پر یوې حجاب کړې ښځئ د یوې انجلۍ له خوا برید او  د بریدګر حیرانتیا!

  یوه حجاب کړې ښځه د خریدارۍ لپاره ولاړه ، نو یوې انجلۍ پری برید وکړ ، او هغې ورته مخ لوڅ کړ نو حیرانه یې کړه !   په فرانسه کې یوه حجاب کړې مسلمانه ښځه یوه مارکیټ ته د سودا اخیستو لپاره ووته ، له خریدارۍ وروسته د حساب ورکولو لپاره د صندوق خوا ته لاړه تر څو خپل حساب خلاص او پیسې ورکړي .   د صندوق شاته یو ښځه ولاړه وه چې اصلا عربه وه ، حجاب کړې ښځې ته یې په ملنډو وکتل ، او بیا یې د سودا په شمیرنې شروع کړه ، او توکي به یې پر میز وهل . خو حجاب کړې خور هیڅ هم ونه کړل ، ډیره غلې وه . چې دې حالت د هغه عربۍ ښځې غوسه نوره هم زیاته کړه ، صبر یې ونه کړ ، او په غوسه پارونکې لهجه یې ورته وویل :   " مونږ دلته په فرانسه کې ډير زیات کړکیچونه او مشکلات لرو ، چې ستا دا حجاب له دې مشکلاتو څخه یو مشکل دی . مونږ دلته د سوداګرۍ لپاره یو ، نه د دین او یا د تاریخ ښودنې لپاره ... که چیرې ته غواړې چې دیني رسمونه پر ځای کړې او حجاب پر سر کړې ، نو لاړه شه خپل وطن ته . او څنګه چې دې زړه غواړي هغسې دیني رسمونه پرځای کوه . "   حجاب کړې خور په کڅوړه کې د توکو ایښودنه بس کړه او هغې ته یې وکتل ، بیا یې له سره حجاب لری کړ ، طلایي زیړ ویښتان او شنې سترګې یې درلودې ، هغې ته یې وویل :   " زه له پلار او نیکه څخه فرانسوۍ یم ، دا زما اسلام دی او دا می وطن دی ، تاسو خپل دین خرڅ کړی او مونږ اخیستی دی  " .   ژباړه : عبدالله دانشیار