره کړي، نو باید د تېلو کمپنۍ تولید د راتلونکو ۵ کلونو لپاره هر کال ۲۰ په سلو کې لوړ کړي. دا ټول د لیوانو یوه لوبه وه. بلاخره شاه د پنځو کلونو لپاره خپله بودیجه ،سره له دې چې په دې پوهیده چې حکومت یې دده د ټاکل شوو موخود پوره کولو لپاره کافي عواید نه لري، تصویب کړه. هغه مالي تعهد چې هغه تصویب کړ په بشپړه توګه د تېلو د عوایدو په تخمین پورې تړلی وو، او ده هم د تېلو ممکنه عوایدو ته په کتو سره دا پلان رامخې ته کړ. شاه د عوایدو دلوړیدو لپاره د تېلو د بیو په لوړوالي فکر کاوو. خو هغه دا نه وه سنجولې چې دا کار به د تېلو د صنعت په برخه کې کله ترسره کیږي او عملي به هم وي کنه. د ښاغلي علم د خاطراتوپه کتاب کې راغلي، « شاه په ګاونډي عراق کې د کردي یاغیانو ملاتړ پیل کړ او هغوی ته یې پیسې واستولې چې دعراق د تېلو نل لیکې په بمونو والوځوي چې له یو پلوه د بغداد د تېلو د عوایدو سرچینې وچې یا کمې شي او له بل پلوه د تېلو په برخه کې پانګونه ایران ته راشي یا یې را جلب کړي». په بهرنیو چارو کې لکه د کورني سیاست، شاه تل په خپله هڅه کوله چې پیسې راجلب او تر لاسه کړي.
په تېرو اونیو کې له ایران څخه له رسمي لیدنوکتنو وروسته واشنګټن ته داسې مالومات واستول شول چې په کې په روښانه توګه دا اخطار راغلی و، چې شاه غواړي د ټویچل دوکتورین ته پای ورکړي. د سپینې ماڼۍ خاص سلاکاران وارخطا ووچې ولسمشر نیکسون کېدای شي په اتومات ډول په خپله نېغ په نېغه د ایران له شاه سره خبرې اترې پیل کړي. نیکسون چې د خپلې استخباراتي ادارې سي. ای. اې د لنډو رپوټونو په لوستلو به یې ځان نه په تکلیف کاو او په بهرنیو چارو وزارت کې یې له زړو مامورینو څخه د مالوماتو له اورېدو سخته کرکه درلوده، خو شاه سخت حریص لوستونکی او د ستراتیژیکواو پوځي چارو باریک بینه شاګرد و چې ښکارېده غواړيتل تر هر چا ډېر په خونه کې په هر څه پوه شي. هغه په پنتاګون کې یو ځل د یوهلوړ پوړي افسر تېروتنې ته د هغو وسلو پر سر د خبرو پرمهال ګوته ونیوله چې لا جوړه شوې نه وه او د انځورولو په تختې یې انځور او نقشې پرتې وې. نیکسون تاو را تاو شو چې له شاه سره د شخصي مخامختیا مخه ونیسياو خپله له هغه سره د نږدې کېدو له کبله تر سخت فشار لاندې وو.
د ۱۹۶۹ کال د اکټوبر په ۶ نېټه په تهران کې د امریکا سفارت سپینې ماڼۍ ته رپوټ ورکړ، چې د ایران باچا د داسې لارو موندلو په لټه کې دی چې د ایران د تېلو تولید ددې لپاره لوړ کړي چې ژر ډېرې پیسې تر لاسه کړي. « شاه په واقیعیت کې له تېلو د زیاتو عوایدو دترلاسه کولو په تړاو په خپلو هڅو کې جدي وو، او د ایران دبهرنیو اسعارو د زېرمو وضیعت نازک اود بېړنۍ ستونزې پر خوا روان وو.» د ایران شاه تمه درلوده چې« ولسمشر نیکسون دې،د هغه په پلوی د تېلو د کمپنیو له کنسورشیوم سره د هغه په جنجال کې لاسوهنه وکړي او د تېلو په کمپنیودې فشار راوړي چې خپل سیمه ییز مسولیت ترسره او په خپلو خبرو کې دې دغې مسلې ته له سوداګریز اړخه پام وکړي او په مقابل کې به یې موږ د پوځي معاملې او د پوځي وسایلود اخیستو په چاره کې له امریکایانو سره داسې معامله وکړو، چې دوی ته له ټاکل شوې اندازې زیات تېل ورکړو. او که دغه پلان کار ورنه کړ، نو هغه به د کال په لومړیو کې نوی پلان را مخې ته کړي چې د امریکا اداره باید ورسره موافقه وکړي چې د ۱۹۵۹ کال د تېلو د سهمیې د قانون خلاف په کمه بیه ایراني تېل ترې واخلي. »
شاه خپله دغه نظریه د هاربرت برونیل په مټ سپینې ماڼۍ ته واستوله چې دغه مهال یې د تېلو او منرالونو د ستوري په نوم د يوې کمپنۍ استازیتوب کاو. د هغه پخوانۍ وړتیا ته په کتو سره، چې د ایزنهاور په اداره کې يې دلوی څارنوال په توګه ښوولې وه، براونیل تر دې ډېر په دې مشهور وو چې امریکا ته له بهره د تېلو د وارداتو په تړاو د قوانینو په جوړولو کې یې مهم رول درلود. هغه پر دولت غږ وکړ چې « د تېلو د ستوري په نوم کمپنۍ ته اجازه ورکړي، چې په ورځ کې ۲۰۰ زره بیرله تېل له ایران څخه را وارد کړي. د ستوري کمپنۍ به دغه اخیستونکي تېل په امریکا کې خرڅوي او ایران به د دغو تېلو د پلورپه عایداتو سره د ایرانیانو لپاره په امریکا کې توکي اخلي. په بله مانا د امریکا پیسې به بیرته له بلې لارې امریکا ته په لاس ورځي.» د هر بیرل خامو تېلو بیه چې په معمول ډول په بازار کې یې بیه ۱ اشاریه ۸۰ ډالره وه ایران به همدغه یو بیرل خام تېل یوازې په ۸۹ سینټه په امریکا پلوري. شاه امریکا ته وړاندیز وکړ چې دغه تېل دې د خپلو ستراتیژیکو زیرمو د ډکولو لپاره له ایرانه واخلي چې که کوم بیړنی حالت لکه د تېلو د صادراتو او پلور بندیدل چې علایم یې لیدل کیدل رامنځ ته شي، نو له دغوتېلودې ګټه واخلي. د براونیل د تېلو د اخیستو معامله، لکه د ورځې د میلیونونو بیرله تېلو داخیستلو پلان د اوس لپاره وځنډول شو. نیکسون د خپلو ځینو کارکونکو لخوا و ویرول شو چې د تېلو د اخیستو د پریکړو په ځینو برخو کې په وروستیو کلونو کې رسوايي رامنځ ته شوې وه. د هغه سلاکارانو وویل « مطبوعاتو په بشپړه توګه له هغې رسوایۍ څخه پرده پورته نه کړه، خو زه ډاډه یم چې ددې ادارې په هر ډول پرېکړې به ډیر خطرناک تفسیر او تحلیل وشي او هر څه ته به د شک په سترګه وکتل شي او د پام وړ ګټه به یې د برانیل یوه اخیستونکي ته ورسیږي».
په دولتي مېلمستیا کې د کیم روزویلټ او هیر براونیل حضور د ایزنهاور د ادارې له پخوانیو غړو سره د نژدې اړیکو شتون ور یاداوو، چې ریچارد نیکسون یې له مهمو هغو یو وو. کله چې شاه بېرته ایران ته را ستون شو واشنګټن د قدرت، پیسو او امکاناتو ته د لاس رسي ترمنځ لارې سره وویشلې چې تر ډېره نا روښانه وې. د ۱۹۵۳ کال د کودتا په بشپړېدو کې له مرستې را هیسې روزویلټ په نړیواله کچه د وسلو پلورنې د کارو بار د دفاعي قرار دادي نارتروپ لپاره کاوو. د هغه دوه لوی خریداران د ایران باچا محمد رضاشاه پهلوي اود سعودي باچا ملک فیصل وو. د ایران شاه مخکې له دې چې واشنګټن ته لاړ شي نیویارک ته ولاړ او د اکټوبر په ۱۸ نیټه د هغه پلان ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغه د نارتروپز د شرکت له مشرانو روزویلټ او ټام جونیز سره سهار وکتل. له شاه سره د ولسمشر تر لیدنې دمخه د بهرنیو چارو وزارت د استخباراتو او څیړنې ډلې ولسمشر ته خبردارئ ورکړ چې « د شاه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکول به له شک پرته پر شاه د امریکا اغیز کم کړي، ځکه چې د ایران د خپلواکۍ پراختیا به ددې لامل شي چې د تهران تکیه پر امریکايي ملاتړ کمه شي او د امریکا سپارښتنو او غوښتنو ته به کم پام کوي، په ځانګړې توګه په سیمه ییزو مسلو کې . . . . شاه باید وهڅول شي چې ایران باید په فارس خلیج کې اصلي رول ولوبوي او هغه باید ژمن شي چې د بنسټپاله عربانو او شورویانو د اغیز مخه به نیسي، او یا لږ تر لږه په عادي غیرې یرغلیزه کچه کې به یې ساتي».
د بهرنیو چارو وزارت په دې باور وو چې شاه ایران ته د مخامخو امنیتي ګواښونو په کچه کې له اندازې زیاته مبالغه کوي چې له سپینې ماڼۍ څخه ډیر امتیازات تر لاسه کړي او دا اجازه خپله کړي چې د تېلو بیې لوړې کړي او نورې وسلې واخلي. امریکایان له سختې ننګونې سره لاس او ګریوان وو چې دا ډاډ تر لاسه کړي چې د شاه لخوا له امریکا څخه د وسلو اخیستل د ایران په اقتصادي پرمختیا اغېز نه کوي او ددې مسئلې د ډآډمنیدو لپاره سترو امریکايي هڅو ته اړتیا وه. خو د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر بنسټ داسې ښکاریده چې شاه ژمن وو دغه لاره تعقیب کړي، ان که چېرې په چټکۍ سره نظامي لګښتونه هم نه لوړیږي، خو په دننه کې د ایران لپاره اصلي ستونزه پرمختیايي پلان وو چې په دغه برخه کې خنډ واقع کیده او په بهرني ډګر کې ایران ته داسې بریښیده چې د تهران دکمزورۍ له کبله عرب ګاونډیان بې لارې کیږي او یا دده د اندیښنې سره سم ورځ تر بلې په نظامي برخه کې پیاوړي کیږي.
د دفاع وزارت هم هیڅکله چپ پاته نه شو. د دفاع وزیر ملوین لایرډ چې د کانګرس یو پخوانی هوښیار غړی او زړه ور سیاسي فعال وو، ایران ته یې د امریکا د هوايي ځواکونو د تخنیکي وسایلو او د سمندري ځواکونو د متخصصینو له استولو سره مخالفت وښود، چې د شاه د نویو F-4 جنګي الوتکو د پیلوټانو روزنه ترسره کړي. هغه غوښتل چې د امریکايي مامورینو پر ځای ملکي قراردادیان ور واستوي چې په ایران کې د امریکا د نظامي پرسونل د ژورې ښکیلتیا مخه ونیول شي. د عراق او ایران ترمنځ پر پوله د شاط العرب په کانال کې د عراقي او ایراني ځواکونو ترمنځ له وروستۍ سرحدي جګړې وروسته شاه له واشنګټن څخه وغوښتل وسله وال امریکایي سرتیري ور واستوي، چې د ایران په لویدیځ کې د عراق پولې ته څیرمه یوې اډې کې ځای پر ځای شي او د ایران د ځواکونو ملاتړ وکړي. پنتاګون د شاه ددغه بې باکه غوښتنې له اړخه خبرداری ورکړ او دې پایلې ته رسیدلی وو، چې د ایران شاه د عراق ولسمشر هڅوي چې په لوی لاس په جګړې لاس پورې کړي. لاییرډ په خپله ددغه ډول ښکیلتیا په اړه اندیښنه درلوده چې امریکا دې په ایران کې ځمکني ځواکونه پیاده کړي. او په دې یې ټینګار وکړ چې دا مسله به د ویتنام د مسلې په څیر امریکا یوه بل ناورین ته ور کش کاندي. هغه سپینې ماڼۍ ته سپارښتنه وکړه چې که د رضاشاه لخوا د امریکايي پوځیانو د غوښتنې مسله عامه شي دا به د ایران او امریکې اړیکې خرابې کړي او د کانګریس د غړو جدي مخالفت به را پورته کړي. هغه وویل، په لویه کې د نیکسون د دوکتورین مهم ټکی دا وو، چې امریکا خپل متحدین په وسلو سمبال او روزنه ورکړي چې خپله دفاع وکولی شي. خو کله چې شاه په دې مسله پوه شو چې امریکایي ځواکونو دا اجازه نه ده تر لاسه کړې چې د ایران په لویدیځ کې ځای پر ځای شي، نو یې خپله ناامیدي او یا د خپل حق د غوښتنې احساس پټ نه شو کړی او داسې یې وویل: « د ملګرتیا پالل څه ډول دي چې ستاسو ملګری ستاسو سره صادق نه وي.»
د کیسنجر مرستیال وارخطاو چې کېدای شي نیکسون له شاه سره په جلا شخصي لیدنه کېهغه ته په دې برخه کې دریځ نرم کړي او ښه امتیاز ورته ومني.« سره له دې چې موږ وړاندیز وکړ چې ولسمشر دې هڅه وکړي چې د شاه د نظامي برخې او د تېلود اړوندو وړاندیزونو د جزییاتو د روڼوالي په اړه لارښوونه وکړي» خو شاه د فشار سخته لار غوره کړه او توند غبرګون یې وښود. یوه خاطره یې داسې وه، « که تلل سخت شي، ولسمشر کېدای شي له تاسو په یوه برخه کې وپوښتي چې څه باید ترسره شياو یا له تاسو وغواړي چې وزیر لاییرډ سره خبرې وکړﺉ.» خو ولسمشر په خپله هم په وار وار له شاه سره له شلو تر ۲۵ دقیقو پورې داسې ټیلیفوني اړیکې درلودې چې بل هېڅوک د هغوی په منځ کې حاضر نه وو. کیسنجر نیکسون ته ور یاده کړه چې شاه ډېر ثابت ځوان دی او هغه به د هر ډول عمومي خواخوږي ځواب ته د موافقې په سترګه وګوري. په دې اړه دقیق او بې پردې بحث مهم دى چې تر کومې کچې امریکا کولی شوای په دغه مسئله کې د را مخې ته شوي وروستي ناسم پوهاوي مخه ونیسي، ان داچې شاه ته ویل شوي ووچې « موږ به یې په پام کې ونیسو». د هغه غوښتنې باید د یوه باچا د ژمنو په توګه په پام کې نیول شوې وای. ددې لپاره چې د خفګان او ناسم پوهاوي مخه نیول شوې وای ښه دا وه چې که امکان یې درلود چې سملاسي توګه ځواب ور کړل شوی وای.
د ۱۹۶۹ کال د اکټوبر د میاشتې په ۲۱ د سهار په ۱۰:۳۰ ولسمشر نیکسون خپل مېلمه رضاشاه ته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایه. دواړه مشران د سپینې ماڼۍ لوېدیځې څنډې کې د ولسمشر د ملاقاتونو رسمي دفتر ته د شخصي خبرو اترو لپاره ولاړل چې د اول افیس ( Oval Office) په نوم یادیږي. دغې شخصي ناستې یو ساعت او ۴۰ دقیقیې دوام وکړ. له نیکسون سره تر خبرو اترو وروسته شاه په ډاګه کړه چې« د امریکا ولسمشر د ایران د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه ډېر کره مالومات لري.) هغه د سپینې ماڼۍ کارکونکو ته وویل نیکسون ورسره ژمنه کړې چې د تېلو له اړخه به د ایران عواید یا د ایران له مشخصې سهمیې علاوه د نورو تېلو د اخیستو د ضمانت او یا د تېلو د کمپنیو پر کنسورشیم د ایران د تېلو د تولید د لوړولو په تړاو د فشار راوړلو له لارې لوړ کړي. خو د ایران د مالي خلا کمولو هڅې ته هېڅ اشاره ونه شوه. ظاهرا نیکسون موافقه وښوده چې د شاه لپاره هرڅه ترسره کړي، خو د هغه مرستیالانو او سلاکارانو هغه ته مشوره ورکړه چې داسې کوم کار ونه کړي.
شاه ژمنه وکړه چې د خپلو اضافي تېلو د خرڅلاو له درکه هر ترلاسه کړی ډالر او هر سینټ به د امریکايي پوځي او استخباراتي وسایلو په اخیستو مصرفوي. هغه په ډاډ سره د امریکايي ادارې چارواکو ته وویل، که ایران په خلیج کې له خپلو او د لوېديځ له ګټو دفاع کوي نو باید نظامي ځواکونه یې د پراخې تباهۍ یا پرمختللو وسلو د وړتیا غوښتنه وکړي، نو په هغه وخت کې که هر څوک په ایران د برید هڅه کوي نو لږ تر لږه دوه تر درې ځلې به په دې مسئلې فکر کوي. خو هغه څه چې شاه یې وړاندیز وکړ د وسلو د اخیستو نوی لوی وسله ییز پروګرام وو، چې کېدای شي ارزښت یې په سلګونو میلیون ډالره او یا هم ان یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي. په شخصي توګه د ولسمشر نیکسون د ملي امنیت سلاکار په دې اړه اندېښنه په ډاګه کړه. دا ټول د لوېدیځ لپاره په فارس خلیج کې د دوی د بیرغ درپېدو لپاره وو. نوره په مکمل ډول هڅه دا وه، چې د ایران نظامي ځواکونه په هغه کچه سمبال شي چې له عراق او هند سره برابر وي، چې نه یوازې د سیمه يیزو بغاوتونو د له منځه وړلو وړتیا ولري، بلکې د فارس خلیج د ارامولو اود منځني ختیځ او د هند د سمندر دلویې سیمې د ارامولو لپاره وکارول شي. خو اندېښنه داوه چې په هغه اندازه په وسلود ایران سمبالول چې شاه یې وړاندیز کړی و، ددې امکانات رامنځ ته کول چې ایران له منځه یوسي. دا دقیقا په دې مانا وه چې د پهلوي کورنۍ د ستنو د ټینګېدو لپاره باید لوېدیځ یو ګام پورته کړی وای.
ریښتوني لړزونکي بمب د محمد رضاشاه د خدای په امانۍ له ناستې وروسته د اکټوبر په ۲۳ د د پنجشنبې ورځې په ۱۰ او۴۵ دقیقو،ځمکه ولړزوله. کله چې ایراني پلاوي په بشپړه توګه د سپینې ماڼۍ په لوېدیځ کې له اول آفیس څخه بهر شومخامخ د خفه شوي سفیر مک ارتر خواته ورغلل چې هغه ته مالومات ور کړي،چې «ده او ولسمشر نیکسون د ایران د پیاوړتیااو د ایران د وسله والو ځواکونو د سمبالتیا په اړه خبرې اترې وکړې، شاهداسې تصور کړی وو چې دلته هېڅ ډول ستونزه دده او نیکسون ترمنځ نه وه او اوس هغه کولی شيتقریبا ټول هغه څه تر لاسه کړي چېهغه یې د نظامي وسایلو له اړخه هیله درلوده.»خو سفیر مک ارتر په دې پوهېده چې د امریکا هېڅ بهرني متحد، نه هم برېتانیې، نه هم لوېدیځ جرمني او نه هم اسراییلو د واشنګټن له سپین چک څخه پوره خوند اخیستی.هغه وویل« د امریکې ددفاع وزارت به ددې لپاره ټینګ نه شي.» مک ارتر وړاندیز وکړ چې« کېدای شي دلته یو ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی وي،نو ما هغه ته وویل، که تاسو دغه ډول احساس کړی وي، نو په دې کې هېڅ داسې ټکی نه شته چې تهران ته له تلو وروسته په کې بیا څه ناسم پوهاوی راپیدا شي. زه فکر کومتاسو باید له ولسمشر سره دا خبره پاکه کړیچې تاسو ته د هغه له شخصي لیدنې داسې یو تصور پیدا شوی.»
کله چې هغه بیرته تهران ته ورسید، مک ارتر یو ځل بیا د ایران له شاه سره دغه مسله را پورته کړه. «ایا تاسو له ولسمشر نیکسون سره دا مسله صفا کړه ؟» هغه وویل «نه. » هغه ونه غوښتل چې دغه مسله را پورته کړي. خو وویل، «د خبرو اترو فضا ډیره خوندوره وه، هر څه ډیر ښه روان وو او ما نه غوښتل چې بیرته شاته ولاړ شو او تیرې خبرې بیا را تازه کړو.» تهران ته له روانیدو دمخه له ولسمشر نیکسون سره شاه په خپله وروستۍ لیدنه کې هغه نه وو غوښتي چې د پخوانیو مسلو جزیاتو ته بیا ور شي.
د سپینې ماڼۍ کار کونکو څو میاشتې هڅې وکړې چېد ولسمشر نیکسون د شفاهي ژمنو پراخوالی درک کړي. د اکټوبر په ۲۳ نېټه کیسنجر د دفاع وزیر لاییرډ ته تېلیفون وکړ چې ورته ووايي« ولسمشر په بشپړه توګه د هر څه ژمنه نه ده کړې.» خو هغه وویل چې:«هغه دشاه ددې غوښتنې پلوی وو چې دایران د هوايي ځواکونو د پیلوټانو لپاره دې د امریکا په متحدو ایالتونوکې د روزنې یوه کړکۍ پرا نیستې وي او ایراني پیلوټان دې په امریکا کې د روزنې چانس ولري.» شاه همدا رنګه دا غوښتنه کړې وه چې د هوايي رادارد سیستمونو متخصیصین دې ایران ته ور واستول شي چې له ایراني پیلوټانو سره په ګډه کار وکړي. دا هغه مسئله وه چې ځينې وخت به پنټاګون ورسره مخالفت کاوه. کله چې په غوصه شوي لاییرډ، کیسنجر ته ځواب ورکړچې:« د امریکا متحده ایالاتونه په خپله د تخنیکي کسانو له کمبود سره مخ ده،» کیسنجر هغه ته وویل، ولسمشر نیکسون لېواله و چې د ایران باچا ته داسې وښيي چې شاه دلته په غونډو کې له هغه څخه یو څه تر لاسه کړل، نور فکر نه کوم چې خبره دې ډېره جدي او عملي وي.
مک ارتر هغه مهال سخت خفه شو چې شاه ور ته وویل، نیکسون هغه ته شخصي ضمانت ورکړی چې« یوه داسې لاره به ومومي چې ایران ته ددې اجازه ورکړل شي چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپلو تېلو واردات زیات کړي او ایرانیان شاه ته د اکټوبر د رسمي سفر په ترڅ کې د ولسمشرۍ په ادعا شوي ډاډ ډېر کلک حساب کوي یا باور لري.» دا یوه ریښتونې ستونزه وه، ځکه چې د نیکسون د خپلې کابینې کاري ځواک چې د تېلو د وارداتو ټاکل شوې ونډې تهیې بیا کتنه کوله د هر هېواد، لکه ایران د تېلو لپاره د ځانګړي معافیت ورکولو پر ضد په ښکاره او عام ډول غږ پورته کړ. د بهرنیو چارو وزارت کیسنجر ته وویل، «ممکن په چټکۍ سره له دغه ډول خوځښته شاه نا امیده شي، ځکه فکر به وکړي چې کېدای شي دغه لارښوونې او سپارښتنې د امریکا پالیسي وي». د بهرنیو چارو د وزیر روجرز یوه سلاکار له سپینې ماڼۍ څخه په ترخو کلیماتو د نورو مالوماتو غوښتنه کړې وه. «ددې لپاره چې له شاه سره د ولسمشر د خبرو لیکلی ریکارډ نه وو موجود او هرڅه په شفاهي ډول ترسره شوي وو نو مونږ و پتییله، دا ډیره ستونزمنه ده چې د شاه اوسنۍ هیلې تشخیص شي. مونږ به ډیر زیات خوشحاله شو که تاسو په دغه پیچلې مسله یو څه رڼا واچوئ».
پر نیکسون فشار راوړل شو چې له شاه سره د ایران د تېلو د تولیداتو د زیاتېدو او امریکا ته د ایران د خامو تېلو د واردولو په اړه له خپلو کړو ژمنو په شا شي. هغه په غمګینه لهجه ولیکل: « لکه چې پوهیږې دلته یو لړ محدودیتونه شته چې د حکومت په توګه یې باید ترسره کړواو زه په دغه برخه کې د کوم پرمختګ رپوټ نه شم ور کولی.» د شاه د بې حوصلګۍ په اړه د امریکا سفیر په قهر یو پلاوی امریکا ته واستاوو.«که واشنګټن ایران ته نظامي مرستې پراخې نه کړي، په دې کې شک نه شته چې پایله به يې ستر بحران وي او د امریکا او ایران ترمنځ به ځانګړو اړیکو ته پای ور کړي او زموږ په اړه به د شاه د دوستۍ احساس خراب شي.»
دغه ډول ویرونکې خبرې اترې اوس یوه عادي مسئله وه. اسمان تل تهران ته په قهر برېښېده. له شوروي اتحاد سره د ایران په شمالي پولو کې د سي. ای. اې د اورېدلو د یاداښتونو یو ریفرنس داسې کاږي چې مک ارتر په واشنګټن کې خپلو همکارانو ته ور یاده کړه چې« له شاه سره ځانګړې اړیکې ددې لامل شوې چې زموږ لپاره ځانګړي امتیازات او اسانتیاوې را په برخه کړي.»
په پنتاګون کې یوه لوړ پوړي چارواکي رد کړه چې په دې تړاو څه ووايي. « شاه له موږ سره په همدې موضوع سختې لوبې کولو ته دوام ورکړ او کیسنجر د نیکسون د لوی درستیز جنرال ایرلي ویلر په نظر ډېره تکیه درلوده. هغه په واقیعت کې داسې برېښېده چې له شاه سره د مرستې په برخه کې زموږ د وړتیاوو محدودیت ازمویي.» ویلر په ایران باندې د نورو څلورو F-4 الوتکو د پېرودلو مخالف وو، ځکه چې په دې باور و چې ایرانیان به هغه ټول نظامي وسایل د وړتیا نه شتوالي له کبله وا نه خیستی شي چې په ذهن کې یې لري. هغه په دې باور وو چې ایران ددغو الوتکو د کارولو او الوځولو لپاره کافي پیلوټان نه لري او نه هم دومره مسلکي تخنیکي ځانګړی روزل شوی پر سونل لري چې ددغو الوتکو ساتنه وکړي . د ایران پاچا دارنګه د ۳۶( C-13) نورو ترانسپورټي الوتکو غوښتنه هم در لوده، هغه ویلر ته وویل، تر ګواښ لاندې سیمو ته د خپلو ځواکونود د استولو دوړتیا موندلو لپاره دغو الوتکو ته اړتیا لري.
ویلر شک لاره چې شاه داسې بېړنى پلان جوړ کړی چې غواړي پر سعودي عربستان زیات شمېر پوځیان وروخوځوي. هغه وویل( باید دغه اړتیا را پورته شي). هغه د مک ارتر هغه اوازې رد کړې چې که د امریکا متحده ایالاتونو پر ایران د وسلو له خرڅولو ډډه وکړه، شاه به نورو هیوادونو لکه فرانسې او شوروي اتحاد ته مخ ور واړوي او له هغوی څخه به وسلې واخلي . د ایران وسله وال ځواکونه تر ډیره په امریکايي دفاعي سیستم عیار کړی شوي وو. فرانسه د وسلو او نظامي وسایلود ورکړې باوري هېواد نه دی، او شاه به هېڅکله هم شوروي روزونکو او پوځي کار پوهانو ته په ایران کې د فعالیت اجازه ورنه کړي. ویلر وايي« ایرانی شاه په دې برخه کې چندان ریښتونی نه راته برېښي چې تهران دې د تېلو د تولید په کمپنیو فشار راوړي چې د ایراني تېلو تولیدات زیات کړي، ځکه چې ایران په خپله په دې وروستیو کې کوېټ د ورته کار له کولو په کلکه منع کړ.
د ۱۹۷۰ م کال د اکټوبر په میاشت کې وزیر لاییرډ په ښکاره خپل همکار روجرز ته په یوه وینا کې وویل چې «د ایران باچا لخوا د څلورو نورو F-4 الوتکو غوښتنه له حده وتلې.» هغه خبر داری ورکړ چې شاه د ایران ددفاع لپاره تر کافي اندازې زیاتې الوتکې لري. د هغه د الوتکو د اخیستو پلان به د هغه مهم عرب ګاونډی عراق نور هم شوروي اتحاد ته نژدې کړي او په سیمه کې به د وسلو د اخیستو سیالۍ ته زور ورکړي او له کبله به یې فارس خلیج نا امنه شي. له بله پلوه به دا کار د ایران په اقتصاد او خلکو فشارونه لا ډیر کړي. لایرډ وویل، په دې برخه کې شک نه شته چې شاه به په دې کارډیر خفه شي چې مونږ نه غواړو په ایران هغه ټولې وسلې خرڅې کړو، چې هغه یې غواړي. «په هر حال زه په دې باور وم هغه لاره چې هغه (شاه) تعقیبوله هم د ایران او هم زمونږ له ګټو سره په ټکر کې وه او زه فکر کوم ددې وخت راغلی، چې له هغه سره د فارس خلیج په سیمه کې د وسلو د ټیکاو او ددغه پروګرام د پیسو او د مسلکي کسانو د اړتیا د بیې په اړه رڼې خبرې وشي». د دفاع وزیر لاییرډ ، په ایران کې د امریکا سفیر ډیویډ پاکرډ ته په نیغې اشارې سره هغه په پوره توګه وپوهاو چې د یوه ملګري او متحد په توګه داسې نه ده ليدل شوې چې شاه دې په یوه واحد طبیعت له امریکا سره د تهران ځانګړې اړیکې رامخې ته کړي، یا ساتلې وي. ان تر اوسه هم ویلر، لاییرډ او روجرز په خپل دریځ ولاړ دي، ځکه چې دوی د سي ای اې، د دې ادارې د مشر او د ایران د خواخوږي هنري کیسنجر تر اغیز لاندې وو.