يووخت ، زمونږ يو سياست پوه ، خان عبدالولي خان ، د ملگرو ديوې پوښتنې په ځواب کښې ويلي وو : که مجبور شوئ ، يا مصلحت داو چه د يو څه يا څوک نوم وانه خلئ او د هغه په باره کښـې وغږېږئ بيانو ووايئ :
_ غونډدى ، ژيړ دى ، تريودى :-
نو خلک پخپله پوهيږي چه (( نارنج )) دى .
د بيالوژئ ماهران وايي : هغه ټول بوټي يو ځاى تر مطالعې لاندې راځي چه واړه ، سپين ، پاته کېدونکي او توييدونکي( نراوښځې ) گلان لري . مېوه يې د اوډل شويو پليو په صورت د يو زيړاوگردي پوستکي په منځ کښې ځاى لري او تخمونه يې ترخه او په پليو کښې دي ، لکه : نارنج ، ترنج ، نارنگي ، ليمو ، مټه ، چکوتره ، مالته ، سنتره ، کېنو او نور چه عمومى خواص يې يو رازدي او هر يو ځانله ځانله خصوصيات هم لري او د اجزاء واو محتوياتو ترکيب ، اندازه او خوند يې فرق کوي . دغو ټولو ته څوک ( مرکبات ) هم وايي د
( سيتروس ) په نامه يې هم يادوي او پښتانه يې ( نارنج باب ) بولي په دې ليکه کښې د ( نارنج ) د کلمې نه مطلب ټول ( نارنج باب ) دي .
د طب د ډاکټرانو په عقيده : نارينج ډير مواد او ډېرې گټې لري . په تېره بيا ويټامين سي پکښې زښت ډېر دي او دغه ويټامين د وينې ټينگوالى په يو متناسب او متعادل صورت ساتي او دې ته يې نه پريږدي چه ډېره ټينگه او لخته او يا زياته نرئ او اوبلنه شي . په دې صورت د راز راز ناروغيو د عواملو په مقابل کښې د وجود د مقاومت او د ترميم طاقت زياتيږي .
په پخواني طب کښې هم د نارنج روغتيايي ارزښت ته توجه شوې ده . مثلاً : شيخ علاوالدين على ابن الحزم القرشي په خپل تاليف ( موجز ) کښې د مضر و دواگانو اوخوړو د خواصو د بيان په لړ کښې ليکي : (( تريو نارنج ، د کَلَف ناروغي رغوي ، د صفرا تسکين کوي . رنگ ته تازگي بخښي ، صفرايي کانگې دروي . اشتهازياتوي او . . . )) ( ١ ) او ددې کتاب په څو ځايو کښې د نارنج د شريت ، مربا او جوارش تجويز شوى دى .
په دې برخه کښې ، تر ټولو پخوانى اثر، چه تر مونږ پورې رسيدلى دى، د ابن سينا (( القانون )) دى ، چه له نن څخه زر کاله د مخه زمانې پورې ارتباط لري .
شيخ الرئيس ابو على حسين ابن عبدالله سينا د مشرق نو مور طبيب ، فيلسوف ، علمي او اجتماعي شخصيت دى . پلار يې د بلخ و ، بيا بخارا ته ولاړ ، هلته يې واده وکړ او خداى ( ج ) داسې زوى ورکړ چه تر اوسه پورې لا ټول شرق څه چه د ټولې نړئ علمي کړئ پرې وياړي . هغه په ٣٧٠ هـ ق کښې زيږيدلى او په ٤٢٨ هـ ق په همدان کښې مړ او ښخ دى . وايي چه هغه په حکمت ، فلسفه ، طب ، رياضي او نورو برخو کښې تر ٢٤٠ پورې کتابونه او رسالې ليکلي دي . يو کتاب يې په (( علم اصوات )) يا (( غږ پوهنه )) يا (( فونولوژي )) کښې (( اسباب حدوث الحروف _ يا _ مخارج الحروف )) نوميږي چه اوس لا هم د (( تجويد )) د پوهانو د استفادې وړ دى ( ٢ ) بل لوى او جامع اثر يې (( القانون فى الطب )) دى چه جهاني شهرت لري . او د هغه په باره کښې معاصر پوهان ليکي : (( القانون فى الطب د يونان ، روم ، هندوستان او چين د طبابت د بشپړتيايي پراختيا محصول دى )) ( ٣ ) او ددې زمانې د داروگانو د پيژندنې ماهران عقيده لرى چه (( ابن سينا بې له شکه د خپلو دواگانو نسخې له ملي ( شرقي – اسلامي ) طب څخه . اخيستي دي . )) ( ٤ ) ددغو ماهرانو نظر که د ابن سينا د ټولو طبي نسخو په باره کښې د تامل وړ دى ، نو د هغو د زياترو په برخه کښې حقيقت لري .
په هر صورت ، ابن سينا ليکي : (( د نارنج مربا د معدې کمزورتيا رغوي او ډوډئ هضموى . )) او بيا يې په دوو نسخو کښې د نارنج
د مربا د جوړولو طريقې په مفصل ډول ښودلي دي . ( ٥ ) – نوموړي دانشمند (( د ميوو شربت )) په اجزا ء و کښې نارنج شامل کړى دى . ( ٦ )
د ابن سينا په ليکنه کښې هم د نارنج د طبي ارزښت په باره کښې د هغه نظر څرگند شو او هم دا ښکاره شوه چه د نن نه زرکاله د مخه هم دا يوه پيژندل شوې مېوه وه چه د طبيبانو توجه يې ځان ته اړولې وه او په دې توگه د هغه تاريخي اهميت ثابت شو .
اوس بـه ، د تـاريـخـي اسـنـادو پـه لـټـه سـره رودته ولاړ شوو او
د ظهير الدين محمد بابر شاه ( د ٨٨٨ د محرم الحرام ٦ مه _ د ٩٣٧ د جمادى الاول ٦ مه ) په باغ وفا او باغ صفا کښې د نارنج د ګلانو له وږمو نه خوند واخلو .
له نوموړي مغولي فاتح سره . په ٨٥٤ هـ ق کښې ، د اوسني
جلال آباد د ښار په محل کښې د ښار جوړولو فکر پيدا شو ځاى يې انتخاب کړ ، مگر ويې نه کړاى شو چه ودانئ پکښې تاسيس کړي او يوازې ځينې باغونه يې جوړکړل . ( ٧ ) .
په ننگرهار کښې د بابر د جوړوکړو باغونو په لړ کښې د تاريخ په پاڼو کښې لولو : (( په ٩١٤ هـ ق ١٥٠٨ م کال ، د آدينه پور د قلامخې ته ، د کابل په ١٣ فرسنگئ کښې ، د جنوب ډډې ته ، په يو لوړ ځاى کښې د بابر له خوا ، (( باغ وفا )) جوړ شوى و . رود يې په منځ کښې بهېده ، بابر هلته ډېر ښکلي خيابانونه ، سرکونه او حوضونه جوړ کړل او د نارنج او انار نيالگي يې کښېنول .دا باغ د سپين غره په لمنو کښې وو . مگر ، هلته واوره نه وريدله .
څرنگه چه دا باغ د کابل _ ننگرهار د لارې پر سرو ، نو بابر په خپلو سفرونو کښې همدې باغ ته راتله او د ٩٣٢ د صفر المظفر په ١٧ مه ١٥٢٥ م کښې ، د هند د نيولو په خيال خپلې وروستئ جگړې لپاره له همدې باغ نه وخوځيد . )) ( ٨ )
پخپله د بابر په وينا ، (( باغ وفا )) د گندمک او شاهي ويالې ترمنځ واقع او د کابل له خوا لار له (( قراسو )) نه تېرېدله ، باغ وفا او بيا سلطانپورته رسېدله . دغه باغ له شنيليو او د نارنج او انارو له ونو ډک و . )) ( ٩ )
د بـابـر لــه خـوا بـل جـوړ شـوى بـاغ ، (( بـاغ صـفـا )) نـومـيـږي چـه
(( د ننگرهار ولايت کښې بهسودو ته نژدې ، د کابل د پخوانئ لارې تر څنگ جوړ شوى دى .)) ( ١٠ )
د باغ صفا په ختيځ کښې جوخت د چهار باغ صفا ښار گى دى . له جــلال آبـاد نـه زړه لار پــر غــوچــک او قــلــعــۀ بــخــتــان تـېـره شـوې او
چهار باغ صفا ته رسيدلې ده . د چهار باغ صفا د حضرت صاحب
د جومات او مزار د باغ مخې ته چه مخ په قبله په دغه لار روان او د چهار باغ د ښار له کوڅونه سيده تېر شوو ،د لارې پر سر په شمالى اړخ
يو ورکوټى جومات دى چه (( دسنت جومات )) په نامه شهرت لري . همدغلته په جنوبى ډډه د بابر د باغ صفا د ساحې زاويه پيليږي . لار مخ پورته کوز سلطانپور ته رسيږي ،پخوانئ بادشاهي زړه لار دغه وه .
د امير حبيب الله خان تروخته د شاهانو موکبونه ، د سوداگرانو قافلى
د کوچيانو کډې او دعا مو خلکو بهير پر دغه لار تېرېده . دې لارې ته اوس هم زمونږ خلک (( راه کلان )) يا (( لويه لار )) وايي چه په معاصر تعبيرد (( شاهراه )) او (( جرنيلى سړک )) معنا لري . باغ صفا سل جريبه زمکه ده .اوس د چهار باغ صفا د مجددي حضراتو په ملکيت کښې ده . او به يې دوار نه مستقلې دي . د بابر د کښېناستو صفه او د اوبو حوض يې لا پاته دى . د هغه وخت د خرماو درې ونې هم لا و لاړى دي . په دې باغ کښې هم د نارنجانو د ډيرو ونو گلانو د خلکو د ماغونه معطر کړي دي .
د ابن سينا او د بابر باچا دوخت د زرکلن او پنځۀ سوه کلن تاريخ اسناد به په ځاى کښيږدو او د پېړيو په پوړيو کښې ، د نارنج په ارتباط تاريخى څيړنه به ځوانو څيړندو يانوته وسپارو ، معاصر دوران ته به ځان ورسوو او په شلمه پيړئ کښې د نارنج باغونو ننداره وکړو :
د سراج الملت والدين امير حبيب الله د سلطنت په مهال ( ١٩٠١ – ١٩١٩ م ) کلونو . په ننگرهار کښې خورا ښکلي او پراخ دولتي نارنج باغونه جوړ شول . لکه : په جلال آباد کښې شاهي باغ او سراج العمارت ، دولايت د مقام بڼ ، د گلف د ميدان باغ ( د امير شهيد باغ ) او په لغمان کښې قلعة السراج . ددې باغونو زړې ونې د سل کلنئ په درشل کښې سمسورې ولاړې دي او د شين پوشو صوفيانو په شان د . رحمان او رحيم الله ثناوايي . له همدې باغونو سره جوخت ، په هماغه زماني مقطع کښې ، د حکومت په تشويق او تقليد او حتى په مرسته ، يو شمېر شخصي باغونه هم جوړ شوي دي . لکه د پير سيد حسن القادري الگيلانى ( مشهور په : جناب نقيب صاحب ) ستر باغونه چه دوه يې ددوى د کلي په غربي ډډه کښې دي . ددواړو تر منځ سرک دى او ددواړو د روازې همدې سرک ته وتي دي ، د جنوبي باغ په لويديځ کښې دې سره جوخت بل باغ ، د (( سپوږمئ باغ )) نوميږي . د جناب نقيب صاحب بل باغ ، د سواتيود کلي په لويديځ کښې دى چه پخپله ددوى زيارت او ددوى دکورنئ دوفات شوو نارينه و او ښځو لويو وړو زيارتو نه هملته د ننه دي . د جناب نقيب صاحب مېرمن بي بي . دسيد
علي گيلاتي او سيد احمد گيلاني مور چه دوه درې کاله د مخه وفات شوه په همدې خاصه هديره کښې ښنخ ده .
د جناب نقيب صاحب پنځم باغ د هغوى د کلى پر شمال ختيځه خوا د چهار باغ صفا نژدې تر هديرې پورې غځيدلى او تر هغو نورو وروسته جوړ شوى دى .
د نوموړي امير حبيب الله د سلطنت په دوران کښې د چهار باغ صفا د حضرت صاحب ( ضياء معصوم مجددي ) باغ هم جوړ شوى دى . په دې باغ کښې د ننه ، د نوموړي حضرت صاحب جامع جومات ، په هغه کښې د ارالحفاظ او د هغوى او د کورنئ د ځينو نورو غړو مزارات هم دي . د حضرت صاحب پر زيارت لويه لوړه شانداره ښکلې او پخه ناتمامه گومبده ولاړه ده چه له ډيرو ليريو ځايونو نه ښکاري . د نارنج دونود کثرت او اکثريت له مخه مونږ دغه ټول ذکر شوي باغونه ، نارنج باغونه بللى شوو . مگر کوم باغ چه د (( نارنج باغ )) په نامه شهرت لري هغه په کوز سلطانپور کښې دى او د سره رود د اولسوالئ له قلا څخه ، لږ مخ پورته . د سړک په شمال کښې د ښاغلي غلام سخي انتظار
د مشرانو باغ دى . د سلطانپور د لعل چشمو او د باولئ د باغ نارنجان د هيرولو نه دي .
ورو ورو د ختيځو ولاياتو : ننگرهار ، لغمان او کونړونو په ټولو سيمو کښې د نارنج باغونو رواج عام شو . هر چيرته يې لوى ، منځني او واړه باغونه جوړ شول . ان تر دې چه د لږو زمکو خاوندانو به هم خپلې
دېرې دنارنجو په دوو دريو بوټو ښايسته کولې . او هم په اطرافو کښې او هم د جلال آباد د ښار په نوو ودانيو کښې دومره نارنجان زيات شول چه له دې ښار اوولايت نه يې يو (( لوى نارنج باغ )) جوړ کړ . په دولتي سويه ، په وروستيو کلونو کښې د هډې او غازي آباد فارمونو کښې پراخ نارنج باغونه وغوړيدل چه مېوه يې په پراخه پيمانه خارج ته صادريدله .
داسې وخت هم راغى چه د نارنج د بوټي ، گل او غوټيو ښايست ، د هغو د مېوې ارزښت ، د ښکلو باغونو منظره او تاريخي پس منظر ددې سبب شو چه په ننگرهار کښې (( د نارنج د گل مېله او مشاعره )) يوه درنه فرهنگي عنعنه شوه . مگر ددې دود زړى څنگه شين شو ؟ وغوړېد ؟ او ثمرته ورسېد ؟ لطفاً ماته غوږ شئ !
_ د ١٣٣٩ هـ ش د لومړنئ هفتې يوه ورځ وه . زه د ننگرهار
د مطبوعاتو لوى مدير او دورځپاڼې مسئول چلوونکى ، د سپين غر هوتل په لوېديځه ، د عينيې په ماڼئ ، په خپل دفتر کښې ناست وم . سهار مهال و . ورځپاڼه وتلې او زه د سباد گڼې په غم کښې وم . ناڅاپه د پاخه عمر او غښتلي وجود يو موقر شخص دفتر ننوت . سلام عليک ، روغبړ او ستړي مشي وشوه . ميلمه کښېناست . د چاپو پياله يې مخې ته کښيښودلى شوه . هغه وويل : (( مدير صاحب ! براى بهار نارنج آمده ام شما را زحمت ميدهم ! )) دا شخص د هيواد مشهور ليکوال ، اديب او شاعر سرور گويا اعتمادي محمد زى و چه په دري ژبه کښې ډېرې ښې قصيدې لري او د ادبي تحقيقي ليکنو او تاليفاتو خاوند دى . ماوويل : (( بهار نارنج )) ستاسو قصيده ده ؟ د ننگرهار ورځپاڼه او مجله خو په پښتو خپريږي ، مگر ستاسې دري قصيده به هم چاپ کړو. نور امر او خدمت ؟
گويا :- کشکې ما په نارنج شعر ليکلى واى ! کشکې زمونږ شاعران د نارنج د گلونو ښکلا و ستايي ! څومره به ښه شي ؟ ما خو
د مخه هم درته وويل ، زه سمدستي د نارنجانو د گلانو پسې راغلى يم . اوس دا گلان ښه غوړيدلي دي . په موج کښې دي .هغه گلونه يې چه مېوه نه نيسي له خپل ځايه بيل شوي دي . وچيږي . په تورو خاورو لوېږي باديې وړي او له تورو خاورو سره خاورې کيږي . زه دا ټولوم او (( بهار نارنج )) ترې جوړوم .
ما : ( په حيرانتيا ) بهار نارنج ؟ !
گويا :- هو ! عرق يې وباسم ، لگه گلاب او بيد مشک په شان يې د امبيق په ذريعه عرق وباسم . دې عرق ته (( بهار نارنج )) وايي .
ما ملازمانو او مستخدمانو ته وويل : هلئ زر شئ ! گويا صاحب لپاره د نارنجانو گلونه وڅنډئ . مگر څانگې په کوتکونومه وهئ چه هغه گلونه چه مېوه نيسي توى نه شي . زر شئ !د توتانو غوندې ورته خولئ ونيسئ ! .
زه او هغه گپ شپ ته کښېناستو . گويا صاحب داسې گويا شو : د نارنج بهار د شربت خوندزياتوي . زړه ته قوت بخښي . د گيډې درد رغوي . د نارنج مربا د معدې التهاب ته گټه لري او هم دزړه مفرح دى . د نارنج او به ويتامين سي لري او د ناروغيو خصوصاً د ريزش مخه نيسي . . .
خوږه ادبى دوستانه مرکه لا روانه وه چه هلکانو د گلانو پنډوکى راوړ . گويا صاحب هغه واخيست ، تشکر سره يې خداى په اماني وکړه.
گويا د خپلو خبرو خاطره پريښودله . هغه خبرې ليکوالو شاعرانو ته ورسيدلې . د نارنج د گل ، مېوې ، عرق ، شربت ، مربا او ويتامين سي په باب خبرې اوښتې را اوښتې او په شعر او ادب کښې د نارنج
د ښکلو گلونو او د هغه د خوږو وږمو د انعکاس رنگينو آرزوگانو غزونې کولې .
زه د ١٣٣٩ کال د جدى په پيل کښې د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په حيث کابل ته ولاړم . څه موده وروسته په پښتو ټولنه کښې ناست وو . د اطلاعاتو او کولتور د وزارت يو پوښتنليک راغى . ورسره يو نومليک هم مل و . په هغه کښې د هيواد د ځينو ولاياتو او سيمو لپاره د مېلو وختونه او نومونه ټاکل شوي او د هغو په باب د پښتو ټولنې نظر غوښتل شوى و. وروسته وپوهيدو چه د تاريخ ټولنې نظر هم غوښتل شوى دى . موضوع تر څېړنې لاندې ونيول شوه .په فهرست کښې ، د ننگرهار لپاره د نارنج د گل مېلمه ټاکل شوې وه . ځينو ملگرو وويل : د ځينو ولاياتو لپاره تاريخي عنعنوي مېلې ټاکل شوي دي . لکه د مزار شريف (( د گل سرخ )) يا د چاريکارو د (( ارغوان مېلې )) ننگرهار هم يوه تاريخي سيمه ده . دې ته هم بايد د يوې تاريخي موضوع په ارتباط مېله وټاکو . دوى سره مشخص وړانديز نه و . يو شمېر کسانو همدا د نارنج د گل مېله تاييدوله او دا يې ابتکاري او حياتي موضوع گڼله . زما هم دا نظريه وه . تر څېړنې گروېږنې وروسته ، زمونږ نظر تاييد شو . وروسته بيا د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا هغه نومليک تصويب شو . د هغه تصويب له مخه ، د هيواد په د غو سيمو کښې مېلې منل شوي دي :
_ (( د بلخ د ولايت په مرکز کښې د حمل په لومړئ نېټه (( د گل سرخ مېله )) ، د فارياب ولايت په اندخوى کښې د حمل په پنځمه )) د قره قل ميله )) ، د ننگرهار ولايت په جلال آباد کښې (( د نارنج گل )) مېله د حمل په شلمه ، د هلمند په لشکرگاه کښې د ثور په ١٥ مه (( د اوبو لگولو مېله )) ، د پروان په گل غونډئ کښې د حمل په ٣٠ مه (( د ارغوان مېله )) ، د جوزجان د آقچې په سيمه کښې د جوزا په ١٥ مه (( د غاليو او بدلو مېله )) ، د کاپيسا د ولايت په تگاب کښې د سرطان په لومړئ نېټه (( د انارو د گل مېله )) ، د تخار ولايت په تالقاتو کښې د اسد په لومړئ نېټه (( د خټکيو مېله )) ،د بدخشان په بهارک کښې د اسد په ١٥ مه د (( لعلو مېله )) ، د بادغيس په قلعۀ نو کښې د سنبلې په شلمه
(( د پستې د شول ماتولو مېله )) ، د کندهار په مرکز کښې د ميزان په ١٥
مه (( د انگورو د ټولولو مېله )) ، د بغلان ولايت په صنعتي فابريکه کښې د عقرب په ٣٠ مه (( د چقندر د ټولولو مېله )) ، د کندز په ولايت کښې د ميزان په ٣٠ مه (( د پنبې د ټولولو ميله )) او د هرات ولايت
د تخت ظفر په سيمه کښې دحوت په شلمه (( د زيړ ارغوان مېله )) . ( ١١ )
ددې لپاره چه ننگرهار يوه شاعرانه سيمه ده ، د نارنج گل مېله ، د يو ښکلي گل په نامه او د پسرلي په شاعرانه موسم کښې ټاکل شوې وه ، نو ، (( مشاعره )) د (( مېلې )) اساسي رکن وگرځيد . له هغه دمه تر دې دمه (( د نارنج گل مېله او مشاعره )) کال په کال د حمل په مياشت د جلال آباد ښار په يو نارنج باغ کښې تر سره شوې ده . له کابل نه به هم ورته يو شمېر مېلمانه راتلل ، مگر په ١٣٥٠ هـ ش کال دې مېلې او مشاعرې نوره کيفي او کمي پراختيا هم وموندله . په دې باره کښې محمد ارسلان سليمي ليکلي دي :
(( د ١٣٤٩ کال په وروستيو ورځو کښې مونږ د گران هيواد درنو اديبانو ، ليکوالو او شاعرانو ته بلنه ورکړه چه د (( نارنج گل )) ادبي غونډه ، چه د څو کالونه په ايالتي او محلي شکل په جلال آباد کښې جوړيدله داځل په بين الافغاني توگه ونمانځله شي .
زمونږ بلنې ته د هيواد د ټولو برخو څخه په ډير لږ وخت کښې مثبت ځواب راغى او په پښتو او دري دواړو افغاني ژبو منظوم او منثور دومره ښۀ او په زړه پورې آثار راورسيدل چه په لوستلو يې يقيناً زمونږ زړونه باغ باغ شول . . . )) ( ١٢ )
د همدې کال د مشاعرې په پاى کښې محمد خالد روښان
د اطلاعاتو او کولتور د وزارت معين پخپله وينا کښې د ذکر شوي
(( نوي رنگ )) په باب وويل :
(( مونږ دغه موضوع ته د افغانستان د خلکو دوحدت په سترگه گورو او د هغې ټينگې ارادې مظهر پکښې وينو کوم چه ددې خاورې
د هر فرد په زړه کښې د افغانستان د سعادت او سلامت لپاره موجود دى . د نن ورې په مشاعره کښې د گډون لپاره ، نه يوازې پښتانه وروڼه حاضر شوي دي او ښکلي ادبي پارچې يې ورته استولي دي ، بلکه زمونږ دري ژبو وروڼو هم ورسره ډېره علاقه نيولې او له څوليرو ولايتونو څخه هم ادبي پارچې را رسيدلي او دلته ولوستل شوې . . .)) ( ١٣ )
دا مېله او مشاعره ، بيا هر کال دزمان او مکان د ظروفو او شرايطو په اقتضا تر سره شوې ، او څومره چه کېدى شو ، د ختيځو ولاياتو : ننگرهار ، لغمان او کونړونو استازو سر بېره د کابل د مرکز او د هيواد د نورو ولاياتو شاعرانو اديبانو او همدارنگه د اطلاعاتو او کولتور د وزارت ، د علومو اکادمئ ، کابل پوهنتون ، د ننگرهار د ولايت د مقام او دوايرو استازو پکښى برخه اخيستې او پر پښتو ژبو سربيره د دري ژبې او نورو ژبو شاعرانو او همدارنگه د پښتنو د آزادو قبايلو ، د خيبر درې او پيښور ځينو شاعرانو ليکوالو دې مشاعرو ته ځانونه رسولي او د نارنج د بهار په گلورينه فضا کښې يې خپل خواږه ښکلي او رنگين شعرونه مونږ ته او رولي دي .
هر کال د مېلې او مشاعرې په ورځ ، او کله لا تر هغې يوه ورځ
د مخه او وورسته ، د هيواد په مطبوعاتو کښې ، په دې ارتباط اطلاعات خپاره شوي دي . د ننگرهار په ورځپاڼه ، مجله او راډيو تلويزيون کښې او کله لا د مرکز او ولاياتو خپرونو کښې ، مقالې او شعرونه خپاره شوي دي . او ډېر ځله د پيښور په هغو خپرونو کښې چه د ميشتو افغانانو له خوا خپريږي او همدارنگه د هغه ځاى د خپلو اوسيدونکو په خپرونو په تېره بيا د ( وحدت ) په ورځپاڼه کښې
لږ و ډير،په يواو بل رنگ دې مېلې او مشاعرې انعکاس موندلى دى .
څومره چه زما ياديږي ، په تېرو څلويښتو کلونو کښې ، د نارنج
د گل د مشاعر و دشعرونو او مقالو څلور مجموعې ، د کتاب په بڼه ، هم چاپ او خپاره شوي دي . چه دلته به يې څه ناڅه معرفى کړو .
١. د نارنج د گلوجشن :
دا په ٣٢ مخونو يوه وړه رساله ده . د چاپ نېټه نه لري .د پشتئ لومړى مخ يې د نارنج او د هغه ښکلو څانگو او پاڼو په تصوير ښکلې شوي دى . د پشتئ په وروستي مخ کښې يې لولو :
(( دا رساله د اطلاعاتو او کولتور د وزارت د تبليغاتو دلوى مديريت له خوا ، د (( فعال )) په اهتمام ، په دولتي مطبعه کښې خپره شوه . ))
د رسالې په دوو لومړنيو مخونو کښې ، ( د نارنج د گلوجشن ) تر عنوان لاندې د اطلاعاتو او کولتور د وزارت د تبليغاتو د لوى مدير ښاغلي محمد يونس حيران سريزه ده چه داسې پيليږي :
(( د اطلاعاتو او کولتور د وزارت نوى تصميم دى چه د سږ کال نه په وروسته ، د هيواد بيلو بيلو ولايتو په سيمو کښې ، په ټاکلو وختو پخوانئ مېلې بېرته تازه او جاري کړي . . . ))
په دې ليکنه کښې ، بيا د هغو مېلو فهرست دى چه مونږ په همدې مقاله کښې ، د مخه را اخيستى دى ، او بيا ښاغلى حيران په پاى کښې ليکي :
(( د نارنج د گلو د پخوانئ مېلې د تجليل په مناسبت ، هغه مېله چه په جلال آباد کښې شوې وه ، د پښتو د ژبې اديبانو ، هر يوه ، په خپل وار ، د قلم په ژبه ، د پسرلي ښکلا تشريح او دغه د کار او معتدل فصل يې داسې ترسيم او ستايلى دى چه د نظم او نثر مطالعه يې د مشحون بديع ذوق د تحريک دپاره له مغتنمو وسايلو څخه دى . نو ددې دپاره چه دغه راز بديع آثار ، تيت او زپرک او له منځه لاړ نه شي ، نو له يوې خوا چه د کولتور او اطلاعاتو د وزارت د تبليغاتو لوى مديريت دغه گټور عنعنوي اقدامات ، د تمجيداو تذکر وړ بولي ، له بلې خوا د مستقلې رسالې په صورت د ملي ژبې د اديبانو او پوهانو دغه د نظم او نثر آثار د برگ سبز د عنوان ، د کار د فصل او د بديع ادب د ذوق خاوندانو او علاقدمندانو ته تقديموي . ))
دوخت د اطلاعاتو او کولتور د وزارت د تبليغاتو د لوى مدير ، له ذکر شوي ليکنې څخه څرگنديږي ، چه د نارنج د گلو لومړى جشن په جلال آباد کښې تر سره شوى او بيا ددغه وزارت له خوا د هغه جشن د مشاعرې شعرونه او منثورې ليکنې ديوې مجموعې په توگه چاپ شوي دي . په دې ډول دغه مجموعه ، په دې موضوع کښې لومړنى چاپي اثر دى او ددغو ښاغلو آثار پکښې راغلي دي :
انتظار ، بېنوا ، حافظ ، دردمند ، رښتين، سيار ، سيلاب ، غمخور ، قتيل ، متين ، ملگرى او ننگ يو سفزي . په دغو آثارو کښې يوازې درښتين صاحب ليکنه نثر او نور نظمونه دي چه د شاعرانو او ليکوالو د تخلصونو په الفبايي ترتيب چاپ شوي دي .
٢. د نارنج گل :
په ښکلې وړه قطع ، په ٣٢ مخونو ، د ١٣٤٩ د حمل په مياشت ، د (( ننگرهار )) د ورځپاڼې له خوا ، د ښاغلي غلان نبى فقير په اهتمام چاپ شوى او تر يوې لنډې سريزې وروسته ، ددغو شاعرانو شعرونه پکښې نيول شوي دي :
عبدالمنان اړ ، محمد ابراهيم اسحاق زى ، حضرت مير معروف ، ذکر يا ماڼيجن ،محمد صفدر سالارزى ، هډه وال ، عبداللطيف فغان ، وطندوست ، غلام جان جکړ ، غلام رحمان جرار ، عبدالهادي ساپى ، منت بار ، عبدالروف قتيل ، امان الله سيلاب او عبدالله بختانى .
٣. نارنج گل :
په ښکلى لويه قطع ، په ١٨٠ مخونو ، د ١٣٥٠ هـ ش کال د نارنج د گل د مشاعرې دويناگانو ، مقالو او شعرونو مجموعه ده چه په هماغه کال د اطلاعاتو او کولتور د وزارت له خوا ، د ښاغلي عبدالمنان دردمند په زيار ، ددوه زرونسخو په تيراژ چاپ شوې ده . په دې مجموعه کښې د امطالب لوستى شوو :
الف : د ښاغلو محمد ارسلان سليمى ، محمد خالد روښان او عبدالقدير فهيم ويناگانى .
ب : د ښاغلو يوسف آئينه ، الحاج مير اجان سيال ، استاد قيام الدين خادم ، ډگروال عبدالقدوس صاحبزاده ، عبدالمنان عاجز ، عبدالمنان دردمند ، محب الرحمان هوسا ، عبدالله بختاني ، احمد شاه نثاري ، سيد احمد شاه دولتي فاريابي او حفيظ الله منير مقالې او ادبي نثرونه چه په دې کښې د ښاغلو آئينه ،نثاري او فاريابي ليکنې په دري ژبه دي .
ج _ او ددغو ښاغلو شعرونه :
عبدالا کبر خان اکبر د چار سدې ، محمد بشير لودين ، عبدالشکور رشاد ، ډگر جنرال سعد الله صافي ، ميراجان سيال مومند نصر الله حافظ ، دوست شينوارى، پيغله گل غوټئ اسحاق زئ
امان الله سيلاب ، غلام رحمان جرار ، محمد هاشم غمشريک ، عبدالقدوس صاحبراده ، منتظر شينواري د خيبر د درې ، فقير خان ميجر افريدي ، نظر محمد نوا د ميمنې ، غلام شاه سر شار شمالي ، عبدالرحيم ننگيالي کندهاري ، عبدالقدوس پرهيز ، رازقي ، نادرجلالي ، عبدالرءوف قتيل ، ملهم ابراهيم خليل ، مليار ساپي ، الحاج غلام حبيب توفان کاموي ، اسدالله لودين ، ضيا ء قاري زاده ،
نياز محمد اندړ ، اميدي هر وي ، عبدالعزيز او بندوال ، ډاکټرم . ننگيالي خوږياني ، شير احمد جامر ادي له غزني څخه ، محمد عمر قريشي له جوزجان څخه ، عبدالمنان ملگري ، جگړن محمد سعيد ربي، غلام دستگير حق مل شينواري ، محمد نبي شاکر ، عبدالمنان دردمند ، محمد صفدر سالارزي ، عبداللطيف منت بار ، انجنير محمد هاشم واهب ، امير کروړ پخلا باجوړي ، حفيظ الله ښاد جبار خيل ،
زين العابدين پرديس دکندز له چهار درې څخه ، سيف الرحمان آشنا ، محمد قاسم تنها ، عبدالله غمخور ، سيد عبدالقيوم عسکر له کندز څخه ، محمد نسيم نعيم زي سر روضه وال ، محمد عارف غروال ، عبدالجليل بزگر، عبدالکريم ساپي ، داد محمد ميرزا خيل خوږياڼي ، محمد دلبر سمسور ، ملاعبدالحکيم ، محمد ايوب خاضع ، جکړ ، حکيم نور اکاخيل د ځاځي ميدان ، رحيم جان جوهر بهسودوال ، محمد اشرف ځيرک بهسودى عبداللطيف فغان بهسودى ، گلاب فاضل خپل له پکتيا څخه ، احمد گل هډه وال ، داود شاه لېوال ، وطندوست بهسودي . سلطان جان کليوال ، ملا محمد غمگين ملاخيل ، عبدالصمد وهابزاده ، سلطان محمد تره کي ، مولوي محمد سرور نسيم له کندز څخه ، عبدالرحمان کاکړ ، عنايت الله ، ملا جان شينواري ، محمد قاسم فقير يارله شبير غان څخه ، محمد عارف تسل ښيوه وال ، همراز ننگرهاري ، امير الله ميرزا خيل عبدالمنان اړ ، حبيب الرحمان بل ، اياز ملنگيار بهسودي ، شمس الضحى ککړکي ، محمد داءود شهيد ، عبدالرحمان اليتگاري ، محمد نعيم لېوالزي ، غني کامه وال ، عبدالغفار کوټوال ، صاحب علي هزار ناوي ، نجيب الله نجيب ، محمد ياسين ارماني ، عبدالقيوم رحماني ، دين محمد سامي ، محمد انور ساپي ، محمد اسحاق دامع ، محمد ظاهرهيله مند ، امير محمود بهسودوال ، شير افضل باسولي مصلح ، بادام ظريفي او ميا جان اقرار .
په دې کښې ، د ښاغلو نوا ، ضيا ، اميدي ، واهب او دامع شعرونه په دري دي .
٤. پگړئ کښې کم نه يې له کا کله گله – دا د يو غزل لومړئ مصرع او د يو کتاب نوم دى – دا د ١٣٧٦ هـ ش کال د نارنج گل د مشاعرې د پيغامونو ، مقالو او شعرونو مجموعه ده چه د ښاغلي لعل پاچا آزمون په زيار را ټوله شوې او په همدې کال کښې ، په منځنئ قطع ، په ٢٤٥ مخونو ، ديوزر نسخو په تيراژ ، د ننگرهار
د اطلاعاتو او کولتور د رياست له خوا ، د ننگرهار په دولتي مطبعه کښې چاپ او خپره شوې ده .
ددې کتاب په پيل کښې پيغامونه دي ، ورپسې د (( ننگرهار )) دورځــپــاڼـې تـبـصـره ده ، بـيـا سـتـاسـو د خـدمـتـگار عـبـدالله بـخـتـاني
(( د خوند او ژوند منبع )) تر عنوان لاندې مقاله او ورپسې د لعل پاچا آزمون له خوا د کتاب سريزه ده او بيا ددغو ښاغلو يو يو يا تر يو زيات شعرونه دي :
د ملا اسد الله حنيفي ، امان الله ساهو ، امان الله نصرت ، امر الله اميد ، باز محمد عابد ، ببرک ميا خيل ، برکت الله کمين مجددي ، پروين فيض زاده ملال ، پير محمد کاروان ، جواس سودايي ،
جيب الله رفيع ، حبيب الله زړه سواند شينواري ، حفيظ الله تراب ، خان محمد ستانکزي ، ملا در محمد گوهري ، رحيم الله سمندر طيبي ، سعد الدين شپون ، سيد الياس صداقت ، سيد پاچا باور ، سيد منتظر شاه ، سيد ماليار مين ، شفيق الله ممله وال ، صفيه صديقي ، صديق منصور انصاري ، صديق الله بدر ، عبدالباري جهاني ، ملا عبدالحنان همت ، عبدالعزيز غيرت اسلام جار ، عبدالغفور لېوال ، عبدالغني هاشمي ، عبدالله بختاني خدمتگار ، عبدالله پيکار ، عزت الله ځواب ، غلام رسول را سخ ، غلام نبي زرمتي ، قاري فضل الدين سراجي ، فضل ولي ناگار ، فضل هادي سالک ، کمال الدين مستان ، لطف الرحمان خاموش ، لعل پاچا آزمون ، مولوي محمد اسحاق نظامي ، محمد اسحاق ننگيال ، محمد اسماعيل يون ، محمد آصف صميم ، ډاکټر محمد اکبر اکبر ، محمد اياز ملنگيار ، محمد حسن حقيار ، ملا محمد حسين مستسعد ، محمد سخي بيان ، محمد صديق پسرلي ، محمد هارون گران ، منقاد الرحمان رودوال ، نصر الله حافظ او نور محمد لاهو .
لکه چه له پورتني نومليک څخه څرگنديږي ، د شعرونو ترتيب
د شاعرانو د نومونو د لومړيو تورو په اساس د الف بې له مخه شوى دى . په دې کتاب کښې هم د مشاعرې شعرونه دي او هم د شاعرانو او ټولوونکي په خوښه انتخاب شوي شعرونه او هم د شاعرانو ډېره ډېره لنډه پيژندنه .
د کتاب نوم اوږد او د همدغې مجموعې په ١٢٣ مخ کښې
د خپاره شوي غزل لومړئ مصرع ده . دا کار دجاري عادت خلاف دى ، نو يو شمېر کسان يې نوى کار ، خوندور کار او ابتکار بولي او يو شمير بياوايي چه د ليک او وينا په وخت کښې بياني او گرامري ستونزه پيښوي ، او دا نوم نه ، بلکه اوږده خبري جمله ده .
زما په نظر ، پرته له دې او دې سره هم د ټولوونکي زيار او دناشرې ادارې مننه دقدر اوارز ونې حق لري . شابس !
په پاى کښې ، زه خپلې خبرې را ټولوم او وايم چه که په تېرو کلونو کښې هر کال ددې مېلې او مشاعرې شعرونه او ليکنې چاپ شوى واى ، نو په کتابخونو کښې به اوس يو څلويښت ټوکيزه مجموعې ايښودل شوي واى . دا چه شوي دا يې بيلگه کېدى شي او د مننې وړ دي .
دې مننې سره زياتوم ، چه مونږ هر کال د سهار نه تر مازيگره پورې د نارنج گلونه وستايل . په لومړي سر کښې مونږ دا مېله
(( ابتکاري او حياتي )) بللې وه . او اوس يې (( عنعنوي )) بولو او دا سمه ده ، ځکه چه د تاريخي اسنادو د ماهرانو په نظر ، په هرې ليکلې پاڼې باندې چه څلويښت کاله تېر شي ، نو هغه د تاريخى سند په توگه يو آرشيف کښې د ايښودلو جوگه شي . دې سره راځئ له ځانه پوښتنه وکړو ، چه دا ، (( ابتکارى )) مېله خو (( عنعنوى )) شوه ، مگر چيرې هم (( حياتي )) شوې ده او که نه ؟ بايد ووايو : (( نه ! ))
نو د نارنج حياتي بوټى بايد حياتي شي .زمونږ د ژوندانه په زراعتي ، صنعتي ، طبي او تجارتي ډگرونو کښې يې پالنه او روزنه وشي . د هډې او غازي آباد فارمونه دې له سره ژوندي شي ، ددې بوټو د نيالگيو دقوريې او پيوند مسئلې ته دې توجه وشي . شخصي باغــونه
دې احداث شي . د تجارت بازار دې يې تود شي . هغه کسان چه ډېـــــرې
پيسې لري او د هغې د استعمال او چلند په چل نه پــوهــيږي ، بــايـد لــــه
درانه خماري خوبه راويښ شي او ځان دې پوه کړى چه هم دا اوس هم په جلال آباد کښې ، د نارنج د يو کامپلکس فابريکې گنحايش شته چه بايد د نارنج د گلونو د عرق او عطر ، د نارنج د راز راز شربتونو ، مربا گانو او اچارونو او د ويتامين سي او نورو داروگانو دجوړولوڅانگې ولرې . ياالله !!
ننگرهار_بختان کلى
د ١٣٧٩ د حوت اوله
يادونې :
( ١ ) شيخ علا ء الدين علي ابن الحزم القرشي – موجز – دوهم باب –مطبع خاص منشي نو لکشور ، لکهنوو – رمضان المبارک ١٢٨٨ ستمبر ١٨٧١ م ٢٩ م مخ .
( ٢ ) د ابن سينا ددغه کتاب د عربي متن خطي نسخې د ايران ، ترکيې ،مصر ، هند ، برتانيې او ليدن په کتابخانو کښې خوندي دي او په جرمنئ ، انگريزئ ، روسئ ، فارسئ او پښتو ژبو يې ترجمې شوي دي .
د نوموړي کتاب فارسي ترجمه د استاد پرويز ناتل خانلري په ذريعه شوې او په ١٣٣٣ هـ ش او ١٣٤٨ کلونو کښې دوه ځله په تهران کښې چاپ شوې ده . پښتو ترجمه يې د مولوي محمد اسرائيل له خوا شوې او په ١٩٥٩ م کال د پيښور پښتو اکادمئ په (( پښتو )) مجله کښې خپره شوې او دوهم ځل اکادميسين پوهاند عبدالشکور رشاد ترجمه کړې او په ١٣٥٩ هـ ش کال ، د افغانستان د علومو اکادمئ له خوا په کابل کښې چاپ شوې ده .
( ٣ ) ، ( ٤ ) – يوري کرا څوف _ نسخه اى که هزار سال پيش نوشته شد_ اخبار ، مجله – تهران – ٢٠ دسمبر ١٩٦٩ م .
( ٥ ) – ابوعلى ابن سينا – القانون فى الطب – کتاب الخامس – مقالة السابعه – مطبع نامى لکهنوو – رمضان المبارک ١٣٢٣ هـ ق – نومبر ١٩٠٥ م – ٥٨-٥٩ مخونه .
( ٦ ) _ تېر ماخذ – ١٠٣ مخ .
( ٧ ) – نجات – د هېواد ښارونه – هېواد ، ورځپاڼه – د ١٣٧٩
د جدى پنځمه – ٤٥٠ مه گڼه - دوهم مخ .
( ٨ ) – استاد پوهاند عبدالحى حبيبي – ظهير الدين محمد بابر شاه – د بيهقي کتاب خپرولو موسسه – کابل – ١٣٥١ هـ ش – ١١١ – ١١٣ مخ – د (( اکبر نامه )) په حواله .
( ٩ ) – تېر ماخذ – د (( بابر نامه )) ١٥٥ – ١٥٧ مخونو په حوا له .
دلته بايد ووايو چه د بابر نامې (( قراسو )) همدغه د (( کړسو )) خوړ دى چه د سپين غره دوزير وله تنگئ څخه را ووځي ، په بيا ر ، فتح آباد او باغوانيو تيريږي او د بالا باغ په ختيځه په سره رود کښې لوېږي . کله چه سيلاب راشي نو له غره څخه تيږې هم ځان سره کولوي او کړسهار يې خېژي . د (( کړس )) اسم صوت نه (( کړسو )) جوړ شوى دى او د کړسيدونکي په معنا پښتونوم دى . عجيبه ده چه بابر باچا دلته هم خپله مطلقه بادشاهي چلولې ده او دې پښتو معمول او مروج نوم ته يې ترکي جامه وراغوستې ده او (( قراسو )) بللى دى . (( قره )) په تر کى کښې (( تور )) ته وايي او (( سو )) ښايي د اوبو يا رود په معناوي . مگر د (( کړسو )) او به خو تورې نه دي ، په عادى حالاتو کښې رڼې سپينې وي او چه سيلاب راشي نو خړې زيړ چکې شي ، ته بۀ وايې کورکمند پکښې منحل شوى دى ، نو سپين يازيړ ته تور ويل شاهانه ظلم دى .
د (( کړسو )) لومړى تورى ( ک ) ساکن دى او دغه رود اوس هم په همدغه نامه ياديږي .
چېرته چه کړسو په سره رود کښې لويږي ، نو د دواړو د القاء په برخه کښې يوه زاويه ده ، دغلته د يو زاړه ښار کنډ رونه دي او دې سره په لويديځه خوا د بالباغ ښار گوټى دى . د کنډرونو شمال ته سور رود او ختيځ ته کړسو او جنوب ته د بالاباغ د خلکو زمکې دي . ماته
د بالاباغ ځينو سپين ږيرو ويلي دي ، چه د اکنډونه ، د هماغه (( دنپور)) يا (( آدينه پور )) بقايا دي چه د تاريخ په کتابونو کښې يې ذکر راغلى دى . مگر استاد اکادميسين رشاد صاحب ددنپور يا آدينه پور موقعيت ، د سره رود په شمال ، د تور غره په جنوب کښې فکر کوى . استاد په دې باره کښې د څېرنى په حال کښې دى . د هغې نتيجې ته انتظار باسو .
( ١٠ ) – تېر ماخذ – د (( آيئن اکبرى )) په حواله .
( ١١ ) _
الف : د نارنج د ګلوجشن – د ښاغلي فعال په اهتمام – د اطلاعاتو او کولتور د وزارت د تبليغاتو د لوى مدير ښاغلي محمد يونس حيران سريزه – بې نېټې – مجموعه _اول او دوهم مخ .
ب : پگړئ کښې کم نه يې له کاکله گله – د لعل پاچا آزمون په زيار – د نارنج گل د مېلې په مناسبت – جلال آباد _ ١٣٧٦ هـ ش _ د افغانستان د علومو اکادمئ پيغام _ ى ، ک مخونه .
( ١٢ ) _ نارنج گل _ د عبدالمنان دردمند په زيار _ د اطلاعاتو او کولتور وزارت _ کابل _ ١٣٥٠ هـ ش .
( ١٣ ) _ تېر ماخذ _ لومړى مخ .
وروستي