
کله نا کله مې دا زړه غواړي، چې ستا د کتاب توري شم، تر څو ستا د لیدو په خوند موړ شم، ځکه ستا لیده دي، چې ستا د کتاب توري سره راټول لومړی یې کلمه او بیا یې جملې کړي. ستا کتاب توري څومره بختور دي!
کله نا کله مې د خوږې ليلا هغه شيبه سترګو سترګو ته کيږي, چې زما د پاکې مينې زور او شته والی به يې د هغه سپين ګل په پاڼو ازمويلو او ويل به يې "چې زما جانان زما سره مينه لري؟ نه, مينه نه لري!" داسې پاڼه په پاڼه!
کله نا کله مې دا زړه غواړي, چې ته زما د زړه او روح د خوبونو د تعبير ښاپيرۍ شې, تر څو زما د فکر او اند هره کوڅه ولټوې, زما د خيالونو هره ټولګه، هره پاڼه ولولې، تر څو په دې پوه شې, چې زما د زړه د کتاب په هره پاڼه کې تا سره د رېښتينې مينې خيالونه نغښتی دی، هره کلمه يې ستا د مينې څومره په صداقت شاهدي وايي.
کله نا کله، د زړه خبرې په خوله ويلو نه، بلکې په ليکلو ښې ښکاري!
کله نا کله د نړۍ تر ټولو ښکلې، مسته او نازولې څنګ ته راسره وي، خو زما د زړه اواز نه اوري.
کله نا کله به مې ستا د فراق او بیلتو شیبې د لاس په ګوتو شمارلې او ځان ته به مې ویل، چې زما ښکلې مسته نازولې به همدا اوس راپیدا شي!
کله نا کله سترګې پټې کړم هیڅ نه وینم، خو تا وینم!
کله نا کله داسې راته ښکاري، چې ژوند لکه د سیند د غاړې د شګو پر سر یو پل دی، چې هره شیبه یې د سیند څپه د ځان سره وړلای شي.
کله نا کله ، داسې راته ښکاري، چې زما زړه ستا د مینې په زور او وینه چلیږي!
کله نا کله داسې راته ښکاري، چې ستر رب تا ته د ښکلا او ښایست په ورکولو خپل لویښت او ښایست ثبوت کړی دی!
نور بیا..