د شغلې په مرګ ويرنه

 
نه دا کاڼې بوټي ژاړي زما په حال نن = نه مرغان شول زما په حال باندې بې بال نن
                                    نه فلک شو رانسکور نه دا لوی غرونه = نه دې ستورونه ســــپوږمۍ وکــــړ ویرونه
نه وریـځـو زمـا پـه غـم بـانـــدې ژړلــــي = نـه دا ځـمکه مې پـه حـال ده لـړځیـدلـــي
                                   نه مـې مـــرګ پـوښـتنـه کــړي راســره بـد کـا = عــزراییـل کـلـه زمـا سـره مـدد کـا
اې آسـمانــه دا د کـوم جــرم سـزا ده؟ = دا ده څـرنګـه قـضـاء چـې ستـا رضـاء ده؟
                                    زمـا ژونـد دې داسې تـریخ کړ لکه زهر = تـا نڅازل کـړ ولـې زمـا پـه سـر نن قـهر؟
داسـې اور مـې لـګـیـدلــــی دی پـه زړه کـې = لـکه اور وي لـګیـدلـی تــناره کــې
                                   دا چـې خـانـدم پـه ژړا کې اې ملګرو = داړې (۱) ښکاري تل په خوله کې د مړو
کال اوه اویـا پـنځـه ویـشـت ؤ د ثـور = مـازدیـګـر ؤ چـې راپیښ شو دا لوی ځور
                                   نـوم یې ؤ شـغله رښتیا د لمـر شغـله وه  = چې پـه اصـل کـې د حـورو لـه کالـه وه
لـه صـفـتـه یـې عـاجز زما قلم دی = ځکه درست کلـي تـه جـوړ ویـر او ماتــم دی
                                    ښکلــی لـور مې نهـو ورځـو دوو کالو وه = د طـوطـي پـه شان راغلي په کېسو وه
مــازدیګــر محـال لــه کــوره وه وتلـي = د کور مـخ کـې پـه اوبــو کــې وه لــویـدلــي
                                     مــوریې راوړه، لــه هـغـه ځایه خپل کور ته = وسوم وسوم مـرګ یې ونیولم اورته
سـاه یې نـه وه دې آسـمان وه تـرینه وړي = تـورې سترګې یې زمـا په لــور نیولي
                                    چـې شغـلـه مـې ډوبـیـدلـه پـه اوبـو کــې = هـلته لمـر هـم ډوبـیـدلو تورو غرو کې
چې یې واخیستله قبر ته په کټ کې = تا به وې ساه پکې نشته کم او غټ کـې
                                     دا د غـم بدلـه واخـیسته ټـول کلـي = بـورې مـور یې لــه هــر چـانــه ډیــر ژړلــي
(۱)دخولې مخکني غاښونه
رڼــا ورځ په ورکیــدو وه دلتــه ښکلـي = تـور ماښام کې یې پــرې خاورې اړولـې
                                خدایه څرنګ مې په سر خاورې وریږي = چې شغله مې نـن په خاورو کې ښخیـــږي
دا زوږا شور او شڼا، که کوم طوفان دی = که په مرګ د شغلې جوړ ویر او فغان دی
                              داچې ژاړمــه راپـېـښ هسـې درونـد غــم دی = درست عالم زما په غم باندې بې دم دی
راشـه اوګـوره څـرنـګـه تـبـاه شــوم = د منـصـور غـونـدې پــه دار زه پــې ګــنــاه شـــــوم
                             دا ګریـوان دی د انور په اوښــکو تـر نـن = که یـوسـف پسې یـعـقـوب دی کـورو کر نن
توره ورځ تورې طالع تورمې هم بخت دی = دا بېلتون ددې معصومې څومره سخت دی
                             شومه ورځ شوم یې ساعت شوم یې ماښام ؤ = چې په خاورو شوه زما شاه خوبان ؤ
مـوږ پـه للمه کـې شـوو مړه نن په اوبو کــې = ګـرم یې مـه بولی چې ومري دریابو کې
                             رانــه وکــــــړې خــــــوشــالــیو یــو دم کــــــډې = دغــمـــو لـښــــــکـرو ووهــلـــــې بــډې
زمــا ښکلـــي شــولـه نـن د خـاورو لانـدې = ولې نـه شـول آسـمان ځـمکه لانـدې بـاندې؟
                             روغ رمـټ یـم نـه پـه ښکلي پسې مـړ شوم = نـه د دي پـه شان په خاورو خټو خړ شوم
نـه لـه غـمه یې ستي لـکه پتنـګ شـوم = نه ایرې نه ځای پر ځای ورپسې سنګ شوم
                             نه په دواړو غوږو کوڼ نه په پښو شل شوم = نـه لــوګي نـه ورپسې په اور جل بل شوم
اې مطــربــه زړه مـې دی تـغـمـې تـغمې نـن = زه د غـم سـنـدرې تـه وایـه نـغـمـــې نـــن
                             راشــه راشــه ای ســـــاقــي د رب لـپـاره = چـې سـیـنـه مـې کـــــــــ‎‎‎ړه غـمـونــو پــاره پــاره
را تـه داسې شــراب راکـه پخــواني نـن = چـې شي هېر رانه دا درست مړي ژوندي نـن
                                راکـــوه یـې ای ســاقــي نــور څـه مـې نـستـه = دیـن دنـیـا رانـه وتـلـي دي لــه دســـــــته
عــــــبادت مــــې د شغلې په ګــور کې ګور کړ = و هغه قــبـر مې ده وتـه خپل کور کړ
                              ســاقــي جـانـه راشـــه راشـــه لــږ تلــــوار کــه = غــم نـیـولــی یــم وزګار مې لــه دې بـارکه
راکــــوه ساقي جـامونه سر په سر نن = چې زه جــوړ کړم دې سپیره سره روغ سـر نن
                                  ســتا لــه ســرو ســترګو نـه ځـار شم ساقـي جـانه = زمــا ګــرانه کـړه اسانـه را ته ګــرانه
بې له تـامې نـه همـدرد شــته نـه غمخـوربل = لکه شمع مې په سر بانـدې دی اوربـل
                                 په ښکاره یې زه څښمه ستا شراب نن = ځکه روح زما غــرق شوی دی په آب نن
دم پــه دم راکـه جـامـونـه پـه اخــلاص ته = د غمو له شر او شوره مې که خلاص ته
                                راکــوه یې مـه وېـریـږه له قـاضــي نن = محــُتـسِب شیــخ او قــاضـي هــم دي راضي نن
رانــه جــوړ کــه اې ســاقــي هـغـه زمـرۍ بـیا = چـې وروخــیږم د تـوپـو پـه څوکۍ بـیا
                                 د مــــلا پــه سـر بــه داســې وخېــږم نــن = لـکـه ږدم چــې پــه میـږي بـانـدې قدم نن
راکــوه ســاقــي جـامـونـه لا په هــوش یــم = د شـغلـې لـه غـمــه لا هــم زه په جوش یم
                                د رندانــو د ټـولـي مې کـه مـلـک نن = زاهـدان چې مې رنـدۍ ته شي هک پک نن
پـه ژړا باندې سـړی ښه نـه ښـکاریـږي = دولاد په مـرګ هـر څوک ضرور ژړیــږي
                                په سُهراب پسې ژړلي ډیر رسـتم دي = ګرم مې مه بولئ چې سـترګې مې په نــم دي
چې لــه خـولــې نـه مــې د زړه ویـنې راغـلـي = دا بـیتونـه مـې پـه سـرو وینو لیـکلي
                                اې زمــا خــوږو یــارانـو داسـې شـعر دی = پـه ویــلــو ســړی خوري لکه د شېر دی
زړه مې توردی که وطن جوړشي کشمیرنن = حال یې څه وي دغموچې وي امیر نن
                                 ځــــکه تـیر یمــــه لـه ســــره هـــم له تـنـه = یـم روان پـه اوږده ګـــــــام لـه دې وطـــــــنه
محمد انور(آڅړ)؛ خوست سموات کلی؛ ۲۵/۲/۱۳۷۷، ه، ش
----------------------------------------------------------------------------------------------------------
دا شعر زموږ د ګران پلار لخوا لیکل شوي ویرنه ده، چې ډېر خلک یې ژړولي دي. هلمند (آڅړ) او پیوند (آڅړ)