
د طبیعت په لمن کې یوه نازکه او تنکۍ غوټۍ را وټوکیده، د هیلې او امید په اوبو تانده شوه او بالاخره په ګل کیدو یې پیل وکړ، خو لا ګل نه وه چې ډېر ژر مړاوي شوه.
لکه څه ډول چې د ژوند په تابلو کې انساني ارمانونه ګونګي وو، نو ځکه د هیلو لمن هم ډېره پراخه وه او ژوند ته په لویه تمه کتل کیدل.
د وخت یزید هم د تشدد او ستم په په کهول کې پخې ریښې کړي وې او د خلقت اسرار یې له سترګو په سلو پردو پټ وو، پدې اساس سره د زور او ستم په کهول کې هره انساني اروا یو بې مفهومه څیز وو.
د مرګ پرښتې هم له ځان سره د تقدیر فیصله راوړي وه، هغه یې په پوره جرئت سره پلي کړه او د انسان خاورینه هسته یې بې روحه کړه، او پدې سره ډېر ارمانونه په اوبو لاهو شول او ډېرې هیلې تر خاورې لاندې شوې.
د ژوند وږمه هم نیمه خواه شوه، او د ګل له رنګینې څیرې بې وخته موسکا والوته. پدې سره د وخت په غېږ کې ډېرې افسانې خوندي شوې او ډېرې خاطرې د زمانې په ذهنونو کې پاتې شوې.
زمونږ او د دوی ترمنځ نن مرګ لکه لوی غر غوړیدلی او زمونږ له سترګو دوی ډېر لیرې دي، چې یو او بل سره نه شو لیدلای، خو مونږ یې همداسې ورکې، خو تلپاتې او شهیدې اروا ته لاسونه لپه کوو او له ستر څښتنه ورته د معفرت دعا کوو.
۱۳۹۳/۴/۲۳
د روژې مبارکې شپاړسمه
د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت
د تحقیق او مطالعاتو ریاست
د جواس خان جنون شهیدې اروا ته