غزل

 
په څه کار پسې مې تلى د زړه باز دى
له گوگله مې وتلى د زړه باز دى

د دنيا لومې يې پښې وزر مات کړې
له هر چا يې چې نيولى د زړه باز دى

ستا د حسن د مرغيو لارې څاري
په هوا کې درېدلى د زړه باز دى

چې په کار کې دې پکار نه شي ملگريه!
بيا دې څه لره ساتلى د زړه باز دى

د مقصد عنقا به ژر ساده ته راوړي
تر اسمانه يې ختلى د زړه باز دى.

٠٩/٠٥/١٣٨٥
حيدرآباد