د ماشوم دروزنې په اړه

 
کله چې په کوچنیانو کې د خپلو کارونو تر سره کولو لکه د نانځکو په ځای کول،د دسترخوان څخه خپل لوښی لیرې کول او یا د جامو اغوستلو وړتیا ووینئ، پریږدئ چې خپله یې وکړي.
کوچنیانو ته د هر څه جوړولو هڅه مه کوه، بلکې چانس ورکړه چې خپله یې وکړي.
که په دې پوه شوئ چې کوچنیان مو د سختۍ په حالت کې دي، سمدستي یې د ژغورلو هڅه مه کوئ بلکې پریږدئ چې په خپل ځان ډاډ او باور پیدا کړي.
انظباط او دیسیپلین کومه جزا نه ده، د حدودو وضعه کول کوچني ته په اوسنۍ نړۍ کې د سلوک او چلند لار ورښيي اوهمداراز له دې امله بااستعداده او پام لرونکی کیږي.
خپله ماته ومنه، کوچنیان، اصول نه شي زغملی باید چې ځان ورته په لوی لاس پاته راولو. د جامو د فیشن په اړه د کوچنیانو سره له ناندرو باید ځان وساتو همداراز که کله نا کله یې بې ځایه خبرې کولې نو باید ځان پرې ناخبره وساتو.
خپله ماته ومنه، په هغه شیانو تمرکز وکړه چې د پام لرنې وړ وي، یانې ماشوم ته باید سختې خبرې ونه شي، باید و نه وهل شي او همداراز درواغ ورته و نه ویل شي.
کوچنی خپل پلار مور ته ګوري او له هغوی یادوي، سمې جامې اغوستل، دروند سلوک کول په دې برخه دیر ګټور تمامیږي.
کله چې درنه غلطي وشي، اعتراف وکړه، له همدې لارې ستاسې کوچنیان د بخښنې او معذرت غوښتنې وخت او موقع پیژني
تل رښتیا وایه! همدا ستاسې کوچني ته د رښتیا ویلو او دروند سلوک لار ښیي.
خپلې ښځې سره د ماشوم په روزنه کې مرسته وکړه، په یو بل د نیوکو کولو پر مهال مو کوچنیان ځان ناخوندي احساسوي او زیان ور رسوي.
کله چې مو کوچنیان په ښو او مرستندوی کارونو ولیدل، ستاینه یې وکړئ په کوچني کې ښه سلوک روزلو همدا تر ټولو غوره لار ده
یوازې شاباسی کار نه کوي بلکې کوچنیانو ته مو سوغاتونه ورکړئ هڅه وکړئ د هغه کار په اړه خورا دقیق او متوجه واوسئ چې کوچنیان یې له امله د مثبت فیډبک مستحق وي.
داسې مهال باید کوچني ته سوغات ورکړو چې په اړه یې د نیا، نیکه او یا ملګري سره ستاینه کوو، له همدې لارې مو د سوغات اغېز ډیریږي.
د خپلو کوچنیانو په اړه له تاسې ډیر هیڅوک نه پوهیږي، د روغتیا او سوکالۍ په اړه یې خپلې لارې تعقیب کړئ، که تاسې فکر کوئ چې څه ستونزه لري، کیدای شي ستاسې فکر په ځای وي.
کوچنیانو ته هیڅکله داسې مه وایه چې چا ته دې سختې خبرې وکړي. که دا کار یې وکړ، په کلکه ورته ووایاست چې د زغمل وړ نه دی.
د کوچنیانو د پاملرنې په برخه کې اړوند کسان (لکه ښځه، دایه...)هم وهڅوه تر څو تاسې سره په کوچنیانو کې د هغه اصولو او سلوک په روزنه کې مرسته وکړي چې ستاسي هدف دی.
پریږدئ هغه څه جوړ شي چې زړه یې غواړي! هڅه مه کوئ چې ستاسې خوښه دې وپالي، ضروري نه ده چې ستاسې کوچنیان دې هغه څه وکړي چې تاسې په خپل ژوند کې کړي.
کوچنیان ستاسو ملکیت نه دی او نه تاسو پورې اړه لري ددوی له ملاتړ او روزلو څخه خوند واخلئ. د خپل راتلونکې په اړه د پانګې په حیث ورته مه ګوره.
دا ډیره مهمه ده چې یو کوچني ته د کوچني په سترګه ولیدل شي. له نوموړي څخه د یو بالغ انسان د جوړولو په برخه کې له عجلې کار مه اخلئ.
که یو ماشوم د ماشوم په څېر سلوک وکړي نو دا ښه خبره ده مګر کله چې بالغ یا ستر شي او بیا هم د ماشوم په څېر سلوک کوي، په دې اړه په کار ده چې فکر وکړو.
هڅه وکړئ چې کوچنیانو ته مو د مینې او خوښۍ چاپيریال چمتو کړئ. د ویرې او تشویش په چاپيریال کې ماشوم له خوښیو محروم پاته کیږي.
دوستانه اړیکې ورسره وساته،هر وخت په ماشوم باندې ځان مه تحمیلوه، داسې ورته وښایه چې ته یې دوست یې نه مشر.
د ماشوم د ازادۍ په مخه کې خنډ مه جوړیږه، ازادي ستاسې د کوچنیانو د ژوند موخه ده. مسولیت ستاسې د ارامښت او د ماشوم د درنښت سبب ګرځي.
کله چې په لوړ ځای ناست یاست، ماشومانو ته مو د کار کولو امر مه کوئ. ماشوم سره د خبرو کولو پر مهال تاسې ټیټ ځای غوره کړئ تر څو په اسانۍ خبرې وکړای شي.
که تاسې په رښتیا او لېوالتیا سره د ماشوم روزنه غواړئ، نو لمړی باید خپل ځان په یو مینه ناک او سوله غوښتونکي انسان بدل کړئ.
په نرمۍ سینې ته را وړاندې کول، هڅونه، ستاینه، منښته او حتی یوه کوچني مسکا کولای شي تر ډیره د کوچنیانو ځان ویساینه زیاته کړي.
هره ورځ ورته ووایاست چې تاسې ورسره مینه کوئ، پروا نه کوي که کله غصه هم یاست.
خپل کوچنیان د زیږیدنې له مهاله د مینې او نیزدیکت په مټ سوکاله کړئ. ددې لپاره یې ډیر په غېز کې نیسئ او ښکلوئ یې هم
د ماشومانو ستاینه خپل عادت وګرځوئ. دا کار د ځان په اړه د ماشومانو احساس پیاوړی کوي.
که ځینې وخت دومره کوچني وي چې په یوه مسئله یې سر نه خلاصیږي، په شیرینۍ ورکولو یې ونازوئ، شاباسی او مینه ورکړئ دا کار دوی د کامیاب ژوند په لور رهي کوي.
خپل ماشومان له نورو سره مه پرتله کوئ.هر ماشوم بېساری دی. له نورو سره د خپلو ماشومانو په توپیرونو کار وکړئ او د خپلو ګټو او موخو د تر لاسه کولو روحیه پکې پیاوړې کړئ.
که ماشومان مو خپلو کې لانجه کوي، د هیڅ یو اړخ هم مه اخله بلکې کوشش وکړه چې عادل بېطرفه پاته شې.
خپل ماشومان له یو بل سره مه پرتله کوه. دا ددې لامل ګرځي چې له یو بل سره دښمني یا زړه بدی پیل کړي.
که یو ماشوم تاسې ته څه ویل غواړي، په دې اړه باید تاسې جدي واوسئ او د خبرې اوریدو لپاره ورته وخت ورکړئ.
کوشش وکړئ چې ماشومانو سره مو د خبرو لپاره هره ورځ کښینئ کیدای شي له خوب مخکې، د سهار چای په مهال او د ښونځي څخه وروسته د قدم وهلو پر مهال ورسره خبر وکړئ.
هر ماشوم ته مو وخت ورکړئ او جلا جلا وخت ورسره تېر کړئ.که له یو څخه ډیر ماشومان لرئ، ټولو ته مساوي وخت ورکړئ.
د خپلو ماشومانو خبرې واورئ او درناوی یې وکړئ د هغه څه هم درناوی وکړئ چې د ژوند د چارو کولو په اړه یې وایي.
د دوی د خوښې ځایونو لکه پارک، میوزیم، او لایبیري لپاره ورته وخت وباسئ.
د ښونځي په مراسمو کې یې ګډون وکړئ، کورنۍ دنده ورسره وکړئ، د ښوونکو سره یې وګورئ تر څو پوه شې چې په ښوونځي کې یې فعالیت څنګه دی.
دومره مه مصروفیږه چې د خپلو کوچنیانو په مهمو پیلامو لکه د ښونځي لمړۍ ورځ او داسې نورو مهمو مراسمو کې ګډون وکړئ، ښایي ډیر زیات ارمان یې وکړئ.
ماشومان باید دخپلو کارونو د پایلو سره اشنا وي. که تاسې جزا ورکړئ مطمېن واوسئ چې لامل او خپله غلطي پيژني.
هڅه وکړئ چې ځینې اصول وضعه او په مهارت سره تحمیل کړئ. له سختې سزا او ورکولو څخه ډډه وکړئ.
خپل مزاج او طبیعت تر خپل وسه کنترول کړه.دا ډیره مهمه ده چې اصولو د تشریح کولو او عملي کولو پر مهال خاموش او ارام واوسې.
که داسې څه مو وکړل یا مو وویل چې وروسته پرې پښېمانه شوئ،ؤ له خپلو کوچنیانو یې په اړه بخښنه وغواړئ. دا کار کوچنیان د ورته سلوک څخه منعه کوي.
دا خورا مهمه ده چې وضعه شوي اصول هر وخت عملي کړئ. په دې ډول تاسې کولای شئ چې کوچنیان مو له استثنایي غلطیو څخه راوګرځوي.
که کوچنیان مو د وضعه شویو اصولو خلاف د ناڅاپه غصې یا زیل له کبله داسې څه وکړي چې متوقع نه وي، ددې مانا داده چې اصول مو ماتیدونکي دي.
د ماشومانو په مخکې باید په خپلو کې لانجه او غالمغال و نه کړئ، که کوچنیان مو ویده وي په ارامه خبرې وکړئ. که ماشومان مو تیزې خبرې واوري، د ناخوندیتوب او ویرې احساس کوي.
تاسې باید د ماشومانو د ستونزو هوارولو په موخه په ګډه کار وکړئ.
ماشومانو ته مو دا په وښایاست، کچیرې خلک له یو بل سره موافق نه وي نو په اسانۍ سره خپلې ستونزې او توپيرونه له منځه وړلای شي.
له خپلو ماشومانو وغواړئ چې یو څه در زده کړي. کوچنیان غواړي چې د لویانو په څېر واوسي. ځینې وخت به داسې څه در زده کړي چې تاسې به ترې خبر نه یاست او حیران به مو کړي.
خپلو کوچنیانو او ملګرو ته یې د میلمستیا وړاندیز وکړه او د خوړو د ډولونو او پخولو په اړه یې په پلان کې شریک کړئ. دا کار دوی ته د سترتوب احساس ورکوي.
په کارونو کې ورسره ځان شریک کړئ، که ماشوم مو ګیم یا فوتبال کوي په لوبه کې د شریکېدو غوښتنه ترې وکړئ همدا د نږدې کیدولو ښه لار ده.
له کوچنیانو سره په کارونو کې ګډون وکړئ، له ښوونځي وروسته ددوی د خوښۍ په لوبو کې ګډون د اړیکو ښه لار ده.
هره ورځ یې په غېږ کې ونیسئ، پروا نه کوي چې څومره زاړه یاست هر څوک دوامداره مینه او پاملرنه غواړي. د نږدې پاته کیدو همدا تر ټولو اغېزمنه لار ده.
په ګډه کوم نوی کار تر سره کړئ. خپلو کوچنیانو سره په نویو لوبو او ساعت تیریو کې ګډون تاسې د هغوی د عمر مرحلې ته بیایي.
په ټولنیزو او خواله رسنیو کې ترې د ملګرتیا لپاره غوښتنه وکړئ له دې لارې تاسې کولای شئ چې د کوچنیانو نړۍ ته مو ننوځئ. په دې برخه کې مو باید غبرګون عادي وي..
کوچنیان د خپلو ورونو، تره زامنو او دوستانو سره مه پرتله کوئ. دا کار کوچنیان د مایوسئ لور ته بیایي.
ځینې وخت ورته ووایاست چې تاسې یې په شخصیت ویاړ کوئ.په دې ډول د دوی د درنښت احساس پیاوړی کیږي.
د پلار/مور په توګه د خپلو ماشومانو سره د اندازې زیاته مینه کول باید ستاسې لمړی هدف وي. غلطیانې یې باید له پامه وغورځوو.
د ماشومانو څار اسانه دی. که غواړئ چې کوچنیان مو پوه شي تاسې یې د ورځني ژوند په اړه دلچسپي لرئ نو ترې وپوښتئ چې ښوونځي کې مو ورځ څنګه تېره شوه.
د اصولو مراعاتول او د چارو بشپړول هغه مهارتونه دي چې په کوچنیانو کې په کراره وده کوي. تمرین په دې برخه کې خورا ګټور دی، له دې امله خپلو زامنو ته ووایاست چې کوچني کارونه درسره پر مخ بوزي.
کله مو چې کوچنیان خپه وي، که له کنتروله بهر نه وي نو پریږدئ چې وجه یې روښانه کړي. ددې په نسبت چې له ویرې هېڅ و نه وایې دا ډيره بهتره ده چې وغږیږي.
خپلو کوچنیانو سره مو فزیکي روغبړ وکړئ او مینه وکړئ. دا ددوی په خوندیتوب او ارامښت کې مرسته کوي.
څومره مو چې کوچنیان لوییږي کیدا شي چې نور له غېږ ورکولو او ښکلولو شرمیږي، ددې په ځای ورته په ملا لاس کیږدئ.
خپلو ماشومانو سره د لوبو د نیټو د ټاکلو په مټ د ملګرتیا او اړیکو په کلکولو کې مرسته وکړئ او د لوبو پر مهال له هغوی د سامان څخه ګټه پورته کړئ.
کله نا کله هڅه کوه چې خپل ماشومان مو د ښو کارونو په تر سره کولو ووینئ. او داسې ورته واښایاست چې تاسې یې کارونه ستایئ. دا کار ددې لامل ګرځی چې په راتلونکي کې هم همدا کارونه تکرار کړي.
هڅه وکړئ چې په مهارت سره یې له ځینې کارونو منعه کړئ. د نه ویلو په ځای ورته وایاست چې په ځای یې نور څه کولای شي.
که ومو کولای شول نو له داسې حالته یې راوباسئ چې د (نه) ویلو اړتیا پکې لیدل کیږي. او داسې حالت ورته برابر کړئ چې د پلټنې او تعقیب حس یې پکې وهڅول شي.
که کوچنیان مو ستړينه وي نو د سودا اخیستلو او چکر لپاره ورته پلان ولرئ. مګر تر ډیره یې مه ګرځوئ، دوه -- درې ساعته وخت کافي دی.
د کوچنیانو سره په لوبو او ساعت تیریو کې ګډون وکړئ. که په خوندي ځای کې لوبې کوي او دا اړتیا نه وي چې (نه) ورته ووایاست، پریږدئ چې وښویږي.
کوچنیانو کې مو دا فکر ور پوو کړئ، چې څه وایاست هغه مو مطلب دی. که کله مو کوچنیانو ورانی کولو او غواړئ منعه یې کړئ، په کراره مګر په جدي توګه ورته ووایاست.
د لمړي قدم په توګه، کوچنیانو ته مو د مهربانۍ او مننې ور زده کړئ.
هغه څه چې وایې په عمل کې یې وښایه. که غواړئ چې په کور کې مو ماشومان مودبانه واوسي، په کور کې یې عملي کړئ.
له نرم مودبانه اواز او د سترګو له اړیکو ورسره کار واخلئ. له دې کاره مو کوچنیان دا زده کوي چې د ښو الفاظو کارولو پرته د اړیکو نورې ښي لارې هم شته.
کله مو چې کوچنیان د مننې او مهربانۍ په ویلو روږدي شول، کوشش وکړئ چې په کور، له کوره بیرون او مکتب کې یې هم ووایي.
د (نه) په ځای له (لطفا دا کار مه کوئ) څخه کار واخلئ. د مهربانۍ او مننې کلمې ددوی زړه ته لار پیدا کوي.
همیشه د کوچنیانو سره په نرمه لهجه خبرې وکړئ له همدې لارې دوی هم زده کوي چې د نورو سره په نرمه لهجه خبرې وکړي.
ځينې وخت ماشومان د سرګردانۍ له امله خپل احساسات نشي څرګندولی، تاسې ورسره مرسته وکړئ چې ستونزې ته د حل اسانه لار پیدا کړي دا ورسره د خبرو په پیلولو کې مرسته کوي.
کله چې مو کوچنیان په خوږه لهجه څه شی وغواړي، که غوښتنه یې په ځای وه، کوشش وکړئ چې زر تر زره یې ومنئ.
په یاد لرئ چې د لوږې او ستړیا پر مهال مو کوچنیان نا ارامه او ځوریدونکي کیږي.
ګډه ناسته ټولو ته دا چانس په لاس ورکوي چې له یو بل سره وګوري. داسې مهال باید له ماشومانو سره د ورځې په اړه ښې خبرې شریکې شي او یا ورسره ټوکې وشي.
تلویزیون د ناستې په کوټه کې ږدئ، د خوب په کوټه کې د تلویزیون کیښودل د ماشومانو وزن زیاتوي، خوب یې کمیږې، د ښونځي فعالیت یې کمزوری کیږي او ټولنیز مهارتونه یې بېخونده کیږي.
ماشومانو سره مو یو شان مینه وکړئ مګر نامساویانه برخورد ورسره وکړئ. هر یو بیل بیل شخصیت لري.
ماشوم ته دا زده کړئ چې څنګه د ټولنې یو مسول غړی شي. داسې لارې ورته ولټوئ چې له نورو سره مرسته وکړي له دې لارې ماشوم په ټولنه کې په خپل ارزښت باور پیداکوي.
بې ادبه ماشوم مه روزئ. دا یاد لرئ چې: هر ماشوم یوه خرانه ده مګر هیڅ ماشوم د نړئ مرکز نه دی، په مناسب ډول یې و روزئ.
ورته ووایاست چې خلکو سره د کتلو په مهال د هغوی د سترګو رنګ یاد کړي، دا کار کوچنیان په ځان ډاډمنوي او مرسته ورسره کوي تر څو د خلکو تر تاثیر لاندې رانشي.
محدودیتونه ورته وضعه کړئ دبیلګې په ډول د خوب وخت، له ټاکلي وخت وروسته له کوره بهر نه وتل. په دې ډول دوی د محدودیت سره بلدیږي او همدراز فکر کوي چې له مینې او پاملرنې برخمن دي.
د کوچنیو کارونو او دندو په ورکولو مو خپلو کوچنیانو کې د مسولیت احساس وروزئ او په بدل کې ورته پیسې یا د لوبو لپاره اضافه وخت ورکړئ.
د سم او ناسم کار پیژندنه ور زده کړه، که دین پالونکي یاست، نو له ځان سره یې مسجد او عباتځایونو ته بوزئ.
کچیرې مو کوچنیان یو کار په ناسم یا خطرناک ډول کوي، ورته ووایاست چې د منلو وړ نه دی او بدیلې لارې ور په ګوته کړئ
کچیرې یې ناسم کار وکړ، د خلکو په مخکې یې له رټلو ډډه وکړه.
که په دې پوه شوئ چې یو کار ورته زیان نه رسوي او یا پرې د لوبو ملګری ناسم اغېز نه کوي، داسې مهال کوچنیان پریږدئ چې خپل کارونه خپله وکړي.
کوچنیان له ځان سره وګرځوئ او د خوراک یا غذا په وړاندې کولو کې ورسره مرسته وکړئ. د نورو سره د مرستې او خیرات اهمیت ورته تشریح کړئ.
که غواړئ چې لور یا ځوی مو د نورو سره د شریکولو چل زده کړي، ددې کار لپاره له دوی سره شیان شریک کړئ.
د کوچنیانو د شخصي ژوند احترام وکړه، که ماشومان مو داسې مهال ګېر کړي چې تاسې یې په سامان کې ګوتې وهئ، ښايي تر ډیره بیا په تاسې باور و نه کړي.
د ماشومانو د هڅونې یوه لار داده چې په کوچنیتوب کې لوبې وکړي، دا کار دوی له روغتیایي پلوه سالم ساتي.
خپل کوچنیان پریږدئ چې خپل ژوند تجربه کړي، همیشه ورته تاسې پریکړې مه کوئ.دوی باید دا زده کړي چې د خپلو پریکړو د پایلو سره څنګه ژوند وکړي.