د وخت غوښتنه   



د وخت تقاضا‌ دا ده چې مونږ پاخه شو.
زمونږ پوخوالی پدې مانا دی، چې سړې او تودې تېرې کړو، څو د هرې سختۍ پر وړاندې مقاومت وکړو او د هرې خوشالۍ په مخکې بې غروره وناڅو.
زمونږ فکري وده، سیاسي شعور او استقامت په ډېرو ازمایښتونو او اوږدو تجربو سره پخیږي، پدې اساس سره د ژوند په کږلېچونو کې باید محتاط ګامونه اوچت کړو.
د ژوند په سختیو کې د فکر کولو وروسته دا باید درک کړو، چې مرام په ډېر کړاو سره ترسره کیږي او هغه څوک یې تر لاسه کوي چې د ژوند په کږلېچونو کې د ټولو سختیو سره په میړانه وجنګیږي.