
یا خو ځمکه ده ظالمه یا اسمان په ما ظالم دی
اوسیدل راته ډیر ګران شول د ا جهان په ما ظالم دی
بردی څه کړی لا یم خپل په اور سیځلی نه جوړیږم
له اغیاره ګیله نشتهد خپل جانان په ما ظالم دی
ما پخبله په ځان کړی کوم حالت چی په ما جوړ دی
له نړی نه به څه وایم خپل افغان په ما ظالم دی
********
حکیم الله مسعود
ښه ورباندی پوه یم خو د وس ژبه می غوڅه ده
هیڅ ویلی نشم دا د ظلم انتها ده نن
ولی دا خزان دی په ښایسته پښتون ځلمو باندی
چا یو مونږ ښکیل کړی چی د هر یوه مدعا ده نن
کاشکی پښتون یو وی یو یی سوچ او یو یی فکر وی
ظلم به پری نه وی نه به وی چی دا بلا ده نن
مونږ کی یی شیندلی د نفاق تخم کلو څخه
ظلم دی او جبر څه چی کیږی امریکاه ده نن
وګوره دی ځوان ته څومره شکلی باهمته پروت
ولی د پښتون په کور خالقه دا غوغا ده نن
کاشکی مطیع ټول پښتون په نوم مبارزه وکړو
ولی زمونږ منځ کی د پردیو دا سودا ده نن
******
یم ورور دی له فطرته پيښور ه درسره یم
له کوټی له هراته ګران خیبره درسره یم
چینه دی وچه مه شه پښتونخوا دا می دعا ده
خپری که سپینی وړانګی پښتون لمره درسره یم
د خاوری اتلانو چی ستا پت مدام ساتلی
امو نه تر اټکه بیا سپین غره درسره یم
شمله د جګو غرو یمه د لوی پښتونخوا نه
تا بل ته نه پریږدمه جنګ ډګره درسره یم
په وینو تل لړلی یی بی پته غلیمانو
زما د پلار عزته د زړه سره درسره یم
زما د تاریخ نوم یی اتلان دی ژوندی اوسه
زما خاوری وطنه سره او زره درسره یم
د شعر په خوږه ژبه به تل خپله مینه پالم
ګودر دی دیدنونه مازیګره درسره یم
وطنه او جانانه مطیع ستاسو نه نه اوړی
که سر یی هم په دار شی زړه ځیګره درسره ی
*******
یا خو ټوله دنیا ورانه کړه خالقه
یا زما دنیا ودانه کړه خالقه
ستا لوی او عظمت ته می سر ټیټ دی
دا حالات په مونږ اسانه کړه خالقه
په سبین غر کی هره ورځ زمونږ سلګی دی
دا خیبر راله امانه کړه خالقه
دا یذید توره په لاس ولاړ په سر دی
نوره زما وینه خو ګرانه کړه خالقه
دا افغان ولس ارام او مال اومال کړه
بس وچت یی تر اسمانه کړه خالقه
څه ګناه زمانه شوی ستا به حق کی
دا ګناه راته روښانه کړه خالقه
د مطیع د زړه دا حال او چغی واوره
جګړه ورکه له افغانه کړه خالقه
********
وم روغ رمټ په لیونو می سر شوه
د یار په عشق کی په سلګو می سر شوه
په بیلتانه کی یی ژړیږم ځکه
د رڼا ورځ په تورو شپو می سر شوه
په ژړا سری سترګی می یار لټوم
لکه یو خوب په شبګیرو می سر شوه
شه می طبیب دناعلاجه مرض
چی ستا په زلفو منګرو می سر شوه
یمه ډوب شوی سمندر کی د عشق
سیلاب د اوښکو په لیمو می سر شوه
شراب د سترګو کنډولو کی څکمه
چی ستا په سترګو خمارو می سر شوه
ته می ساقی شه اوس د ژوند د خوږو
چی ستا د شونډو په جامو می سر شوه
ماران کوړی وړی په غاړه می شول
شوی زولنی چی په کمڅو می سر شوه
سپرلیه مه راځه خزان ښه یمه
چی د جانان په ناکردو می شوه
لکه مجنون اوس په صحرا ګرخمه
د یار له لاسه په میرو می سر شوه
درد د جنون یی زما زړه ریبلی
ځکه ګریوان په اوښکو سرو می سر شوه
خنجر د سترګو یی ګذار وکړلو
چی دا ناحاپه په کتو می سر شوه
د ژوند ارمان می چی پوره شوه پری اوس
د یار د شونډو په خوږو می سر شوه
انتظار ورو ورو رنګین کیږی راته
د یار په شونډو اننګو می سر شوه
ما خو د زړه غوښی په مینه ورکړی
چی د خونخوار یار په لیدو می سرر شوه
چی یار ترخی خبری هیری کړلی
ډک له موسکا په شونډو سرو می سر شوه
مطیع وجود دی تول کباب کباب شوه
په یار مین شوی په لمبو دی سر شوه
******