
د بې نيازه يار له وجې يم بې نيازه
ستا په ناز باندې پوهېږمه غمازه
د يو څو شېبو لپاره به هم ورک شې؟
که تر مرگ به راسره يې سوزگدازه!
دا خو ستا د لېونۍ مينې اثردى
په هر ځاى کې چې لگيا ومه بې سازه
که هر څودې پټوم کله پټېږې
ولې ولې څرگندېږې پټه رازه
زړه مې ستا له ډېره غمه مرغزى شو
د پرهر خوله يې نيولې مدام وازه
خپل منزل ته په هوا ساده روان دی
هم په ويښه هم په خوب کې بې پروازه.
٠٤/٠٥/١٣٨٥
د صاحب گل فرهاد هجره / کټا سري کلى / خوست.