د تېلو بادشاهان (۵ برخه)

ولسمشر د شاه په اړه ډېر پیاوړی احساس درلود:
   د ولسمشر ایزنهاور مړینې په امریکا کې له ۲ کلونو وروسته ولسمشر نيکسون او باچا شاهته لومړنی ښه فرصت په لاس ور کړ چې په شخصي توګه سره وګوري. دوی په ۱۹۵۰ مو کلونو کې کله چې ښاغلی نیکسون د ایزنهاور د مرستیال په توګه کار کاوه ډېر ځله سره کتلي وو. په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د نيکسون د سیاسي نبوغ په زمانه کې دوی دواړه ( نیکسون او شاه) له یوه او بل سره د اردیشیر زاهدي په مټ سره په اړیکه کې وو. ښاغلی زاهدي د جنرال فضل الله زاهدي زوی وچې د ‍۱۹۵۳ کال د کودتا پرمهال د ایراني پوځ د همغه کنډک قومندان واو له کودتا وروسته یې د ایران د پوځي حکومت مشري کوله. وروسته له هغه چې شاه، فضل الله زاهدي په زور د لومړي وزیر له موقف څخه د واک خوشې کولو ته اړ کړ، هغه تقاعد او سویس ته ولاړ یا په بله مانا تبعید کړی شو. هغه خپل زوی په ایران کې پرېښود چې په دودیز ډول د  فارس تخت او تاج ته چوپړ ترسره کړي. له شاهي کورنۍ سره د اردیشهر خپل شخصي نږدې والی په ۱۹۵۷ کال تر هغه وروسته ډېر ټینګ شو چې د شاه د لومړۍ مېرمنې مصرۍ ملکې فوزیې له لور، شهزادګۍ شهنازسره یې واده وکړ. 
د شاه لخوا پر خپل زوم د باور علایم په ۱۹۵۹ کال کې هغه مهال روښانه شول چې هغه له خپل زوم څخه وغوښتل د درېیم واده او د نوې ملکې د موندلو د ټیم (ریبارۍ)مشري وکړي. د شاه دویمه مېرمن ملکې ثریا خپل ګډ ژوند له پاچا سره پای ته ورساوو او طلاق یې واخیست لامل یې دا و چې ملکې ثریا ونشو کولی د پاچا ځای ناستی یا شهزاده دنیا ته راوړي.
یوه ایراني تاریخ پوه لیکلي: ( شاه لېواله و چې د میراث سلسله دوام ومومي اوله خپل ځای ناستي ډاډه شي. بلاخره شهناز او زاهدي وتوانېدل چې یوه دنګه ایرانۍ نجلۍ پیدا کړي چې د فرانسې په پاریس کې یې د انجینرۍ په برخه کې لوړې زده کړې کولې او دوی هغه شاه ته ور وپېژندله. د هغې نوم فرح و او د باچا د زوم ښاغلي زاهدي په کور کې بلاخره ده او د هغې د را تلونکې ملکې ترمنځ لومړنۍ لیدنه وشوه.) د شاه او د فرح دیبا ترمنځ په همدې کال کې واده وشو. له دې وروسته ښاغلي زاهدي ته د هغه دوفادارۍ له کبله په ۱۹۶۰ مو کلونو کې په واشنګټن او بیا په لندن کې د ایران د سفیر دنده ور کړل شوه. خو کله چې هغه په ۱۹۶۷ م  کال کې د ایران دبهرنیو چارو دوزیر په توګه وټاکل شو، نو د شهزادګۍ شهناز او زاهدي ګډ ژوند په طلاق سره پای ته ورسېد.
د اردیشیر زاهدي شخصي سټایل د یوه مشر ډیپلومات په توګه ډېر ازاد او غیر ډیپلوماتیک و. د بهرنیو چارو دغه نوي وزیر ان له شاه سره په ډېر ازادانه ډول خبرې کولې. هغه خپل ملت پاله طبیعت او له عربانو سره خپله خواخوږي پټه نه شوه کړی. هغه به په عام محضر کې په روښانه د ایران په لویدیځو متحدینو نیوکې کولې او په پرلپسې یې دا ګواښ کړی و، چې که خپلې موخې ته ونه رسیږي استعفا به وکړي. شاه به له ښاغلي زاهدي سره مخالفت نه کاو او داسې به یې انګېرله چې کېدای شي هغه احساساتي شوی وياو هغه ته به یې د بې فکره ځوان ورور خطاب کاوه. یو ځل یې په یوه ډیپلوماتیکه ناسته کې د یوې ناسمې خبرې له کبله د میز سر ته سوک ورکړ. په یوه بل ځای کې کله چې شاه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر سره په خبرو کې ښه ژور بوخت و، زاهدي را ورسېد او داسې ستړې مشې یې وکړل چې ډیره بې ادبه بلل کېده، شاه تر شونډو لاندې په فارسي ورته وویل چې (اردشهره ستونزې مه جوړوه).
د سفیراو بهرنیو چارو وزیر په توګه ښاغلی زاهدي هغو سترو شخصیتونو په ځانګړې توګه جمهوریت غوښتونکو سیاستوالو لکه ریچارډ نیکسون، نلسن روکفیلر، باري ګولډواټر او رونالډ ریګن ته ډېر پام کاوه، چې د سړې جګړې پرمهال یې د عامو امریکایانو مشري کوله. هغه له نیکسون سره ډېره مینه درلوده او یو ځلې هغه ورته ویلي وو، چې د یوه ستر انسان په توګه ورته پراخ احساس په زړه کې لري. کله یې چې په ۱۹۶۲ م کال کې د کلیفورنیا د والي کېدو سیالي وبایلله نیکسون له سیاست او دولتي ژوند سره خدای په اماني وکړه. په همدې وخت کې زاهدي له هغه سره ولیدل او دواړو په خپلو کې روابط ټینګ وساتل. د ۱۹۶۷ کال په لومړیو کې یو ماښام زاهدي له ښاغلي نیکسون او د ایزنهاور له لوی څارنوال ویلیم روجرز سره د منهاټن په (۲۱) کلب کې د شپې ډوډۍ یو ځای سره وخوړله. زاهدي د خبرو اترو پرمهال درک کړه چې نیکسون پلان لري سیاسي ډګر ته د دويم ځل لپاره راشي، او هوډ لري چې بیا د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي. هغه (زاهدي) په والډوف ټاور هوټل کې خپل هستوګنځي ته را ستون شو او د ایران باچا رضاشاه ته یې تېلیفون وکړ. شاه په دغو شپو کې په سټ موریتز کې دیخمالک وهلو د خپلې کلنۍ رخصتۍ  د تېرولو په درشل کې وو.  
ښاغلي زاهدي شاه ته وویل، (په اپریل کې کیدای شي نیکسون نژدې او لرې ختیځ ته د حقیقت موندنې یو  شخصي سفر تر سره کړي او د ایران له لارې غواړي بېرته خپل کور واشنګټن ته ستون شي. نو ولې موږ هغه ته بلنه ورنه کړو چې شاهي ماڼۍ ته د چای څکلو او خبرو اترو لپاره راشي؟ شاه چې له نژدې امریکايي سیاست او سیاستوال څارل، په دې پوه شو چې د نیکسون ستوری له واشنګټن څخه په تلو سره راغورځېدلی. هغه په ریشخند ډول خپل خارجه وزیر وپوښت چې نن ماښام د شپې د ډوډۍ پرمهال هغه څومره شراب وڅښل؟ خو ښاغلي زاهدي له دغه ځوابه ډډه وکړه، خو هغه وايي چې: (ما یو ډول لېونتوب په دغه مهال احساس کړ، ددربار او بهرنیو چارو وزارت او شاه ته مې خطونه واستول. ټول تهران ته د ښاغلي نیکسون د سفر پر ضد وو، خو ما هغه ته بلنه ورکړه. پر دغه مهال د دربار وزیر اسدالله علم او لومړی وزیر امیر عباس هویدا زما پر ضد وو.) دوی شاه ته خبرداری ورکړ، چې داسې هېڅ کار ونه کړي چې ډیموکراټ ولسمشر لینډون جانسن پرې خفه شي. چې په ۱۹۶۸ کال کې د دویم ځلي ټاکل کېدو  لپاره د تیارۍ په حال کې و، شاه بلاخره موافقه وکړه چې نیکسون دې تهران ته راشي خو، دا یې وویل چې د هغه سفر باید یو عادي لنډسیاحتي ډوله سفر یا لیدنه وي او عمومي مسایل دې ور سره وڅېړل شي نه رسمي بحثونه .. خو په هر حال په ۱۹۶۷ کال کې له تهرانه د نیکسون سفر تر هغه ډېر اوږد او مهم شو چې شاه یې تمه درلوده.
 
شاه بلاخره لېواله شو چې د څو ساعتونو لپاره له ښاغلي نیکسون سره د نیوران په ماڼۍ کې وګوري او خبرې اترې ور سره وکړي. دوستانه خبرې د ۱۹۶۷ کال د اپریل د ۲۲ په نژدې ماښام کې د چای څکلو پرمهال پیل شوې خو ژر داسې مهمو مسلو ته ورسېدې چې تصور یې نه و شوی. شاه او نیکسون په دغه لیدنه کې د هغې بهرنۍ پالیسۍ پر ځینو مهمو برخو خپل نظرونه سره شریک کړل او هم یې خبرې وکړې چې په دواړو هېوادونو يې اغېز درلود. له ۲ ساعته خبرو اترو وروسته د ماښام په ۷ بجو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي زاهدي نیکسون د هغه د هستوګنې هوټل ته بوته او هلته دوی دواړو د سهار تر څلورو بجو په خپلو کې سره وغږیدل. ښاغلی زاهدي وايي: ( موږ د امنیت، د فارس خلیج، د تېلو پرسر، د شوروي د دسیسو او د برېتانیې په اړه خبرې سره وکړې چې کله نا کله موږ دواړه خواوې استعمالوي. ما په سبا په دې تړاو رضا شاه ته پوره مالومات ورکړل چې ما له نیکسون سره په دغو مسلو خبرې وکړې. او دا پټې یا غیرې رسمي خبرې وې او هېڅ ډول یاداښتونه مو نه دي اخیستي. ان د امریکا سفیر ارمین مییرهم ومنله چې زموږ له ناستې بهر شي.) ښاغلی زاهدي وايي نیکسون له دغې لیدنې مننه وکړه او د ټاکنو له ګټلو وروسته یې مییر په جاپان کې د  سفیرپه توګه په دنده وګماره.
په ۱۹۶۷ کال کې له تهران څخه د نیکسون لیدنه او هلته له شاه او زاهدي سره ترسره کړې خبرې شخصا نیکسون، د امریکا د راتلونکې دورې د بهرنۍ پالیسۍ او د ایران او متحدو ایالتونو د اړیکو لپاره د پام وړ یو مرکزي ټکی شو. ارمین مییر دا ومنله چې ایرانیانو په نیکسون باندې چې په اسیا کې د ښکېلتیا لپاره د نوو لارود موندلو په لټه کې وو ژور اغېز پرې باسه. وروسته سفیر مییر تایید کړه چې (زما د قضاوت له مخې د نیکسون سیاسي دوکتورین له هغه وروسته پرمختګ وکړ چې په ۱۹۶۷ کال کې یې له تهرانه شخصي لیدنه وکړه.) نیکسون او شاه په دې موافق شول چې دا به زموږ او ستاسېد متحدینو لپاره ښه وي چې هر یو خپلو ستونزو ته په خپله ځواب ور کړي. دوی ته هغه اړین وسایل ورکړه چې دوی په خپله خپل کار تر سره کړي. ولې امریکايي ځوانان په ایران کې وجنګیږي؟ نیکسون هم ایران ته پوره قناعت ورکړی و، چې ښي اړخي استبدادي رژیمونه لکه د شاه شاهي مستبد نظام باید تر فشار لاندې را نه وستل شي، چې لوېدیځ ډولې ډیموکراسي او بشري حقونه ومني. ۳ میاشتې وروسته له هغه چې له تهرانه را ستون شو نیکسون د ځانګړو کسانو یوې ټولنې ته له سان فرانسیسکو بهر په باهیمینګرو کې وینا وکړه. هغه هلته خپله هغه طرحه وړاندې کړه چې وروسته د هغه د ولسمشرۍ د دورې د بهرنۍ تګلارې اساسي او محوري ټکی وګرځېده.
 
وروسته له هغه چې د یوې بریالۍ اقتصادي کیسې یا پروژې په توګه ایران وڅارل شو، نیکسون خپلو اورېدونکو ته ور په یاد کړل- سره له دې چې په ایران کې ډیموکراسي او د خلکو استازیتوب کمزوری دی (د دوی سیستم د دوی لپاره ښه کار کوي.) موږ باید دا ومنوهغه سیاسي سیستم او امریکايي ډوله ډیموکراسي چې موږ یې د خپل ځان لپاره خوښوو،  اړینه نه ده چې په اسیا، افریقااو لاتینې امریکا کې دې د خلکو لپاره د حکومت ښه ډول وي. 
نیکسون هېڅکله د ایران د باچا مېلمه پالنه او یا د هغه د بهرنیو چارو د وزیر ملګرتیا هېره نه کړه. وروسته په سپینه ماڼۍ کې هغه خپلو کارکونکو ته ور یاده کړه کله چې «زه په واک کې نه وم، نو یوازې د ایران باچا او د فرانسې ولسمشر ګویلې خپلې دروازې ما ته خلاصې کړېاو هغه ډول په احترام او ادبیې و نازولم چې زه یې وړ وم.»
په لومړي ځل چې نیکسون په سپینه ماڼۍ کې ښاغلي زاهدي ته هرکلی ووایه نو له نادراتو سره سم یې هغه په غېږ کې ونیو او ستړې مشې یې ورسره وکړه (تاسو زموږ ښه ملګری یاست) د نیکسون – پهلوي اړیکې د ژورې ستراتیژۍ، جیوپولیټیکو موخو، شریکو ګټو او د دوه اړخیزې لېوالتیا پر اساس ولاړې وې. نیکسون او شاه د دودیز احساس له مخې سره ملګري نه وو. نیکسون لږ ریښتیني ملګري درلودل او شاه دوی دشټپنۍ ملګرو په توګه ساتلي وو، خو په هر حال شاه د نیکسون استعداد او وفادارۍ ته درناوی درلود.
ریچارډ هلمس له دواړو مشرانو سره د کلونو کلونو لپاره  له نژدې کار کړی و. هغه د دوی دواړو ترمنځ د ملګرتیا اوازې داسې تشریح کوي لکه یو له دوی څخه چې افسانه ..... یا کومه کیسه وي. «زه په باور سره وایم چې ریچارډ نیکسون ان د امریکې په متحدو ایالتونو کې کوم نژدې ملګری او دوست نه درلود. دارنګه د ایران شاه هم هېڅکله نژدې ملګري او دوستان نه درلودل. دا ډول کسان هېڅکله پر چا پوره باور نه کوي. د همدې لپاره دوی دواړه د خلاصې غېږې یاران نه وو. دوی  په ساده ډول د خپلو ګټو پر اساس له یو او بل سره ملګري وو او پېژندګلوي یې سره کوله. دوی دواړه ډېر ښه  جیوپولیټیک سیاستوال وو، دوی دواړه ډېر ریښتیني یا واقیعت بینه سیاستوال وو او دوی په خپلو کې د دوه اړخیزو ګټو زمینه برابره کړه، دوی دواړه (نیکسون او پهلوي) له خپلو ګډو تودو اړیکو خوند اخیست.» په نیویارک او کلیفورنیا کې د نیکسون له شخصي کور څخه په هغو کلونو کې چې هغه له یوې دورې جمهوري ریاست وروسته  شخصي ژوند ته ور ګرځېدلی وو د یو شمېر کتونکو د لیدنو کتنو پرمهال و ویلي، (د ایران د شاه یو چوکاټ کړی تصویر د نیکسون د میز تر شا اېښی وو او یوه ایرانۍ قالینه هم هواره وه. د نیکسون د ولسمشرۍ پرمهال سپینه ماڼۍ هم په ډېرو ورته قیمتي توکو مزیینه شوې وه. لکه د څلورمې پېړۍ د ساسانیانو غاړه کۍ، د ۲۲ قیراطو سرو زرو یو قاب، دوه طلايي ساعتونه، د خالصو سرو زرو د وینا یو سټېج او یو داسې ساعت چې دننه په کې لیکل شوي وو چې (د سولې نسل).
 
د ایران باچا ته  د ولسمشر نیکسون لېوالتیا او احترام تر دې کچې روښانه او ښکاره و چې د هغه سلاکاران یې تر دې په اندېښنه کې کړي وو چې فکر یې کاوو نیکسون غواړي دا ځل په سپینه ماڼۍ کې د ایران دګټو لپاره هر کار ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر خپل یوه همکار ته ویلي وو: ((ولسمشر د شاه د ملګرتیا په اړه ښه او پیاوړی احساس لري.)) نیکسون په دې مشهورو چې په یوه شېبه کې  داسې قانوني ضربه یي پرېکړې کوي چې حالات په بل مخ اړوي. کله چې هغه شاه ته راغی، نو له اور غورځوونکي انداز سره را دننه شو  چې د هغه په څېره کې له ورایه ښکاریده چې ښه انداز نه و.
 
کله چې هغه په واشنګټن کې د ایزنهاور په جنازه کې و، شاه د ولسمشر د ملي امنیت له ډلې سره کتلي وو. دوه پېښې له هغوی سره په هغې لیدنې کې رامنځته شوې وې. د اپرېل په لومړۍ نېټه په هغې ورځ چې د متوفا ولسمشر ایزنهاور جنازه د وروستیو مراسمو لپاره د کنساس ایالت په ابیلین کې خپل وروستي استراحت ځای ته پورته شوه. د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم روجرز سره په خبرو کې  شاه پوښتنه کړې وه، چې امریکایان په ځانګړې توګه د داسې یوه متحد په اړه څه ډول انګېزه لري او یا فکر کوي چې د دوی ځوانان خوري.
هغه په ویتنام کې د امریکایانو تجربې ته اشاره کړې وه، چې نیم میلیون امریکايي ځواکونه په کې په سختو، پېچلو او خطرناکو پارکونواوځنګلونو کې ګیر پاتې وو. شاه دا هم ویلي وو چې د ناورین رامنځ ته کېدو یو دلیل کېدی شي دا وي چې  په ۱۹۶۳م کال کې د ډي ایتات په نوم د امریکا په مشرۍ کودتا کې د سوېلي ویتنام ولسمشر نګو ډینا ډیم ووژل شو. شاه دا هم د اعتراض په ډول ویلي وو:«هغه یو پیاوړی مشر و او کله چې له واکه را وپرځول شو نو همغه مهال یې له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو لړ پرمختګونه کړي وو.» دغه ډول لوڅ او بې باکانه اعتراض د امریکې د یوه دوست له خوا پر امریکایانو خورا بد ولګېدلاو په یوه ناسم وخت کې یې د امریکايي لوړپوړو مامورینو د مغزو چینجي په حرکت راوستل. ښاغلي روجرز په ډېره مودبانه ډول د شاه ادعا وننګوله  او ورته ویې ویل: ((د امریکا متحده ایالات د نګو دینا ډیم د وژنې مسوولیت لري، خو دا موافقه یې کړې چې متحده ایالات به د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.)) وروسته د ماښامنۍ پرمهال د ایران په سفارت کې چې د مسوچوسیت په سړک کې و شاه له هنري کیسنجر سره وکتل. په دې لیدنه کې په واشنګټن کې د ایران سفیر هوشنګ انصاري هم ګډون درلود.
د دواړو ترمنځ د خبرو اترو پرمهال  په منځني ختیځ کې د شوروي اتحاد په  راتلونکو هیلو خبره راغله  اوشاه دا مسئله د یوه کس له خوا د واک  چلولو ښه والي ته اشاره وکړه او دغه ډول واک یې مثبت وباله. هغه کیسنجر ته وویلي:«د ستالین بهرنۍ تګلاره لږ تر لږه د ټېکاو یو ټکی لري او د لوېدیځ د خطرناکې بهرنۍ تګلارې په پرتله ډاډ په کې موجود دی.» یهودي کیسنجر چې په جرمني کې زېږیدلی و، د نازي جرمنيانو له وېرې په وړوکوالي کې وتښتېد او د یهودانو د ډله ییزې وژنې (هولو کاسټ) پرمهال یې ډېر خپل خپلوان ووژل شول ویې ویل: ((زه په لویه کې د شاه له دغه نظر سره موافق یم چې د دیکټاټورو حکومتونو د ښه والي په اړه یې وړاندې کړ، خو یو لړ استثنات شته، لکه هيټلر، هغه هم په یوازې سر واک چلاوو او خورا خطرناک ثابت شو))، خو شاه  اعتراض او ټینګار وکړ (چېرته چې یو کس واک چلوي هغه په معمول ډول ډېر محتاط وي.)) پر  کیسنجر دا خبره بې خونده ولګېده.
محمدرضا شاه د ویتنام نګو ډینا ډیم ته اشاره وکړه او ویې ویل، هغه د امریکا یانو د بې باورۍ له کبله له خپل اصلي لوري بې لارې شو. د یوه کس لخوا د واک چلولو مثبتو ټکو ته د ایران باچا رضاشاه په روښانه ټکو کې د ولسمشرانو ایزنهاو، کینډي او جانسن په وختونو کې اشارې کړې وې. که واشنګټن او تهران غواړي په خپلو کې اړیکې سره ولري، نو باید د ۲ برابرو هېوادونو ترمنځ وي.
 شاه کیسنجر ته  د یوې پټې معاملې وړاندیز وکړ، چې ایران به په امریکا باندې د راتلونکو لسو کلونو لپاره په ورځ کې یو میلیون بېرله  نفت، هر بېرل تر نورو یو ډالر ارزانه وپلوري. هغه  کیسجنر ته معقول وړاندیز وکړ او ورته یې ویلي، د امریکا متحده ایالات دې دغه تېل له دوی څخه واخلي او یو چیرته دې زیرمه کړي، چې په بده ورځ کې یې په درد وخوري، یانې که کله د تېلو د صادرونکو هیوادونو لخوا د تېل تولید او عرضه کول درول کیږي، نو له دغو تېلو دې ګټه پورته کړي. خو ددغه تړون وخت سم نه وو. د ۱۹۵۹ م کال په مارچ کې د ایزنهاور ادارې پر هغو نفتو سربیره چې متحده ایالتونه یې واردوي جبري نور تېل هم غوښتي وو. دغه اضافه برخه تېل امریکا ددې لپاره اخیستل چې د امریکا د خامو تېلو کورنی صنعت له بهرنیو سیالیو وژغوري او دا ډاډه کړي، چې متحده ایالات نه غواړي د تېلو د وارداتو او اړتیا  له اړخه په یوه بهرني هیواد ډیره تکیه وکړي. امریکا ته د ایران د باچا ددې  وړاندیز موخه چې په ارزانه بیه تر اندازې ډیر تېل په امریکا پلوري دا وه چې د امریکا د اقتصاد تکیه د ایران په تېلو او زیرمو زیاته کړي.
 
د ۱۹۶۹ کال د اپرېل میاشتې په درېیمه له واشنګټن څخه د تهران پر لوري د رضا شاه له الوتنې څو ساعته وروسته د سویلي اسیا او نژدې ختیځ لپاره د ملي امنیت د شورا ډلې پر ایران د وسلو په خرڅولو غونډه وکړه. دوی دا تشخیص کړه چې د ایران شاه خپلې پښې امریکا ته ډېرې را پراخې کړې او غواړي په واشنګټن کې نوې اداره وازمویي. دا هغه څه دي چې تمه یې هم کېده. یو خوا امریکايي چارواکو سپارښتنه وکړه چې ایران ته سل میلیون ډالره پوځي پور یا مرسته زیاته کړي او ۲ نورې F-4 جنګي الوتکې هم پرې وپلوري. له دې سرهسره چې د ایران اقتصادي پرمختګ ښه پرمخ روان وو، د خبرداري داسې نښې نښانې را برسېره شوې چې( د ایران په اسعاري زېرموکې بهرني اسعار کم شوي دي، پورونه زیاتیږي، خدمات نسبي کمیږي، په بودجه کې د پوځي لګښتونو اندازه ورځ تر بلې ډېرېږياو د کرنې د تولیداتو احصایې بدې نه برېښېدې.) د ملي امنیت له ډلې سره اوس اصلي پوښتنه داوه چې ایا د ایران د تېلو د عوایدو زیاتېدل به د ایران د شاه غوښتنو او د هېواد لګښتونو ته ځواب وویلی شي؟ ) دوی همدارنګه موافقه وکړه چې د امریکا او ایران لخوا د ایران د اقتصاد د ارزونې کره څارنه باید دوام ومومي چې له کبله یې له امریکا څخه د ایران د پوځي وسایلو ترلاسه کولو یا اخیستلو چاره د متحده ایالتونو تر نظر لاندې وي.
د بهرنیو چارو وزیر روجرز دغه احتیاطي طرحه پیاوړې کړه او د یوه پټ یاداښت( سند) په توګه یې د ملي امنیت شورا ته واستوله، چې وروسته هغه کیسنجر،د کتنې لپاره ولسمشر نیکسون ته وړاندې کړه. د نیکسون د ولسمشرۍ په لومړیو ۲ کلونو کې دا ښاغلی روجرز و، نه ښاغلی کیسنجر چې د ایران په اړه یې د واشنګټن  د ادارې د تګلارو څومره والی او څرنګوالی معلوماوه. په دغه یاداښت کې لیکل شوي وو« له کله چې د وسلو پلورلو پروګرام پیل شوی د ایران په اقتصاد یې اغېز غورځولی دی. تر اوسه له مالي اړخه دا کنټرول ثابت شوی، خو د ایران راتلونکې غوښتنې لاهم د اندېښنې وړ دي چې غواړي پوځي لګښتونه ډېر کړي.خو دا په دې پورې اړه لري چې ایران د تېلوڅومره عواید لوړوي او له هغه څخه په څه ډول ګټه پورته کوي. ولسمشر نیکسون ته په دې اړه مالومات ورکړل شول او دا وروستی ځل نه وو چې ترې وغوښتل شوچې د ایران غوږونه ښه ور تاو کړي چې خپل نظامي اودفاعيلګښتونه  تر اوسنۍ کچې زیات نه کړي.) روجرز په ډېر احتیاط وویلد ایران لخوا د دفاعي لګښتونو د زیاتېدو یوازینۍ لاره داده چې د تېلو عواید یې زیات شي، او دوی نه غواړي چې دا چاره ترسره یا دا ډول حالت رامنځ ته شي.
بلخوا د ایران باچا هم د خپلو پلانونو د عملي کولو له اړخه خبرداری ورکړچې د نظامي لګښتونو زیاتېدل هم په کې شامل وو. تر دې څو اونۍ دمخه د شاه د دربار وزیر اسد علم شاه ته معلومات ورکړل چې شاهي خزانه تقریبا خالي شوې ده. هغه وویل :« د سترو پروژو لکه د ګازو د نل لیکې د غزولو مصارف چې پخوا ۳۵۰ میلیون ډالره اټکل شوي وو اوس ۶۵۰ میلیون ډالره غواړي. ښاغلي علم په وروستیو پرمختیا وو شاه ته مالومات ورکړلاو یو لړ داسې مسایل یې ورسره شریک کړل چې هغه یې سخت خفه کړ. ښاغلي علم د خپلو خاطرو په یاداښتونو کې لیکلي: (ما هغه ته وویل چې هېواد د اوبو د بیو د ناڅاپي دوه برابره کېدو له کبله سخت ناارامه او په ناسم وضیعت کې دی، د یو شمېر سړکونو د قیر (اسفالټ) کولو کار په ځینو برخو کې درېدلی، په ګمرکونو کې فساد زیات شوی، له بانکونو څخه پور اخیستل سخت شوي دي یانې بانکونو خپل شرایط سخت کړي دي او بېلا بېلې سوداګریزې چارې د ماتې خوړلو پرلور روانې دي. په پای کې ما هغه ته په پوهنتونونو کې د مالي بحران د پېښېدو خبرداری ورکړ.» شاه چې د بدو خبرونو اورېدل یې نه خوښول، د اعصابو تودوخه یې لوړه شوهاو غوصه یې کنټرول نه شوه کړی او سمدلاسه یې پوښتنه یې وکړه:( نو په داسې حال کې چې پیسې نه راځي موږ څه کولی شو؟)