
د مينې په خبره باندې ژر سړى پوهېږي
جانان چې مرور شي په دې هر سړى پوهېږي
د زرو په مثال دى زړه خوندي ساته په زړه کې
د زرو په قيمت باندې زرگر سړى پوهېږي
د رازونياز خبره هر سړي ته د يار مه کړه
د مينې په رازونو پيغمبر سړى پوهېږي
د وخت په سمندر پسې يې راولئ مستي کړي
په دې ډول کارونو قلندر سړى پوهېږي
د فن د نېرنگۍ به مې تاييد پخپله وکړي
ايله بيله که لشکي په هنر سړى پوهېږي
د ښځې په کارونو کې د ښځې پوهه ډېره
د نر سړي په کار کې ساده نر سړى پوهېږي.
١٠/٠٥/١٣٨٥
حيدرآباد