
په هر دم کې اشارې راکوې ته
کله ورځې کله شپې راکوې ته
زه به هم شمه له دوه جهانه تېر
که د شونډو دوې پيالې راکوې ته
چې راوگورې اوبه شمه اوبه
مخ چې واړوې لمبې راکوې ته
په وړوکي دنياگۍ کې مې د زړه
لويې لويې نندارې راکوې ته
پکې وينمه رڼا رڼا رڼا
چې د اوښکو څو ډېوې راکوې ته
په يو شعر کې وي رانغښتې د ساده
که کتاب د فلسفې راکوې ته.
١١/٠٥/١٣٨٥
حيدرآباد