د مینې قدر

د خپلې ملګرې سره په رستوران کې ناست وم، زما ملګرې ښکلې، مسته نازولې وه او ما ډیره مینه ورسره لرله. هغې د شیدو چای او ما قهوه څښله، ما یو زوړ بالاپوش اغوستی و، چې زه ډیر پرې شرمیدم، ځان راته په کې ډېر غریب ښکاریدو او له دې کبله مې د بالاپوش نه ډېره کرکه کیده. قهوه ډېره ارزانه وه او هیڅ خوند یې نه درلود، زه تل په دې فکر کې وم، چې څنګه به ډېرې پیسې پیدا کړم، تر څو ښې جامې او خوندور خواړه او ښکلی ژوند پرې جوړ کړم. زما ملګرې، په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوه، زه یواځې پاتې شوم. وروسته زما په ژوند کې ډیرې خوږې قهوې، ښکلي رستورانونه، قیمتي جامې ډیرې پیسې وې، خو زما مینه، مسته او هغه نازولې نه وه. زه دير ځلي هغه شیبه رایادوم، چې زما سره د نړۍ هر څه وو، خو زه پرې خبر نه وم.