غزل

تنکۍ ځواني کې غریبي ګرانه ده
مورجانې! ھو مسافري ګرانه ده
دلته خندا دلته ښکلا خرڅیږي
دغه کوڅو کې عاشقي ګرانه ده
د چا نرګس د چا ګلاب خوښیږي
شبنم په ما نې خدايي ګرانه ده
چې په کې ټکی د پښتو نوي نو
داسې پښتون سره یاري ګرانه ده
چې روژه ماته کې اذان نه اورې
په داسې ښار کې زندګي ګرانه ده
چې پیغلې نه راځي زیارت په لورې
نقیبه داسې ملنګي ګــرانــه ده

نقیب الرحمن لکڼوال