اختر !!!


اخـــتر  لـپاره ، د اخــــتر په تمه
چې تیروي ورته دا شپې بی غمه
 
په انتظار یې کړلی ټولی تیرې
 دغه ورپاتی دی یو څو صنمه
 
ځکه خوشحاله وي اختر لپاره
ورته نیولی تیاري ده ســـمه
 
دا نور بی وزله هیوادوال مو ګوره
 تول قربانیږی په یو ځل له بمه
 
له دی هیواد دی کډه پورته که نور
له تا په عذاب یو ای ناسور ستمه
 
له دی ناخوالو نه زخمی زخمی یو
 لږ شه راخور مو زخمو ملهمه
 
د دانشیار د زړه حــــالونه لیکه
مات شی چی نه کوی لیکل قلمه
 
عبدالله دانشیار - قاهره