ویښ ویده



د زور او ستم په کهول کې ډېر څه تېریږي او ډېر ترخه حقایق په پټو سترګو منل کیږي.
هغه بینایان چې په غړولو سترګو هرڅه ویني، هغه هم څه نه شي ویلی.
د زور منطق هم یوه بده بلاء ده او تل یې د ستم په کهول کې رېښې غځولي.
زمونږ لید لوری هم د قضاوت په بېلابېلو هېندارو کې انعکاس مومي.
څرنګه چې ځینې د ځینو ملتیا کوي، نو دلته د حق او ناحق پلویان هم ډېر ښه مالومیږي. د حق پلویان د اخلاقي جرئت څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او د باطل په وړاندې په میړانه ودریږي، ترڅو د ضمیر پور ادا‌ کړي، اما د زور او ستم لارویان د اخلاقي جرئت او ضمیره بې پروا دي او د ستمیانو هرڅه ته په ورین تندي لبیک وايي.
یو تریخ حقیقت همدا دی چې ځینې د ټولې پوهې سره سره بیا هم ځان نه پوهوي. 
نو پوه شوم چې ویښ ویده دې ته وايي چې یو څوک په غړولو سترګو هرڅه ویني، خو ځان تیرباسي او پر حقایقو چوپه خوله پاتې شي.