د زابل له ترافیکو د موټر چلوونکو شکایتونه زیات شوي دي.

 
په زابل کي دلويي لاري موټرچلوونکي ددې ولایت ترافیک په غیرقانوني ډول په پیسو اخیستلو باندی تورنوي، خو دترافیکو مدیریت بیاداډول ادعاوي ردوي.
په زابل کي موټرچلوونکي وایی چی ددې ولایت ترافیکي پولیس هغوی په غیرقانوني ډول ځوروي اوپه یوه اوبل نوم ورڅخه پیسي اخلي. داکسان همداراز وایي هغه بی پلیټه موټر، چی نوي راواریدي هم دکابل کندهار پرلویه لار دزابل په مربوطاتوکې ترافیک پیسې ورڅخه اخلي اوهغوی زیاتوي که چیري دنوي موټرو واریدول غیری قانونی وي نوباید په ټول هیواد کې ودرول شي. خودزابل دترافیکومدیر سمنوال عبدالاحد بیا داډول ادعاوي ردوي او زیاتوي چي تردې مهاله پوري هیڅ داډول پیښي ندي رامنځ ته شوي او که يې څوک په اړوند ثبوت ولري نودوی ته دي مراجعه وکړي ترڅو دوی يې په اړوند قانوني کړنې ترسره کړي .
 زابل هم دهیواد دهغو سرحدي ولایتونوڅخه دی چی دکابل کندهار پرلویه لار پروت او ډیری وخت نوي موټر دهمدې لاري څخه نورو ولایتونو ته وړل کیږي.