
د افغانستان امنيتي سرچينې او پوله ساتي پوليس وايي، چې په تيرو ۵ مياشتو کې د پاکستان لخوا ۴۷۰۰ توغندي، پولې ته څېرمه ولايتونو باندې ويشتل شوي دي.
د امنيتي ځواکونو لخوا په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه بریدونو کې ۶۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز يو زيات شمېر څاروي يې هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې ۳۸۰ کورنۍ د بريدونو له ويرې، خپل کورونه پرېښودلي او نورو سيمو ته کډه شوي. د دغو بريدونو زياتره تمرکز پر کونړ ولايت دی.
د افغان امنيتي ځواکونو لخوا هم د بریدونو د دوام په صورت کې د ځوابيه عمل ګواښ شوی خو د عمل په ډګر کې يې تر اوسه چوپتيا غوره کړې ده.
د يادونې ده، چې د پاکستان پوځ لخوا له څلورو کلونو راهيسې د بريدونو او تيریو لړۍ روانه ده.