
امریکايي استازي له مصر څخه وغوښتل ،چې دشورویانو پر ضد دالازهر دشیخانو پر مټ په مطبوعاتي پروپاګند کې پراخه ونډه واخلي که انور السادات وتوانیږي دې پروپاګند ته داخوان المسلمین پښه راکاږي لا به ښه شي . له دې مطبوعاتي پروپاګند څخه موخه داده،چې عربانو ته دشورویانو بدې کړنې رسوا کړي او دافغانستان مسلمانانو سره یې مرستې ته وهڅوي او دالله په لار کې دجهاد فتوی ورکړي،چې افغانستان دشورویانو له یرغل او شره ازاد کړي .
مصر به یې په بدل کې دبسپنې له هغه صندوق څخه پوره مزدوري تر لاسه کړي،چې امریکا یې دسعودي عربستان او خلیجي هېوادونو په مالي مرسته په جینوا کې ج
وړوي . مصر به همدارنګه له امریکا څخه دجهاد څو چنده مزدوري هم تر لاسه کړي .
که چیرې افغان مجاهدینو وسلې ته اړتیا درلوده( له شک پرته ،چې لري یې ) مصر به خپله هغه روسۍ اضافه وسله ،چې پخوا یې په ډېره ارزانه بیه له مسکو څخه رانیولې وه (جهادصندوق) ته په ډېره ښه بیه ورکړي، او دروس پر ضد جهاد کې به دا ډول ونډه اخلي .
رښتیا هم روسانو مصر ته دا وسله ارزانه نه، بلکې وړیا ورکړې وه،ځکه تر ننه یې دوسلې لګښت نه دی ورکړی ، دا هم ویل کیږي،چې شوروي اتحاد مصر ته دا وسلې دمرستې او بسپنې په بڼه ورکړې وې،چې مصر په خپلو جنګونو (56/67/1973) کې ترې داسرائیلو پر ضد کار واخلي .
شوروي اتحاد له مصر او عربو سره دوسلې دمرستې سربېره دنظامي کارپوهانو، پیلوټانو مرسته هم کړې وه ،چې له مصریانو سره اوږه پر اوږه له اسرائیلو سره وجنګیږي او دا ور زده کړي،چې په مسلکي بڼه دا وسلې څنګه کارول کیږي. که چیرې له مصر او عربانو سره د شوروي اتحاد داقتصادي ، ټولنیزو او سیاسي مرسته په اړه دبحث خبره رامنځته شي هر څه ویلای شئ !
له امریکايي استازي سره لیدو وروسته ، انورالسادات امر وکړ،چې د(قنا) هوايي نظامي ډګر دامریکايي (جها) هڅو ته ځانګړې شي او له همدې ځابه به مصرۍ وسله لومړی پاکستان ته او هلته به یې CIAزموږ پر مجاهدینو ورورنوویشي . ددې ترڅنګ ولسمشر امر وکړ،چې بورسعید بندر دې داسې نظامي اډه شي ،چې دوسلو دزیرمې او لیږد کار ورڅخه واخیستل شي ځکه له دې ځایه دکراچۍ بندر ته هر څه استول کېدای شي.
د1980ز داپریل په لومړۍ نېټه له انور السادات څخه د زړه خبره په یوې مطبوعاتي ناسته کې راووتله ،چې وروسته بیا دمصر خبري رسنیو هم راواخسته " موږ چمتو یو ،چې څومره ژر کېدای شي له افغانستان سره مرسته وکړو او هلته خپلو مجاهدینو ورورنو دمرستې په موخه لاسوهنه وکړو دوی که دا غواړي او یا نه (1)"
له انورالسادات سره له یوې ورځنۍ غونډې وروسته ، بریجنسکي جدې ته ولاړ او هلته یې ولي عهد امیر فهد او ددفاع وزیر امیر سلطان سره ولیدل ، له سعودي څخه غوښتنه داوه،چې له خپل جیبه پیسې راوباسي ، فهد دا غوښتنه په یوه شرط ومنله ،چې دا هر څه باید دومره پټ او محرم تر سره شي ،چې مسکوله موږ څخه کسات وانخلي . داستخباراتو رئیس امیر ترکي الفیصل به له CIA سره دسعودي دمرستو همغږي رامنځته کوي او همدا به مجاهدینو به له مجاهدینو سره اړیکې نیسي او سیاسي سپارښتنې به ورته کوي . امیر فهد دامریکا دملي امنیت پر سلاکار دا شرط هم کېښود،چې واشنګټن به دسعودي هومره مرسته کوي په بله مانا پاتې 500 ملیونه ډالر به مجاهدینو ته امریکا ورکوي او دجنګیالیو داړتیا له مخې به دا مرستې زیاتیږي .
بریجنسکي اړ ،چې دامیر فهد شرطونه ومني ، خو اقتصادي شرط یو څه سخت و ځکه امریکا غوښتل،چې سعودي عربستان دالله په لار کې دجهاد مالي بار ته په یوازې ځان اوږه ورکړي او یا لږ تر لږه له نورو خلیجي هېوادونو سره په ګډه .
بریجنسکي هڅه وکړه،چې امیر فهد ته دا روښانه کړي ،چې دکال نیم ملیارډ ډالر ورکړه دامریکا داستخباراتو لپاره سخته ده او په کانګرس دبهرنیو اړیکوکمیسون اړوند دامنیت څانګه به دپټو عملیاتو لپاره دومره زیاتې پیسې دبودیجې په توګه څنګه ومني .
پردې سربېره دې کمیسونونو ته دبودیجې لیږد به دا مانا ولري ،چې موږ دروسانو پر ضد پټ عملیات ترسره کوو !
امیر فهد له خپل شرط څخه په شا نه شو ،خو امریکا ته یې وخت ورکړ ،چې خپله ستونزه حل کاندي ، اوس به سعودي په یوازې ځان دجهاد دا پروژه پیل کړي او واشنګټن به ورسره هغه مهال یوځای کیږي ،چې الله عزوجل یې مالي ستونزې ورحل کړي .
1980ز کال تېر شو ، خو دجیمي کارتر حکومت دجهادي پروژې لګښت ورنه کړ، سعودي عربستان خپله او دامریکا برخه ورکړه . کارتر دهمدې کال په ټاکنو کې ماتې وخوړه او دخپل امنیتي سلاکار سره یو ځای له سپینې ماڼۍ ووت ، رونالډریګن له خپلې ډلې سره راغی ، دا نو طبیعي وه،چې نوي حکومت ته باید ټولې محرمې دوسیې پرانېستل شي په دې برخه کې دالله په لار کې دCIA دجهاد عملیات و،چې دالحاد او کفر پر وړاندې یې پیل کړي وو .
هغه مهال داستخباراتو مرستیال جنرال ویرنون والټرز ولسمشر ریګن ته ټوله پروسه روښانه او تشریح کړه ، داسې ښکاریده،چې ولسمشر ریګن دشوروي اتحاد پر ضد دجهاد له موضوع سره ډېره لېوالتیا وښوده، خو ستونزه پر ځای وه او هغه ددې پروژې دروند لګښت و او سعودي خپه و،چې دا بار په یوازې ځان پورته کوي ، او دریګن ټاکنیز کمپاین هم پردې راڅرخیده،چې دولتي لګښتونه به راکم کړي،چې قرض پرې کړي او یا یې کم کړي او دا خو عملي نه وه،چې ولسمشر ریګن له همدې اولې ورځې له خپلې ژمنې پر شا شي .
ستونزه حل شوه ، دفرانسې داستخباراتو دبهرنۍ څارګرۍ ضد ارګان مشر الکسندر دومیراچ د1981 ز د جنورۍ پر 23 نېټه په واشنګټن کې دولسمشر ریګن میلمه و . الکسندر ولسمشر ته دنصیحت او سپارښتنه په بڼه وویل : تاسې کولای شئ ،چې دافغان جهاد پروژې لګښت له هغو مخدره موادو څخه پوره کړئ،چې دامریکا څارګرې ادارې دنړۍ په مختلفو برخو کې نیسي او بیا یې سوځوي ، غوره به دا وي ،چې دا وپلورل شي او پرته له دې ،چې کانګرس ته ولاړ شي موافقه ترې واخستل شي دا په ملیاردونه ډالر به مو دنورو له احتیاجه خلاص کړي او CIA کولای شي دا مخدرات پر نورو بڼو هم وکاروي که چیرې یې تر روسي سرتیرو پورې ورسوي (2 ).
ولسمشر ریګن دې وړاندیز ته بیخي وغوړیده ، دCIA نوي مشر ویلیام کایسي ته سپارښتنه وکړه ،چې دا ستر فکر / وړاندیز سمدلاسه پلې کړي الله عزوجل یوه لار پیدا کړه ،چې امریکا د جهاد پروژه له هغه ځایه تمویل کړي ،چې پخوا یې په اړه هیچا وړاندوینه هم نه شوه کولای .
وروسته بيا CIA دافیونو ګټه ولیده او دافغانستان هغه یې تر ټولو بیساري وموندل ، که چیرې دا کروکښت پر صنعت واوړي نو افغان مجاهدین به دنورو له سوال او اړتیا خلاص شي . دافغان جګړې پرمهال دافغان افیونو کرکیله څو ځله زیاته شوه ان تردې ،چې ګټه یې دکال شپږ ملیارده ډالرو ته ورسیده . دافیونو صنعت او کاروبار یې دهېواد په کچه تر ټولو مهم صنعت وګرځید ،چې بیا یې ټول دسوداګرۍ په اړه سوچ کاوه،چې څرنګه یې تر نورو ورسوي .
پاکستانی خبریال احمد رشید وايي : دمخدره موادو د سوداګرۍ په اړه د حرص او هوس تر بریده سترګې پټې شوې وې دشلمې پیړۍ په اتیایمه لسیزه کې په ګرده نړۍ کې دافغانستان دمخدراتو راکړه ورکړه 70%ته رسیدلې وه.
دملګرو ملتونو په چوکاټ کې له مخدره توکو سره دمبارزې ځینو مامورینو دغبرګون په توګه له خپلو دندو استعفاوې وکړې او لامل یې دامریکايي او پاکستاني څارګرو لخوا رامنځته شوي خنډونه او د دوی په کار کې لاسوهنه وه (3 )
د(جهاد) له (مسلمانو ورورنو سره مرسته ) له ( الحاد سره مبارزه ) تر سرلیک لاندې ،چې پر افغان ولس کومه غمیزه رانازله شوې ده تر اوسه پای ته نه ده رسیدلې . په افغانستان کې ښکیلو خواوو تر اوسه د (جهاد، ازادۍ )په جګړه کې نږدې 45 ملیارډه ډالر لګولي دي . CIA په افغان جهاد ! کې 12-14 ملیارډه او سعودي عربستان لس ملیارډه ډالر لګولي دي CIA دجهاد پروژه له تورو پیسو تمویل کړې ده .
په افغان شوروي جګړه کې درې ملیونه افغان انسانان ،چې ډیری یې ماشومان او ښځې دي وژل شوي د 3-4 ملیونو ترمنځ ګډوال شوي دي دا غمیزه لا روانه ده .
اخځلیکونه :
(1) محمد حسنين هيكل، الزمن الأمريكي: من نيويورك إلى كابول، الشركة المصرية للنشر العربي والدولي، ط 4، يونيو 2003، ص258.( محمدحسنین هیکل ، امریکايي زمانه ، له نیویارک څخه تر کابله ، مصرخپرندویه ټولنه چاپ 4 جولای 2003 مخ 258
(2) John Cooley – Unholy Wars: Afghanistan, America and International Terrorism – Pluto Press, june 2002 – P 128-129
(3)Ahmed Rashid –Taliban: Islam, Oil and the New Great Game in Central Asia -I.B. Tauris Publishers, 2000 – P 120-121