کریسټوفیل وییس؛ د سوېلي افریقا درېیم ستر شمتن

 
د بریالیتوب لپاره فرصتونه ښايي د ځمکې د سر هر انسان ته برابر شي، خو له دغو فرصتونو بیا ټول ګټه نه شي پورته کولی.  بریالیتوب د هغو په برخه وي چې فرصت تشخیص کړي او موقع له لاسه ور نه کړي. وايي یوه پلار خپله دوه زامن بل هېواد ته ددې لپاره ولېږل چې د بوټو د کمپنۍ لپاره یې بازار موندنه وکړي. زامن يې چې دغه هېواد ته ولاړل ویې لیدل چې د دغه هېواد وګړي بوټ نه په پښو کوي. یوه زوی د دغه وضعیت تر لیدو سم دستي وروسته خپل پلار ته تېلګرام وکړ چې زموږ د تولیداتو لپاره دلته بازار نه شته، ځکه د دې ځای خلک له سره بوټ نه په پښو کوي. دویم زوی هم دغه وضعیت لیدلی و او خپل پلار ته یې په تلګرام کې وویل چې دا د بوټو تر ټولو غوره مارکېټ دی، ځکه دلته هېڅوک بوټ نه لري چې په پښو یې کړي.
د افریقايي میلیادر « کریسټوفیل وییس» د ژوند کیسه هم دې ته ورته ده. کرسټوفیل چې تر ډېره په کریسټو مشهور دی په ۱۹۹۰ کلونو کې له خپل یوه بل ملګري سره زمبابوې ته ولاړ چې د جامو د حلقوي پلورنځي لپاره بازار موندنه وکړي. دوی دغه هېواد ته د تګ پر مهال ولیدل چې ټول زمبابویان خپل کالي له لاس پلورونکو اخلي او هېڅ راز هټۍ نه شته. ملګري یې ده ته وویل چې زمبابوې د جامو د هټۍ لپاره غوره ځای نه دی. سره له دې چې ملګري ته یې د هټۍ نه شتون فرصت نه ښکارېده، خو کریسټو د فرصت په سترګه ورته وکتل او هلته یې هټۍ پرانیستله.
کریسټو وییس د ۱۹۴۱ زېږدیز کال د سپټمر په لسمه ڼېټه زېږېدلی دی. له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د سټېلن بوچ په نوم له یوه پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې لسان ترلاسه کړی دی. د پوهنتون تر بشپړاوي وروسته یې څو کاله په همدې برخه کې کار کړی تر دې چې د خپلو والدینو په مالي ملاتړ یې د « پيپ» په نوم چې وروسته یې نوم پيپکور ته واوښت د جامو یوه داسې کمپنۍ رامنځته کړله چې تولیدات به یې په تخفیف خرڅول.
کرېسټو د خلاق ذهن او پیاوړي مدیریت پر مټ له واړه کاروبار څخه اوس د حلقوي پلورنځیو یوه امپراطوري رامنځته کړې ده.
په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې یې د « شاپریټ» په نوم د خوراکي توکو حلقوي پلورنځي وپېرل او په دې توګه یې خپل کاروبار د خوړو برخې ته هم غځاوه. وروسته یې د «اکېرمنس» په نوم د جامو یوه بله کمپنۍ هم وپېرله. ۱۹۹۱ کال د کرېسټو لپاره مهم کال و ځکه په دغه کال کې یې پر خپل امپراطورۍ څلور نورې کمپنۍ هم ور اضافه کړې.
پيپکر ګروپ اوسمهال د افریقا پر ۱۷ هېوادونو سربېره، په اسټرالیا، برېتانیا او پولنډ کې هم فعالیتونه لري. ویل کېږي چې دغه کمپنۍ شاوخوا ۲۸۰۰ څانګې لري چې ۲۸۰۰۰ کسان په کې پر دندو بوخت دي.
کرېسټو په سوداګرۍ او کاروبار کې د سترو بریالیتوبونو له کبله یو شمېر جایزې او اېوارډونه هم کټلي دي. نوموړی په هغو برخو کې چې دی فعالیتونه کوي ۱۱مه بریالی کس او د سویلي افریقا په تاریخ کې ۶۹ تر ټولو بریالی کس بلل کېږي.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې کرېسټو وییس اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۴ ام او په سوېلي افریقا کې درېیم ستر شتمن دی.
ده واده کړی، دری بچیان لري او د سویلي افریقا په دویم ګڼ مېشتي ښار کپ ټون کې ژوند کوي او یوازې د همدغه هېواد تابعیت لري.
 
 
 
دغه ليکنه په «همیانۍ» ورځپاڼه کې هم خپره شوې.