د تېلو بادشاهان (۴ برخه)

وېتنام دامریکا د ځواک محدودیت په ډاګه کړ: 
 
   د نیکسون د دوکتورینو پربنسټ د امریکا متحدو ایالتونو په یوه وخت په اسیا کې د خپل نظامي حضورکموالیعملي کاوه او ان له هغو دوستانو او استازو سره یې مرسته کمه کړه چې له تهران څخه نیولې د استرالیا تر سیدني ښاره پورې یې د ازادۍ د سنګرونو ساتل او پیاوړي کول غوښتل. برعکس امریکا ژمنه وکړه چې خپلو هغو دوستانو ته بهوسلې برابرې کړي او روزنه به ور کړي چې د دوی پر ځای ددغې دندې تر سره کولو ته اړتیا لري. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي روښانه کړه چې «متحده ایالتونه د اوږد مهال لپاره نور په دې موقف کې نه دي چې په رښتیا هر ډول مرسته وکولی شي، موږ به یوازې پرهغو خلکو تکیه ولرو، چې دغلته ژوند کوي او کېدای شي هرڅه سم وي».
    کله چې له هغه څخه منځنۍ او لوېدیځې اسیا ته د رسېدو په تړاو وپوښتل شول هغه له خپل دغه پلان څخه دفاع وکړهاو داسې یې انګېرله چې د خلیج په ګرمودښتو او تودو اوبو کې د ګزمې وهلواو د عربو او هند په سمندر کې  د تلوراتلو د لارې ساتلو لپاره یوازینی وړ کاندید، چې د امریکا ګټې خوندي کولی شي هغه د ایران  شاه دی. ریچارډ نیکسون او هنري کیسنجر له وېتنام  څخه د وتلو پلان او د وېتنام په اړه د امریکا د خلکو غبرګون ته تابیا ونیولهاو هڅه یې وکړه چې اداره یې په بهر کې د یوه بل پهلوان د موندنې په لټه کې شي. دوی جیمز سچلیزنجر را وغوښت، چې د دفاع راتلونکی وزیر واوهغه ته د ایران په تړاو  د امریکا پېچلې او ضدونقیض پالیسي په میراث ور پاتې شوه.
     هغه وویلي (موږغوښتل شاه د فارس خلیج ساتونکی کړو. نو که موږ داسې غوښتی،نو مو باید هغه ته هغه ټول څه ور کړي وای چې پهلوي شاه ورته اړتیا درلوده. همداسې وشول او هغه څه چې هغه غوښتل موږ ور کول.)
 
     په لوېدیځه اسیا کې د ایران شاه ته د واک او ځواک د ور کولو د هغه مهال پرېکړه منطقي او عملي ښکارېده. شاه په دې باور و چې د ایران راتلونکی په غیر کمونیستي لوېدیځ باندې تکیه کوي. هغه قصد درلود چې د جاپان په پله به پل ږدي چې  له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې اقتصاد په معجزيي ډول وده  وکړه او په نړۍ کې دویم اقتصادي  طاقت ترې جوړ شو.
    د ۱۹۶۰ موکلونو په وروستیو کې د ولسمشر لینډون جانسن د حکومت پرمهال په تهران کې د امریکا سفیر ارمین مییر وايي، « د ایران د شاه موخه دا وه چې له خپل مرګ د مخه ایران په یوه لوی عصري قدرت بدل کړي، دا هغه څه وو چې هغه یې هڅه کوله». ارمین مییر په ښکاره توګه ویلي، «ایران به د لویدیځې اسیا جاپان شي.» د ۱۹۶۹ کال په ترڅ کې د ایران شاه ته په پراخه کچه د ټیکاو د یوه ځواک، د روانو کړو اصلاحاتو د قهرمان  او د یوه داسې سخت مشر په توګه کتل کېده چې په ایران کې یې د ځمکې لرونکو اشرافي فیوډالانو او د محافظه کاره مذهبي ادارې زور اوبه کړ او ښځو ته یې د رایې ور کولو حقونه او بزګرانو ته ښې ډېرې ځمکې ور کړې.هغه په لوېدیځ کې روزل شوي تکنوکراتان په ایران کې په مهمو دندو وګمارل چې د ایران حکومتي او اداري چارې مخ ته یوسي؛ خو له دې ټولوسره سره هغه د ایران اصلي مرکزي واک په خپل لاس کې نیولی واو له خپل اندازه یې ایران لوېشت او مترکاوه.
 
     د ایران باچا محمد رضا شاه پهلوي لوېدیځ د خپل ټیکنالوجیکي پرمختګ او هوساینې لپاره وستایه، په داسې حال کې چې ایران د تېلو له اړخه خپلې اندېښنې درلودې. په ۱۹۴۱ کال کې برېتانیې او شوروي اتحاد په ایران یرغل وکړ او هغه  یې اشغال کړ، چې د دغه هېواد د تېلو زېرمې د جرمنیانو لاس ته له ورتلو وساتي. د متحدینو ځواکونو د شاه په پلارمشر رضا شاه  فشار راوړ چې د خپل زوی په خوښه استعفا وکړي او په تبعید کې ژوند وکړي. د پاتې جګړې لپاره ځوان محمد رضاشاه حکومت کاوه، خو حکم یې نه چلیده. د سلطنت وړاندوینه لویه بدبختي وه. خو په ۱۹۴۵ کال کې د جګړې په ختمېدو سره ایران د سولې خاوند نه شو. شاه ظاهرا خپل ژوند ته د پېښو ګواښونو درملنه کوله او له ښي اړخه له مذهبي بنسټپالو او له چپ اړخو له سیاسي افراطیانو سره لاس او ګرېوان وه. ایران واقعآ له خپل شمالي ګاونډي شوروي اتحاد سره په ۱۲۵۰ سوه مایله ګډه پوله ستونزې درلودې. مسکو په پیل کې له ایران څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو ټینګار کاوهاو هڅه یې کوله چې دغه هېواد په شمال کې بېلتون غوښتونکو ته په ټکان ورکولو سره  تجزیه کړي. په پاتې ژوند کې شاه په شوروي او د ایران په اړه ددغه هېواد په پلانونو ډېر بې باوره و، چې د تېلو پراخې زېرمې یې د سړې جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع وې.
    بل راتلونکی لوی بحراند ایران پخوانی اشغالونکی هېواد برېتانیا وه. د برتانیې حکومت له ایرانه خپل سرتیري وایستل خو دغه هېواد په سیمه کې د ایراند تېلود منابعو په برخه کې ګټورې انحصاري ګټې اخیستنې ته ژمن و چې د پېړۍ له لومړیو را هیسې یې ورته اړولي وو.
     خو بلاخره د هرې غاړې ایرانیانو په ۱۹۵۱ کال کې هغه مهال سخته خوشحالي کوله چې لومړي وزیر محمد مصدق د بریتانیې له ګواښ سره مخالفت وکړ او د ایران د تېلو صنعت یې ملي کړ. مصدق یو ډېر پیاوړی او جذاب مشر و، چې د هغه دغو نشنلستو احساساتو د برېتانیې دلومړي وزیر وینسټن چرچیل او ولسمشر ایزنهاور احساسات هم را وپارول.
     هغه ډله چې ښاغلي مصدق ورسره یو ځای له شورویانو سره د ایران د تېلو دمنابعو را سپړلو ته سترګې نیولي وې هغه د ایران د کمونیستانو د تودې(توده) په نوم ګوند وو. چرچیل خبرداری ورکړ، چې لوېدیځ به اجازه ور نه کړي چې ایران ناارامه شي او د ستالین لاسونو ته وغورځیږي. هغه د ښاغلي مصدق د حکومت د پرځېدو ملاتړ وکړ. ولسمشر ایزنهاور د مخامخ پوځي لاسوهنې مخالفت وکړ او د عمل د یوه مخفي او منظم پلان د رامخې ته کولو وړاندیز وکړ. د ۱۹۵۳ کال په اګسټ کېسپینې ماڼۍ  د اجکس په نوم عملیات تصویب کړل. دغه عملیات یوه ګډه توطیه وه چې په خپله د هغو سلطنت پلوو ایرانیانو لخوا ترسره کېدل چې د امریکا او برېتانیې د استخباراتي ادارو لخوا یې ملاتړ کېده. په دغه برخه کې تر ټولو مخکښه اداره د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره (سي ای اې CIA)  او په دغه اداره کې  د پلان عملي کولو او د عملیاتي چارومشرکیرمیت کیم روزولټ و چې دپخواني ولسمشر تودور روزولټ لمسی و.
    له ریچارډ هلمسڅخه بیا تمه داوه په راتلونکو کلونو کې په ایران کې مهم رول ولوبوي. (زه په دې پوهیږم چې هغه به په مجموع کې زما تر امر لاندې کار کوي) لکه چې وروسته په ډېرې عاجزۍهغه خپله همکاري تشریح کړه(زه فکر کوم داسې توافق وو چې روزویلټ به په سیمه کې ځمکني عملیات رهبري کړياو وروسته به امریکايي او برېتانوي پوځي افسران په دغه سیمه کې دهغه تر امر لاندې کار کوي.) لکه چې کودتا پراخه شوه یا وغزیده نو هلمس په دغه برخه کې ټولې پیښې په منظمه توګه له تهران څخه د راتلونکو تلګرافونو له لارې تعقیبولې.
 
     د کودتا تنظیمونکي تقریبا په خپلو ناسمو پلانونو کې بریالي شول. یوځل شاه خپل اعصاب له لاسه ور کړل او له خپلې دویمې ښځې ملکې ثریا سره له ایرانه په یوه وړوکې الوتکه کې وتښتېد. خو دسیسه جوړونکو له دغې پېښې یوه ورځ وروسته د تهران په سړکونو کې له مقاومت کونکو سره جګړه پیل کړه.
 
    لومړی وزیر مصدق له واکه را وپرځول شو او ونیول شو، او شاه بېرته ایران ته راستون شو. د پام وړ وړاندوینې پر اساس د اجکس(اژاکس) عملیاتو ګډ میراث رامنځ ته کړ او یا یې پرېښود. ډېرو عادي ایرانیانو داسې انګېرله چې د امریکا متحده ایالتونه د یوه بل  بهرني ځواک په توګه یوازې د برېتانیې ځای نیولی وو، اوخپلې ریښې یې هرې خواته داسې زغلولې وې چې هم خپل ملګری باچا رضا شاه اوهم یې د ایران د تېلوزېرمې پرې کنترولولې. د ایران شاه هېڅکله پر هغه څه غلی پاتې نشو چې ده ته یې د یوه ګوډاګي په توګه د خطاب وکړ.   
   د پهلوي کورني پلویان ډېر زیات خفه وو او د ځینو هغو توضیحاتوپه اړه یېترخه شکایتونه وکړل چې د امریکا د استخباراتو دمرکزي ادارې لخوا وروسته بیا په لیکلې تاریخي بڼه را ښکاره کړل او په ډېر مبالغه امیز ډول یې خپله برخه په کې پراخه اود ایرانیانو همکاري یې په کې لږه بللې وه. ریچارډ هلمز یوازې دا ومنل چې (سي. ای. اې د کودتا په رامنځ ته کولو کې نسبتا مهم رول لوبولی دی. او که سي. ای. اې نه وای، نو شیان به دغه ډول په جوش نه وو راغلي. زه په مشخص ډول چاته ګوته نشم نیولی او هر څه ته عموميت هم نشم ور کولی، خو د خلکو منظمې ډلې چې د ایرانیانو په ژوند کې ډېرې لویې نه دي دا موجودې وې چې موږ سره همغږې کړې.) د ښاغلي هلمس نظر دا وو، چې سي. ای. اې یوازې د اسانتیاوو د برابرونکي، د غونډو د تنظیمونکي او د مصدق پر ضد د یوه پیاوړې ټلوالې د رامنځ ته کولو په توګه هڅې کړي دي.) د ښاغلي مصدق په ډله کې اغېزمن مذهبي مشران، سیاستوال، سوداګر او جنرالان شامل وو. خو د ښاغلي هلمس ټینګار په دې وو چې (هغه په خپله نیغ په نیغه په دغه پلان کې شریک نه وو).
 
   د اجیکس په نوم د عملیاتو بریالي کېدل چې لومړی وزیرمصدق یې له واکه لرې او بیرته یې شاه پر تخت کېناوه امریکایانو ته پر ایران فوق العاده باور ور په برخه کړ. خو امریکايي چارواکي هغه مهال په خپلو محاسبو کې تېروتل چې دوی دې پایلې ته ورسېدل او داسې فکر یې وکړ، چې شاه په دې باور دی چې هغه د امریکا د متحدو ایالتونو پوره وړی یا احسا مند دی او هغه بهبې له دې چې خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسي په اتوماتیک ډول د واشنګټن خوا خپلهکړي او ځان به د هغوی د هڅو پوروړی وګڼي.خو داسې ونشول. په ایران کې د ولسمشر نیکسون لومړی سفیر دویم ډوګلاس مک ارتر چې له ۱۹۶۹ کال څخه تر ۱۹۷۲ کاله پورې یې په ایران کې  دنده ترسره کړې وايي، « ډیر ژر دا روښانه شوه چې رضاشاه د واشنګتن طبیعت ته هیڅ پام ونکړ او په خپله لار روان شو. سي ای اې احساس کړه چې دوی په ایران کې یو ډول ځانګړې ګټې لري، ځکه دوی مرسته وکړه چې شاه بېرته د ایران سلطنت ته راولي.»
 
    د استخباراتو ادارې په خپله  د اجیکس په نوم د عملیاتو د میراث  په موضوع کې په تېروتنه کې وې، چې په ۲ کوډ نمونو یې شاه تقریبا په داسې ډول بېرته واک ته راوست چې هغه په خپله هم پرې نه پوهېده. په امریکا کې له ډېرو سره دا پوښتنه په جدي ډول مطرح وه چې «ایا شاه په تهران کې زموږ کس دی؟ او ایا هغه لومړی نمبروو؟ او ایا هغه داسې پیاوړی شاهنشا وو، چې امریکايي چارواکو د راتلونکو ۲ نیمو لسیزو نورولپاره هغه ته د پاته کېدو چانس ورکړ.؟» دا هغه پوښتنې وې چې د استخباراتو ادارې هېڅکله ځواب ور نشو کړی.
    له کودتا وروسته د لومړیو ۱۵ کلونو لپاره امریکايي چارواکو په ایران ډېر کلک او نژدې نظر ساته. ولسمشران ایزنهاور، جان اف کینیډي او جانسن د شاه د هغې لېوالتیا له اړخه اندېښمن و چې غوښتل یې ډېرې پیسې دې د اقتصادي غوړېدا او بنسټیزو چارو د رغېدا پرځای، په پوځي برخه ولګول شي. دوی وېره درلوده چې که د غریبو ایرانیانو د ژوند ښه والي ته پام ونشي نو کیدی شي په ایران کې یوه ټولنیزه چاودنه را منځ ته شي. لیبرالان په ځانګړې توګه د ایران د راتلونکې او شاه په اړه ډېر په شک او اندېښنې کې وو. په ۱۹۶۹ کال کې د تړلو دروازو تر شا د سنادبهرنیو اړیکو کمېټې غونډه وکړه او سناتور فرنک چورچ فرنکلي په کې د شاه په اړه ډېر کمزوری نظر ور کړاو ویې ویل ( زه فکر کوم دا به یوه معجزه وي چې که موږ د ایران باچا وساتلی شو، تر کومې چې موږ ټول په تاریخ  پوهیږو،نور، نه هغهاو نه یې سیستم ددې نړۍ لپاره جوړدی. نو کله چې هغه بې واکه او یا له واکه را وپرځیږي نو بس یوه چاودنه به رامنځ ته شي او موږ به هم ور سره یو ځای ولاړ شو.) د چورچ،بل همکار هوبرت همپري هم د پهلویانو په اړه ورته نظر ورکړ او ویې ویل ( دوی ووژل شول، یوازې دوی نه پرې پوهیږي کنه خبره ختمه ده، زه نه غواړم پوه شم چې انقلاب څه شی دی. ځینې کسان غواړي د هغوی ملا ور وتړي، دوی په ناسمه روان دي او دا یوازې د وخت ضایع کول دي). د دوی د اندېښنې یو اصلي لامل دا و چې د شاه په واکمنۍ کې هېڅکله هم د نظامي لګښتونو کچه تر۲۳ په سلو څخه ټیټه نه شوه او ډیر کله به د ملي بودیجې یو په دریمه د نظامي لګښتونو لپاره ځانګړې کیده.
 
    د ولسمشرجانسن اداره په ځانګړې توګه ژمنه وه چې پر نظامي برخو د شاه لخوا د زیاتو لګښتونو د لېوالتیا مسئله تر څار لاندې وساتي او یا ور سره په لین کې واوسي. د ۱۹۶۰ مو کلونو په نیمايي کې واشنګټن د ایران مالي پلټنه یا ارزونه تر سره کړه چې په دې ځان ډاډه کړي، چې شاه خو به د نظامي وسلو  او وسایلو د ترلاسه کولو لپاره د ایران تر ملکي اقتصاد ډېر زیات لګښتونه نه وي پیل کړي؟ ددغه ارزونکي نوم د جنرال همېلټون له ماموریت وروسته دټویچل په نوم یادیده چې د ایران په اړه یې د امریکا د پوځي ماموریت مشري کوله. سفیر مییر وايي (د ټویچل د دوکتورین بنسټ دا و چې د شاه د پوځي تدارکاتو پروګرام باید په بشپړه توګه د روزنې له پروګرام سره همغږی وي او هغه ټول وسایل چې ایران ته د هغوی د پوځي پیاوړتیا او د شاه د لېوالتیا له مخې ورکول کیږي باید د ایرانيانو لخوا د استفادې وړوي او د ګټې اخیستووړتیايې ولري او ساتنه یې وکړي.) هغه یو ځای ذکر کړې( په واشنګټن کې داسې قوي احساس موجود و چې شاه باید په پوځي وسایلو ډېرې پیسې مصرف نه کړي. تهران ته د وسلو د ورتګ د بهیر کنټرول زموږ اړیکې ساتلی شي.) هغه زیاته کړه ( زه فکر کوم له رضا شاه سره زموږ ټولې اړیکې په پوځي برخې پورې تړاو لري.) په هغو شپو او ورځو کې چې زه هلته وم فضا ډېره محدوده وه، هغه هرڅه غوښتل .... ما تل هڅه کوله چې له پوځي وسایلو پرته په نورو برخو خبرې وکړو؛ خو د هغه ټول پام په نظامي برخې را ټول و.
 
   د وسلو د اخیستو د چک کولوپروګرام له واشنګټن سره مرسته وکړه چې پر ایران خپل اغېزجاري وساتي او د شاه نظامي پروګرامونه تر څار لاندې ولري.په امریکا کې له چارواکو سره داسې نظر یا اندېښنه وه چې« د ایران شاه ته د ډېرو زیاتو وسلو ور کول،کېدای شي هغه ډېر پیاوړی کړي او بلاخره زموږ له اغېزو ځان بهر کړي او وهڅیږي چې خپلواکه بهرنۍ تګلاره جوړه کړي.» ښاغلی مېیر وايي:« په ایرانیانو فشار راوړل  شو چې هغوی د خپلې کلنۍ اقتصاديارزونې له لارې مخې ته ولاړ شي. خو دا د دوی لپاره یوه نادره سپکونکې خبره وهچې د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي وسایلو تر اخیستو د مخه باید دوی ترسره کړی وای.» شاه چې په ډېر محتاط ډول یې په خپلو شمالي پولو نظر ساته او د نظامي چارو په برخه کې د امریکایانو په مشورو او نظر ساتلوپه حتمي والي په غوصه و، خو هغه په دې پوهېده چې د پوځي وسایلو د ترلاسه کولو لپاره باید دا چاره ترسره کړي.
     مییر وویل: «سره له دې چې هغه غوښتل  له موږ سره کار او ملګرتیا ته دوام ورکړي، خو هغه به مونږ ته داسې ستنې را چوخولې چې غواړي په دغه موده کې یو شمېر روسي پوځي ګاډي او نور وسایل له روسانو واخلي.» که چېرې راتلونکی امریکايي ولسمشر د ټویچل دوکتورین یا بهرنۍ تګلاره نرموي او یا ورته جنګي یا جنجالي بڼه ورکوي، نو دویم بالقوه ظرفیت او پلان هم له شاه سره و چېله کبله یې امریکایانو اندېښنه درلوده چې کېدای شي شاه دفاعي لګښتونه بیخي ډېر کړي. د اجکس له عملیاتو وروسته د ولسمشر ایزنهاور ادارې د تېلو د لوېدیځو کمپنیو یو کنسورشیم جوړ کړ، چې د ایران د ۱۰۰ زره مایل مربع تېلو د ډېرې ګټورې سیمې چارې تنظیم کړي. د خبرو اترو پرمهال د ولسمشر مرستیال ریچارډ نیکسون تهران ته واستاوه چې ایرانیان وهڅوي او په دې حقیقت یې پوه کړي چې تر هغه به اقتصادي مرستې له سره ورسره پیل نه شي چې د تېلو بهرنیو کمپنیو ته بېرته د کار د پیلولو اجازه ور نه کړل شي. برېتش پیترولیم (د برتانیې د پیترولو) کمپنۍ بلاخره ۴۰ په سلو کې ونډه په یوه نوي کنسورشیم کې تر لاسه کړهاو د رویل ډچ شیل کمپنۍ ۱۴ په سلو کې برخه تر لاسه کړه. پاتې نور۴۰ په سلو کې برخه د ستنډرډ اویل(Esso), (معیاري تېلو)، سوکوني مبایل اویل، د کلیفورنیا د معیاري تېلو، د ګلف اویل(د خلیج د تېلو) کمپنۍ، د تګزاس د تېلو کمپنۍ (Texaco) ترلاسه کړلاو پاتې وړوکې برخه د امریکا خپلو کمپنیو ته ور په برخه شوه. شاه ته د یوې مخامخ اشارې په توګه دغو کمپنیو روښانه کړه چې« په اصل کې د تېلو پانګه ټوله په ایران پورې اړه لري. » بلاخره د کنسورشیم غړو کمپنیو په ۲ مساوي برخو(پنځوس – پنځوس) د ایران له حکومت سره خپله ګټه ووېشله، خودا خبره په مقابل کې یقیني شوه چې د خامو تېلو د بیې ټاکل به، که یې تولید کمیږي او یا ډېرېږي ددغه نوي جوړکنسورشیم د غړو په لاس کې وي، نه د ایران د باچا په لاس کې.
په دې توګه ایران په خپلې پانګې او پیسو پوره کنترول نه لارهاو دغې مسئلې د باچا لپاره ستونزې را مخې ته کړې.ایراني اقتصاد پوه جهانګیر اموزګار یوځلې وویل، پهلوي شاهي کورنۍ د ( تېلو په پښو ولاړ ده) تېل د ایران د باچا رضاشاه د قوت او پیاوړتیا له لویو منابعو څخه وو.
د نفتو عوایدو پهلوي دولت ته جاه، جلالاو بریا ور په برخه کړې وه. پردې سربېره د هغه پر دولت یې د قانونیت پرده هم غوړولې وه او په خرابېدو کې یې دا دواړه دړې وړې کېدل.
پهلوي دولت او شاهي کورنۍ په دې پوهېده چې د نفتو عواید هغه بنسټ دی، چې د اوسني سیستم ټیکاو پرې ولاړ دی. د فکر کولو مسئله اوس دا وهچې د تېلو د پانګې د زیاتېدو موجونه کېدای شي ټولې بېړۍودروي او ټولنیز ټیکاو خوندي کړي، د رژیم د مخالفینو نیوکې پای ته ورسوي او د وروستیو سیاسي او ټولنیزو نا ارامیو د تکرار مخه ونیسي. په ۱۹۷۰ کال کې کله چې د تېلو عواید له میلیارد ډالرو واوښتل په لومړي ځل د ایران لومړي وزیر دا غورهوکړه چې (دولتي عواید به موږ ته اجازه را کړي چې ۲۳٪ عادي بودجه او ۳۰٪ پرمختیايي بودجه  لوړه کړو.)
 
د سیاسي او ټولنیز ثبات د ټیکاو لپاره په یوه لار د ډېرې تکیې کولو په مسئلې په پوهېدو تر اوسه پورې ډېر شک کیږي. خو که د نفتو دغه بې درېغه تولید ودرول شي، یا ترې ډډه وشي او یا د نفتو عواید کم ارزښته وګڼل شي څه به پېښ شي؟ ځواب روښانه وو: د پهلوي ادارې بنسټونه به له بېخه ونړیږي. اعلي حضرت باید دې مسئلې ته پام وکړي چې د تېلو عواید  په پرلپسې توګه زیات شوي دي، نو که یو ځل څه ور سره پیښیږي نو خرابي به یې خورا زیاته وي. ماروین زونیس لیکلي چې ( له نیکه مرغه هغه(شاه) د واکمنۍ کولو د ډول له کبله بر یالی وو. )
په لویه کې د شاهي دنظامبقا او پایښت د شاه لخوا د تېلو تولید په پرلپسې توګه زیاتېده او په لوېدیځ کې د تېلو په اخیستونکو د نفتو د بیو په پورته کېدو پورې تړلی و. د تېلو کمپنۍ تر ډېره د ګټې  لېواله وې نه د سیاست. له شاه څخه ددغو کمپنیو غوښتنه دا وه، چې تولید زیات کړي. خو کرار کرار حالات داسې راغی چې وار په وار او کال په کال د شاه او د تېلو د کمپنیو تر منځ  اړیکې ورستې او کړکېچ پراخ شو. بلاخره رضاشاه د تېلو د کمپنیو په چارواکو او لوېدیځو ډیپلوماټانو فضا ډېره تنګه کړه. یوه ورځ په ۱۹۷۰ کال کې د برتانیې سفیر شاهي ماڼۍ ته تېلیفون وکړ، چې د تېلو په تګلارو کې شاه ته یوه سپارښتنه وکړي. شاه سخت په غوصه شواو په زوره یېوویل: ( برېتانویان ماته سپارښتنې کوي؟ که دوی دا شرمیدلې بې عقلي بیا وکړه او ماته یې نصیحت وکړ زه به دوی داسې داسې…. کړم . دا لعنتي، چې په راتلونکي کې ماته د ورته سپارښتنو له کولو دمخه ښه فکر وکړي.)
د شاهنا امیدي د پوهېدو وړ وه. له کودتا وروستهد تېلو د تړونونو په تړاو یوه د خندا خبره دا وهچې لویې امریکايي کمپنۍ لېوالتیا نه لري چې د مصدق له پرځېدو وروسته په ایران کې کارو بار یا را کړه ورکړه ترسره کړي.دوی ایران د پانګونې لپاره نا خوندي او له خطره ډکه سیمه بلله. خو د ایزنهاور ادارې  په ټوله کې دا هڅه کوله چې په ایران کې د امریکا ستراتیژیکې ګټې نورې هم ژورې او خوندي کړي. پر همدې مهال دغو کمپنیو د خلیج په کوزه غاړه کوېټ او سعودي عربستان کې پانګونه زیاته کړه چې د تولید قیمت کماو د ګټې کچه زیاته وه. هغه نفت چې دوی تولیدول د ایران په  پرتله ډېر ګټور وو چې ډېر کله په کې هم اسانتیا او هم شیریني وه. ځکه چې په عربي تېلو کې د سلفر مادې شتون کم و چې په دې صورت کې نفت په اسانه په پخو تېلو بدلیږي. د ایران په نفتو کې د سون دتوکي کچه لوړه ده او له همدې کبله په نړیوالو مارکېټونو کې ټیټه بیه لري. د ایران د تېلو په کنسورشیم کې د Esso’s، ۷ په سلو کې ونډه درلوده په داسې حال کې چې همدې کمپنۍ د سعودي عربستان د تېلو د تولید په ملي کمپنۍ ۳۰ په سلو کې ونډې پرتله ډېره کم رنګه وه. د خلیج د نفتو (ګلف اویل) کمپنۍ د کوېټ د نفتو په ملي کمپنۍ کې ۵۰ په سلو کې برخه یا ونډه لرله، خو همدې کمپنۍ د ایران د تېلو په کنسورشیم کې ایله  ۷٪ ونډه درلوده. ایران د تېلو نړیوال مارکېټ ته په ۱۹۵۴ کال کې را مخې ته شو او موخه یې دا وه، چې په کمپنیو به فشار راوړي چې په خلیج کې د تېلو تولید په ایران کې تر سره کړي اوپه مارکېت کې د ټیټ بیه نفتو د را تلو له غمه چورلټ خلاص وي. ان له هغه وروسته دوی په پټه په دې موافقه کړې وه، چې ایران خپل تولید یو څه سخت او کم کړي او د تېلو بیې لوړې وساتي. دوی دا کار په دې مسئلې له پوهېدو سره سره وکړ چې د خامو تېلو په تولید او خرڅلاو  کې هر ډول کموالی د ایران عواید کموي.
دلته د تېلو د تولید او بیې پر سر د ګاونډیو ایران او سعودي عربستان ترمنځ یو طبیعيسیالي موجوده وه. د ایران باچا له وړوکو او نا توانه خلیجي دولتونو، نه غوښتل چې د خامو تېلو خپل تولیدات یې کم وي او ایران وکولی شي په دې توګه خپل عایدات زیات او د خلیج د ساتنې یا دفاع اړین خوب یې پوره شي. شاه هغه مهال ډېر په قهر او خفه شو چې د سعودي باچا فیصل د دفاعي بودجې په اړه پوه شو. همدې ملک فیصل چې د غیرې اړینو مصارفو کولو له درکه یې شکایت لاره ایران ته داسې لحظه وروښوله چې د تېلو کمپنیو د بېل شوي تخصیص او ونډې بیا ارزول یې پیل کړل. ددې په خواکې د عربي ژبو او فارسي ژبو ایرانیانو تر منځ مذهبي او کلتوري ستونزې او کړکېچ هم موجود و.
باچا فیصل په زړې یا پخوانۍ لارې د ایران باچا ته چې خپل محاکم یې د اروپا په سیستم عیار یا برابر کړي وو، ټکان ور کړ. په ۱۹۷۱ کال کې هغه د سعودي د باچا لپاره د یوې غرمنۍ کوربه وو، چې هغه په کې د دغه زاړه سړي لیدل تحمل کړل چې ډېر مسخره نظر یې لاره« هر یهود یوه توره لري چې دنده یې داده چې لږ تر لږه په کال کې یو ځل خپله ډوډۍ د یوه مسلمان په وینو کې پورې یا ککړه او له ستوني تېره کړي.» د ایران د باچا لپاره دا نظر هسې چتیات وبرېښېدل او دا یې ددې عرب بوډا شخٌصي انګېرنه وبلله.
 
شاه د نیشنلستو فارسیانو په زړه کې ځای لاره چې شاهي غریزه او هیلې یې درلودې چې لوی پیاوړی  فارس را منځ ته شي. بلخوا د باچا نیکونه په یوه وخت کې د خلیج په شاوخوا سیمو کې پراخ شول چې یوه سیمه په کې د اوسني سعودي ختیځ ولایت دی، چې د دښتو ددغه شاهي نظام د تېلو یوه ستره زېرمه په کې پرته ده. کېدای شي د ایران له باچا سره له هیلو زیات داسې فکراو باور وو چې سعودي عربستان اوس دې حد ته رسیدلی چې ورانکارياو دسیسه جوړونکي فعالیتونه وکړياو ملک فیصل د جدي خطرونو مشري کوي. سعودي عربستان هم په خپلو وروستیو فعالیتونو سره د ایران لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی و او د سعود کورنۍ د رضاشاه هغه ټولې هیلې او جوړ کړي پلانونه او بنسټونه له خاورو او ایرو سره برابر کړل چې تمه یې لرله ایران به د خامو تېلو ستر پلورونکی وياو د نیکسون ادارې ته به قناعت ورکوي چې له نظامي اړخه پیاوړی ایران کولی شي د لویدیځو ځواکونو له مرستې پرته په خلیج کې ددوى مهمې او ستراتیژیکې ګټې خوندي کړي.
د توازن جوړونې په دغه دردونکې عملیه کې یو پېچلی عامل دادیچې ولسمشر نیکسون، د ملي امنیت سلاکار او هنري کیسنجر بې له دې چې په روښانه څه ووايي، په دې باور و چې که ایران د عوایدو له لارې پراخیږي او د پرمختللو وسلو او انجینرۍ د سیستم  ترلاسه کولو لپاره د پیسو موندلو په لټه کې وي او ددې لپاره د یوه منظم پلان له مخې د خامو تېلو بیې یو څه لوړې کړي، نو د ایران باچا رضاشاه کولی شي دا کار یوازې د دوی له ګټو د دفاع په چوکات کې ترسره کړي.
له سپینې ماڼۍ سره د یوه کار پوه شریک شوینظر داسې و چې نیکسون او کیسنجر په رښتیا د خامو تېلو له لوړې بیې نه بلکې له ټیټې بیې په اندېښنه کې وو: ځکه ( دا امکان نه لري چې ایران، د کوېټ، ابو ظبۍ او سعودي باچاهۍ د نفتو د بیو کښته کېدو په صورت کې ډېر ټینګ پاتې شي.) د خامو تېلو لوړې بیې د منځني ختیځ د ټیکاو لپاره اړینې دي، ځکه چې دا محافظه کاره شاهي نظامونه لکه ایران او سعودي عربستان لږ لېواله وو، چې له اسراییلو سره د امریکا د مرستې په مسئله کې له واشنګټن سره ځان مواجه کړي. د امریکا له ملاتړه برخمنو د تېلو سترو عاید لرونکو ته د تېلو د عایداتو له کبله دا موقع په لاس ورغله چې په دې عوایدو خپل اقتصاد ښهاو هغه وسلې واخلي، چې دوی یې د خپلې دفاع او ازادې نړۍ ته د تېلو دخوندي وړاندې کولو (عرضې) لپاره ورته اړتیا لري. 
 
د جنرال ټویچل پلان او د تېلو د کمپنیو د کنسورشیم یو ځای کېدو واشنګټن ته د ایران په باچا د اغېز غورځولو یا کنټرول چانس ورکړ، د ایرانیانو د ژوند دښه والي لپاره یې د یوه بنسټ جوړېدو ته لار هواره کړه او د امریکا د تېلو د صنعت لپاره یې ګټه چمتو یا خوندي کړه. په ۱۹۶۹ کال کې ایران د پرمختیا د یوې بریالۍ پروژې په توګه وستایل شو چې کله یې اقتصاد د پانګونې له کبله د جهش یا پرمختګ لوړې څوکۍ ته ورسېد. نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي:« په تهران کې د امریکا خوشحاله ډیپلوماټانو په لاس کې یو جدول نیولی وچې د ایران صنعتي تولیدات یې ۴۵ درجې پورته تللي ښوول او هر وخت یې چټکتیا ښووله. د نا خالصو ملي تولیداتو پرمختګ یې له جګړې سملاسي وروسته له لیبیا پرته ان د جاپان له پرمختیا سره برابراو، چې په نړۍ کې خورا چټکه وده وه او په کلنۍ توګه همغه مهال په وروستیو ۵ کلونو کې ۹ اشاریه ۵ ٪ ، او ۱۱ اشاریه ۳ په سلو کې وده وه. چې د امریکا د همغه وخت داقتصادي ودې پرتله یې نژدې دوه برابره تیزه وده کوله» دا خبره د همغه مهال په احصایو او د ورځپاڼو په پاڼو کې لوستونکو ته وړاندې شوې او دا هغه مقایسه وه چې د ایران باچا یې ډېر خوشحاله کړی و .