د ځمکې او اسمان خبرې

 
یوه شــــــــــــــــــــپه شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــومه بهر تـــــــــــــــــــــــــــــه زه روان
یو غږ می واوریده نو زه شـــــــــــــــــــــــومه حـــــــــــیران
ټول خـــــــــــــــــــلک ویده په خــــــــــــــــــــــــــــپل خوبونو وو
شروع وې دا خبرې د ځـــــــــــــــــــــــــــــمکې او اسمان
اسمان ویلی ځـــــــــــــــــــــــــــــــمکې ته مین یم زه پر تا
ډیر کــــــــــــــــــــــــــــــلونه وشو چې زه ســـــــــــــــــــــتا یمه جانان
ته هـــــــــــــــــــــــــــــم پر ما مینه یې لـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ډیره وخـــته
خو زه یـــــــــــــــــــــــــــم ستا د وصــــــــــــــــــــــــــــــــــــــال په ډیر ارمان
ځمکه وه خیالونو کې وروسته یې داسی وویل
صــــــــــــــــــــــــــبر یاره وکړه خـــــــــــــــــــــــــــــــــدای دی مــــــــــــــــــــــــهربان
اسمان ویلی ځمکې ته صــــــــــــــــــــــبر څنګه وکړم ؟
ځــــــــــــــــــــمکې ورته ویلی چې ته مه کــــــوه خپګان
زه او ته به هــــــــــــــــــــــغه وخت کې یو ځای کیږو
چې پاتی ګرانه نه وي په نړۍ کې مســـــــــــلمان
یو ځلې وکتل اسمان دی ښکلې ځـــــــــــــمکې ته
رنـــــــــــــګ یی یو ځل خړ شو اسمان شولو پریشان
اسمان ویلی ځمکې ته هغه ورځ به زما مرګ وي
هو ورته ځــــــــــــــــــــــــــــــواب کې ، وویل دی جـــــــــــــــــــــــــــــــــهان
انتظار یې ته کـــــــــــــــــــــــــــــــــوه چې راشي هغه ورځ
اســـــــــــــــــــــــــــــــــــمان له خولې یو دم شوله چــــــغه او فغان
اسمان ویلې ځمکې ته هغه ورځ به زما مرګ وي
چې زه به شــــــــــــــــــــــــــــم ټوټه ټوټه ستا غیږ ته در روان
یو دم یې خــــــــــــــــــپل مخ پټ کړ د وریځــــــــــــو په څادر
ژړا یـــــــــــــــــــــــــې یو دم پیل کړه شــــــــــــــــــــروع شولو باران
خپلې اوښـــــــــــــــــــکې یې جرګه کړې دې ځمکې ته
ځمــــــــــــــــــــــــــــــــــکې کړلو ښکته سر په خپل ګـــــــــــــــــریوان
 زه دانــــــــــــــشیار یم چـــــــــــــــــې قـــــــــــــــــــیصې درته لیکمه
درســــــــــــــــــــونه یاره وایم په مـــــــــــــــــــــــــــرکز کې د لــغمان
 
د شعر د لیکلو نیټه : ۱۳۸۹ – ۱۱ – ۱۱
لغمان - افغانستان