د کندهار ولايت پر ميوند ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو ډله ييز ځانمرګى بريد پاى ته ورسېد.

 
د کندهار ولايت پر ميوند ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو ډله ييز ځانمرګىبريد د ۵ بريدګرو او د دې ولسوالۍ د جنايي څانګې د مرستيال په وژل كېدوپاى ته ورسېد.

  دغه بريد نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ نيمي بجې د ميوند ولسوالۍ پرامنيې قوماندانۍ او ملي امنيت مديريت پيل شو، چې نږدې يو ساعت يې دوامدرلود.

د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني روهی ویبپاڼه ته وويل، لومړى يوهبريدګر د موټر بم پرمټ د امنيې قوماندانۍ په دروازه کې چاودنه وکړه اوپاته څلور ودانيو ته ننوتل، چي تر يوې ساعته جګړې وروسته ټول د امنيتيځواکونو له خوا ووژل شول.

نوموړي زياته كړه په دې پېښه کې د ميوند د امنيۍ قومندانۍ د جنايي څانګېمرستيال وژل شوی، درې پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
 بايد وويل شي، ميوند د کندهار يوه له ناامنه ولسواليو څخه ده، چې دکندهار ښار لوېديځ ته په ۷۰ کيلومترۍ کي د هرات- کندهار پر لويه لار پرتهده.