غزل

زه پوهېږم چې مين د ستا دروېش دى
خو زړگى يې په تحفه کې درته پېش دى

تا چې سترگې کړې راپورته رقيب راغى
خداى(ج) دې خير کړي د ازل د برخو وېش دى

له دانې نه سر د ونې راڅرگند شو
راوتلى يې له ځمکې څخه نېش(۱)دى

زه به خود وم په مينو کې وتلى
چې په ښکلو باندې تېرد هغې شېش (۲)دى

د ساده اشنا ته ورشه اې ريباره!
ورته وايه چې په سوچ کې دې همېش دى.

٤/٠٥/١٣٨٥
حيدرآباد
 
(۱)  اصل ليکنۍ بڼه يې په ښين سره ( نېښ ) ده خو دقافيې داړتياله مخې په پورتنۍ بڼه ليکل شوی؛ هيلهده چې د لوستونکوبه ورته پام شي.
(۲)  شېش :  زموږ د لهجې ويوکى دى چې دغه ماناوې لري؛جرت،روب او دبدبه.