
نن مې هر يو د اروا پر اوږو بار دى
که رقيب دى که غماز دى که اغيار دى
هم په دا به يې سورى زړگى دوربين شي
چې خوړلى يې په زړه د مينې خار دى
ستا له سترگو نه مې واړه لرې باسي
که مې کور دى که مې کلى که مې ښار دى
د مجاز وحقيقت ته حيرانېږم
په انکار کې يې راغلى پټ اقرار دى
اوس په خلکو کې د ستا په نوم يادېږي
ستا ساده د ستا ساده دى د ستا يار دى.
١٠/٠٥/١٣٨٥
حيدرآباد