زابل کې٤٠٠ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول

 
د زابل ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی وایې، چې ددې ولایت د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې پولیسو تېره ورځ یو ځل بیا د کابل کندهار پرلویه لاره د خرواریانو په سیمه کې د تلاشۍ پر ځنځیر ۴۰۰کیلو ګرامه نشیې توکي نیولي دي.
 امنیه قومندان وایې یاد نشیې توکي ټول تاریاک دي چې په یوه مازدا موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پرځای شوي وو. نوموړی وایې یاد نشیې توکي د کابل څخه د کندهار ولایت پر لور وړل کیدل چې د دوی د نشیې توکو پر وړاندي د مبارزي د پولیسو له لوري د یوه تر لاسه سوي راپور پربنسټ ونیول سول.
روغ لیونی وایې چې ددغه موادو سره په تړاو یې ۲ کسه هم نیولي چې تر پښتنو او ګرویږونو وروسته به یې عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپاري.
په زابل کې دا لومړی ځل نه دی چې پر دغه لویه لاره د مرکز کلات په مربوطاتو کې نشیې توکي نیول کیږي ددي ولایت د نشیې توکو پر وړاندي د مبارزي چارواکي وایې چې د کال د پیل راهیسې یې سلګونه کیلو ګرامه نشیې توکي نیولي دي.