د پېښې نور جزييات: د میوند جنايي مدیر وژل سوی او نښته لاهم دوام لري


نن غرمه ۱۱ نیمي بجې د کندهار د میوند ولسوالۍ پر مرکز ډله ييز ځانمرګي برید شوید کندهار دپوليسو ویاند ضیا دراني وایی چي تر اوسه پوري ۴ تنه ځانمرګيوژل شوی خو ممکن له یوه څخه تر ۲ تنو پوري نور ژوندي وي اوله امنیتيقواوو سره په نښته کې دي.
په برید کې د میوند ولسوالۍ جنايي مدیر وژل شوی ۳ پوليس او ۲ تنه عاموګړي ټپیان شوي هم دي ، خو جګړه لاهم روانه ده.دی زیاتوي چي برید کوونکو لمړۍ د یوه موټربم په وسیله د پوليسو د
قومندانۍ او ملي امنیت د مدیریت د ودانۍ له ګډ دیوال سره نږدې چاودنه کړېاو تره هغه وروسته نښته پیل شوې.
د دغي نښتي له کبله د کندهار – هرات لویه لار چي د میوند ولسوالۍ له مرکزڅخه تیریږي هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې او لاهم نښتنه دوام لري.
هاخو وسلوالو طالبانو د برید مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په لیږلي؛تلیفوني پیغام کې ویلي چي ملګرو يې د یوه موټر په وسیله لمړۍ چاودنه کړېاو ترهغه وروسته يې د ولسوالۍ پر دولتي ودانیو بريد کړی.