کرن پریتزکر؛  د کورنۍ ۱۷ غړي میلیاردران دي

 
امریکایۍ « کرن پریتزکر» د شیکاګو ایالت د یوې شتمنې کورنۍ غړې ده. د پریتزکر کورنۍ په امریکا کې له سترو شتمنو کورنیو شمېرل کېږي چې د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې د دې کورنۍ ۱۷ غړي میلیاردران دي.
کرن او د کورنۍ نورو غړو ته یې شتمني له نیکه څخه په میراث پاتې ده. د نوموړې نیکه «Abram Nicholas Pritzker» د یوه اوکرایني کډوال زوی و. پلار یې د کډوالۍ په لومړنیو وختونو کې د فارمسست په توګه دنده ترسره کوله، خو وروسته یې وکالت پیل کړ. ده د بریالیتوب د رازونو په اړه یو کتاب ولیکه چې راتلونکو نسلونو یې له همدې کتاب څخه په الهام اخیستو لوی کارونه ترسره کړل او اوس ټول میلیاردران دي.
د زامنو ترمنځ یې ابرام نیکلسون چې د کرن نیکه دی، له ده سره د وکلات په چارو کې مرسته پیل کړه.  ابرام چې په سوداګریزو قانونینو کې یې مهارت درلود تر یو څه وخت کار وروسته د جک په نوم د خپل ورور په مرسته چې د املاکو پر قوانینو پوهېده، د ځمکو او جایدادونو سوداګري پيل کړه. دغه راز یې په کوچنیو کمپنیو کې پانګونې ته مخه کړه.
د پریټزکر وروڼو کاروبار پراخ شو او ښې ډېرې پیسې یې ترې پیدا کړې. ابرام نیکلسون دری زامن درلودل چې کرن یې د رابرټ لور ده.
رابرټ له دوو نورو وروڼو سره په ګډه د مارمون په نوم د کمپنیو یو ګروپ درلود چې وروسته سره بېل شول. دې کورنۍ په ۱۹۵۷ کال کې د هیات په نوم هوټل هم رامنځته کړی. دغه راز له ۱۹۸۳ څخه تر  ۱۹۸۸ کال پورې د برنیف ایرلاین په نوم د یوه هوايي شرکت مالکیت هم له دې کورنۍ سره و. کورنۍ په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې پانګې سره ووېشلې.
د تنباکو یوه کمپنۍ یې په ۳،۵ میلیارده ډالره وپلورله. ترڅنګ یې د مارمون ګروپ اکثریت برخه ونډې د وران بوفېټ پر برکشیر هېډوې په ۴،۵ میلیارده ډالره وپلورلې.
کرن هم د خپلو مشرانو له کاروباره میلیاردره شوې، خو په شتمنېدو کې یې د خاوند ونډه هم د پام وړه ده. دې د نارټ ویسټرن په پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې دي. نوموړې د ماډر ورکېنګ په نوم له یوې مجلې سره د اېډېټرې په توګه دنده ترسره کړې ده. تر دې وروسته یې له څلورو نورو مجلو سره هم کار کړی دی.
کرن د میخایل ولاک په نوم له یوه سوداګر سره واده کړی. دوی دواړو اوسمهال د هیات هوټل او اپل ترڅنګ په بېلابېلو کمپنیو کې ونډې لري. کرن له ولاک څخه څلور اولادونه لري. دا په امریکا کې یوه له خیرخواه میلیاردرانو شمېرل کېږي. کرن او خاوند یې د یالې پوهنتون د طب له پوهنځي سره ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دغه راز یې پنځه میلیونه ډالره د تیچر امریکا په نوم له یوه پروګرام سره مرسته کړې ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې کرن پرنتزکر اوسمهال څلور اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۳۸۰ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۱۳۸ ځای لري.
نوموړی یوازې د امریکا تابعیت لري او د دغه هېواد په کونکټېکېټ ایالت کې ژوند کوي.
دا لیکنه (همیانۍ ) ورځپاڼې ننۍ ګڼه کې چاپ شوې ده.