
د افغان حکومت له لوري هره میاشت په بهر کې میشتو افغان محصلینو ته یوه اندازه معاش ټاکل شوی دی چې د محصلینو ضروري اړتیاوې ټولې له همدې پیسو پوره کیږي، دغه معاش په خاص ډول مصر عربي جمهوریت کې محصلینو ته هر شپږ میاشتې بعد ورکول کیږي، یا له دې هم ځنډیږي او بیا ټولې پیسې په مجموعي ډول یو کال وروسته ورکول کیږي ، چې محصلین پرې د سفر ټکټونه اخلي او د خپلو کورنیو لیدلو ته ورځي.
مګر په مصر کې د افغان محصلینو یو نیم کال پوره شو چې خپل حق یې نه دی ترلاسه کړی، چې له امله یې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دا دی له کال تیریدو وروسته بیا هم محصلین د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو په انتظار ناست دي، امتحانونه یې په روژه کې پای ته رسیدلي دي ، اختر هم تیر شو ، غواړي خپلو کورونو ته ولاړ شي، خو دومره وس نه لري چې د سفر ټکټ پرې واخلي ، حتی داسې محصلین هم شته چې درې او څلور کاله یې تیر شوي چې کورونو ته نه دي تللی، حتی چې د بعضو پلرونه وفات شوي او د وس د نه درلودو له امله دلته پاتی دي.
همدغه معاش چی د محصل حق دی او د حکومت له لوري ورته شپږ میاشتی بعد او یا هم یو کال بعد ورکول کیږي ، محصل ته د کورنۍ د لیدو امیدونه پیدا کوي ، او نور خپلې اړتیاوې پرې پوره کوي ، خو دا دی چې مسوولینو حتی د محصل په حق کې هم د زړه د اخلاصه کار نه دی کړی او ددوی دغه میاشتني معاش ته یې هم سترګې نیولي دي ، کله کمې او کله زیاتې خو هغه هم پر وخت محصل ته نه ورکوي، چې له امله یې د محصلینو ستونزې لا پسې ډیرې شوي دي.
په قاهره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت په وینا د سفارت له خوا خپل مسولیت ادا شوی او د محصلینو د حق غوښتو مکتوبونه لیږل شوي دي خو په افغانستان کې مسوولینو په دې برخه کې لازمه پاملرنه نه ده کړې ، په قاهره کې د افغانستان محترم سفیر فضل الرحمن فاضل په وینا محصلینو ته د معاش ورکولو لیست مکتوب را استول شوی خو هغه پیسې چی باید محصلینو ته ورکړل شي ، نه دي راستول شوي.
د سفیر صاحب په خبره په دی برخه کې دغه ستونزه په افغانستان بانک کې رانغښتې ده چې د هغوی له خوا ټاکلی پیسې یې تراوسه پورې سفارت ته نه دي لیږليٍ.
د محصلینو معاش تقریبا میاشت وړاندې د افغانستان بانک له خوا سفارت ته لیږل شوي خو تراوسه پورې دغه پیسې د سفارت اکاونټ ته نه دي رسیدلي.
که څه هم د لیږدرالیږد په ټولو نړیوالو شبکو او بانکونو کې پیسې لیږل دومره وخت نه نیسي چې څومره وخت افغانستان بانک تیر کړی ، تقریبا له میاشتې ډیر وخت یې نیولی دی، خو دا هغه پوښتنه ده چې باید مسوولین یې ځواب کړي؟
ولې پیسې پر وخت نه دي لیږل شوي؟ او که میاشت مخکې لیږل شوي نو چیرې لاړې؟ ایا تراوسه پر لاره دی؟ ایا د محصلینو پر دې پیسو کوم تجارت روان دی؟ ولې یې په اړه جدي اقدامات نه ترسره کیږي؟ ولې د محصلینو ستونزې په نظر کې نه نیول کیږي؟
اوس افغان محصلین د اعتراض په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت په انګړ کې راټول شوي دي، د حکومت او مسوولو چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې دغه قضیه وڅیړي او په اړه یې جدي اقدامات وکړي.
محصلین ګواښ کوي که چیرې تر راتلونکې چهارشنبېدوی ته خپل حق ونه رسید، نو په قاهره کې به د افغانستان په سفارت کې د ډیر شمیر محصلینو په ګډون خپلو اعتراضونو ته تر هغې دوام ورکړي تر څو چې یې خپل حق نه وي ترلاسه کړی. او په قاهره کې له محترم سفارت څخه غوښتنه کوي چې ددوی دغه مشکل دی لوړ پوړو چارواکو سره شریک او ژر تر ژره دې ددوی ستونزې حل کړي.
عبدالله دانشیار - قاهره