
تازه کاره مالي مشاور یئ، خو د کار د پیلولو لپاره هېڅ ایډیا نه لرئ.
سختې هڅې کوئ، خو نتیجې ته نه رسیږئ.
ډېری مالي مشاروان په خپلو کې سره ورته مشترکات لري.
د هر سلاکار لپاره دا مهمه ده، چې په راتلونکي یوه کال کې ترلاسه کوونکی هدف وټاکي. وروسته یې په نورو وړو لنډمهالو اهدافو وویشي، چې اصلي هدف ته په رسیدو کې ترې مرسته وغواړي. د مثال په ډول، که ستاسې یو قرارداد په کال کې ۳۰ میلیونه افغانۍ عاید لري، د میاشتې باید دوه نیم میلیونه افغانۍ عاید ولرئ. ددې چارې لپاره باید هره میاشت مشخص بیمه یي تړونونه ولری. څنګه کولای شی دغه هدف ته ورسیږئ؟
که په هرو څلونو مشتریانو کې یو هغه له تاسې سره د قرارداد کولو لېوال وي، په میاشت کې باید له شلو کسانو سره وګورئ. که له هرو دریو ټیلیفوني اړیکو یوه هغه له تاسې سره ملاقات غواړي، په هره میاشت کې باید ۶۰ ټیلیفوني اړیکې ولرئ. یانې که په اوونۍ کې پنځه ورځې کار وکړئ، د ورځې باید درې اړیکې ولرئ. د اهدافو ټاکل له تاسې سره د ورځنیو چارو په تنظیم کې مرسته کوي.
بل مهم څیز د مشتریانو د شبکې پراخول دي. د خپل کور له غړو او ملګرو یې پیل کړئ. هغوی مو کلونه کلونه پېژني او باور هم در باندې کوي. په خپلو ناستونو او مجلسونو کې له پخوانیو ملګرو سره بیا اړیکې ټینګې کړئ. د ملګرو ملګري در خپل کړئ. د پلار او ورور ملګري در خپل کړئ، په دې ډول ستاسې د ملګرو شبکه ورسره پراخیږي. څومره مو، چې وس رسیږي کارتونه مو خلکو ته ور وویشئ. ډیر ځله اداره کارت درته چاپوي، خو تاسې د میز په روک کې ایښي وي. دا ښه کار دی، کېدای شي د چا به ستاسې خدمات سملاسي نه وي په کار، خو ممکن یوه ورځ د اړتیا پرمهال زنګ درته راشي. که زرو کسانو ته کارتونه وویشئ، په میاشت کې خو به ۱۰ تنه درته زنګ ووهي. په لسو کې حتما یو دوه داسې کسان وي، چې یا به قرارداد درسره کوي او یا به مو د پیر او پلور ملګرتیا سره جوړیږي.
له قراردادیانو سره په ناستو کې ښه لباس، ښه څېره او چلند مهم دي.
که سر مو ګګر وي، شاته مو پر مغزي ویښتان پاتې وي، یا ویښتان مو شاته ګډوډ وي، په سر کې مو پخه وي، کالي مو خیرن وي، نکټايي مو خرابه اچولې وي، جوراب مو یوځای ایښي وي او تاسې بوټان همداسې پښو کړي وي، یا پر میز مو وچه ډوډۍ اېښې وي، مقابل اړخ ته به ډیر بط سلیقې په نظر ور شئ. ستاسې شخصیت له همدې ځایه ارزول کیږي. مه دومره غږیږئ، چې مقابل اړخ درنه ستړی شي، خو مه دومره غلی پاتې کیږئ، چې پر وړتیا مو شکمن شي. لومړی مقابل اړخ پریږدئ، چې ښه وغږیږي، بیا وروسته خپله وغږیږئ. هیڅ وخت کوښښ مه کوئ، چې خلکو ته حق او ناحقه خپله وړتیا ور وښيئ، د موضوع اړوند وغږیږئ، خو ښه وغږیږئ.
هېڅ داسې خبره مه کوئ، چې په مقابل اړخ کې ستاسې د خدماتو او سلا مشورې د چارو په تړاو شک پیدا شي. ډیر وړوکي درواغ ستاسې ټولې خوارۍ ابته کوي. یوچا ته چې خدمات ور کوئ، څه مو، چې شفاهي ورته ویلی، یا مو په کاغذ کې ورته لیکلي د هغو مطابق عمل وکړئ. که داسې ونه کړئ نه یوازې دا، چې زیان کوئ، بلکې مشتریان به هم پر ځان بې باوره کړئ.
په مشوره کې ځان ته خپله کار پیدا کړئ. د ادارې د هرې ورځې چارې وځیرئ. بازار وڅيړئ او بیا پرتلنې و کړئ. تاسې ته خپله کار او د مشورې فرصت پیدا کیږي. دې ته مه منتظر کیږئ، چې د ادارې رییس او مسوول مو ور وغواړي. ( ژباړه او زیاتونه)
دا لیکنه په (همیانۍ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده