
د زمانې په غېږ کې ډېر ترخه حقایق پټ دي او د انسان د سر په کاسه کې د انسان د لاسه د اوبو څښل هم څه نوي خبره نده.
هغه چې ورور له ورور سترګې اوباسي او پلار د زوی پر مرۍ د مرګ چاړه راکاږي، هغه هم ځانګړي دلایل لري.
د ژوند په کږلېچونو کې ډېرې هسکې او ټیټې پراتې دي او ډېرو لارویانو پکې لارې ورکې کړي، نو ځکه پدې کږلېچونو کې باید سړی ډېر دقت وکړي، هسې نه چې په ګړنګونو ورپېښ شو.
پدې دنیا کې هم ډېر څه تېریږي، هلته چې پلار د زوی له لاسه د زهرو پیاله څښي او مور د زړه له ټوټې درد دیږي، پدې کې هم یوه پټه خودخواهي پراته ده.
هۍ هۍ سیاست هم عجیبه لوبه ده، چې نه مخ لري او نه څټ.
دا بې مخه او بې څټه لوبه نه دائمي دوست پېژني او نه دائمي دښمن.
پدې اساس سره سیاسي منطق د یوې پیالې محصول دی، چې یو پکې شات د شیدو سره نوش کوي او بل پکې د همدې فرد د لاسه زهر څښي.
پوهېږئ چې خلک څه کوي؟
دلته ډېر خلک کوهي ته تږي بیول شوي او بیا بېر ته تږي راوستي شوي، چې دا هم د سیاسي منطق لید لوری دی.
بس دا هرڅه پېښیدونکي دي. په ډېر وږو او چانګ نسو باندې په څرګند ډول معاملې روانې وي او په غړولو سترګو پلورل کیږي، نوځکه ویلی شو چې سیاسي منطق د سیاستوال په فکر کې د مکر او فریب پانګه ده او سیاستوال د چرګ لکۍ ده چې هره شیبه یوې خوا او بلې خوا تاویږي.