
لیکوال: عبدالرووف ننګیال
قومي احساس او قومي جوړښتونه د یوه قوم د پت، پایښت او نېکمرغۍ پیاوړي او ټینګ اصول دي. که چېرې د کوم قوم ځوانان، مشران، میندي او خویندي د قاموالۍ احساس ونلري او د خپلې ژبې د ویلو سره مینه ونلري، نو د هغوی بدبخت نشته. د پښتنو سترمشر او د عدم تشدد فلسفې لوی مبارز پاچاخان د پښتونستان د ورځې په مناسبت په ۱۳۴۵ هـ ل کال د سنبلې په نهمه نیټه د پښتنو جرګې ته په خپله تاریخي وینا کې هم داخبره داسې په ډاګه کړه:(( دا دنیا د قاموالۍ دنیا ده او پّ کومو قومونو کې چې قاموالي او وروروالي پیدا شوه ، نو هغه آباد شول او خپل منزل ته ورسیدل)).
رښتیا چې قاموالي او قوم پالنه پایښت راولي، خو قام والي او وروروالي د لویو خلکو په وجود کې راخي. د لوی پښتون ټبر د پښتونوالۍ لویه فلسفه، هم د همدې قاموالۍ د احساس څخه منشأ اخلي. که چیرې تاریخ ته کتنه وکړو نو د پښتنو د پایښت ستر لامل همدا د پښتونوالۍ او قاموالۍ جوړښت دی، خو پوښتنه داده چې ولې پښتون پښتونوالۍ ته شا کړي؟ او ولې دغه ستر قوم د دښمن د شومو موخو ښکار ګرځیدلی؟
زمونږ لنډ ځواب بیا هم د خدايي خدمتګارو د تحریک دا الفاظ دي: (( د پښتون جامعه نفرت، خسد، کینې ، ګوندیو، تربګنیو ویجاړه کړي، پّ خپلو منځو کې یو بل وژل، یو بل ته کوهي کیندل، او په یو او بل جاسوسي کول او داسې نورو خویونو په پښتنو کې اخلاقي جرئت ورک کړی او د دنیا له قومونو یې وروسته پاتې کړي دي. د جنت پّ شان وطن کې په ګېډه ندي ماړه او نورو ته مختاج دي)).
همدارنګه د پښتنو ستر مشر پاچاخان پښتنو ته ویل چې:(( اې وروڼو د دې دنیا مثال د ارت او د ارت د من؛وټو دی. تاسو به لیدلي وي چې ارت څرخیږي یو منګوټی ډکیږي او بل تشیږي، همدغه ډول د دنیا د قومونو حال دی. که چیرې تاسو د پلرونو او نیکونو تاریخ ته وګورئ ، نو په دې دنیا کې کومه ترقي او ابادي ستاسو د مشرانو د لاسه شوي ، هغه تر اوسه د نورو قومونوو د لاسه نده شوي. که چیرې تاسې د دنیا تاریخ ته وګورئ، نو په کومه زمانه کې چې دا ملک روښان وو په هغه زمانه کې د یوروپ قومونه لکه نن چې زمونږ حال دی داسې داسې په بده ورځ وو او دغه شان پّ کور کې په جنګ ، جدل او بې اتفاقیو کې مبتلا وو. د نورو قومونو دنیا تیاره وه او زمونږ دنیا رڼا وه؟ داچې ولې مونږ ددې بدې ورځې ښکار شوو علت دا دی چې اول سکندر راغی زمونږ د ملک علم ، ادب، علمي او اکاډمیک ځایونه یې وران کړل، بیا چنګیز راغی او څه چې پاتې وو هغه ده پسې پوره کړل. وروسته مغل راغلل او مغلو پسې پیرنګی راغی.دا قوم ډیر هوښیار ، ډیر مدبر او سیاستدان وو او ډیر مکار وو. نو چې نن تاسې وینۍ چې د پښتون کور ویجاړ دی دا ددغه قوم د لاسه دی. ده زمونږ ملک توکړې توکړې کړ او تش یې زمونږ ملک توکړې توکړې نکړ بلکې زمونږ قام یې هم توکړې توکړې کړ)).
هو! دښمن همدا کار وکړ او ترننه امریکا، پنجاب، روسیه، عرب، ایران ، برتانیا او..... هم کوي او ټول لګیا دي چې د پښتون تاریخي غرور مات کړي.
د ترهګرۍ په نوم جګړه پر پښتنو یوه تپل شوي جګړه ده، جګړه د لویو ځواکونو د ګټو او زور ازمایلو جګړه ده، د جګړې ښکار او قربانیان پښتانه دي. مرمۍ پردئ ده او ازمایل کیدل یې د پښتون پر ټټر دي. زه وایم چې مونږ ته دغه جګړه د پښتون د کمزوري کولو او د منځه وړلو بل هدف نلري، پر وزیرستان د پاکستان نظامي عملیات هم د همدې موخې څخه سرچینه اخلي.
په پښتني سیمو کې چاودنې، وژنې، ورانۍ ، د علمي او اکاډمیکو ځایونو په بې رحمۍ سره ویجاړول، د پښتنو مشرانو او روڼ اندو ترور، د ځوانان وژنه پّ همدې موخه ترسره کیږي.
خو د دې هرڅه سره سره چې دښمنیې ترسره کوي مونږ ته څه کول په کاردي؟
ځواب دادی چې پښتون که هرچیرته وي د یو فکر او وروروالۍ لپاره باید مټې راونغاړي او د پښتونوالۍ ترانه باید زمزمه کړي، خپل منځي مخالفتونه باید پریږدي او هر پښټون باید د خپل قوم د بې غرضه خدمت ته د خدای ج د رضا په موخه په پوره ایماندارۍ
سره ځانونه چمتو کړي.
پاچاخان وايي: لابه یو کیږو ګنه ورکیږو.
وروڼو زمونږ او تاسو وروستئ چانس دی، اوس چې پښتانه څه ناڅه ویښ شوي او د یو کیدو هیله ورسره پیدا شوي، نو دغه تنکی او نازک خوځښت باید په لوی او پیاوړي حرکت بدل کړو، یو او بل ته باید د زړه له تله د ورورۍ لاسونه سره ورکړو، منم چې هر یو به بیل هدفونه او ګټې لري، اما په ټوله کې باید د یوه هدف لپاره مبارزه وکړو، هغه د لوی افغانستان ژوندي کول او د لوی پښتون ژغورل دي.