تل مو غوښتنه د بخښلو د ګناه کړی ده

غزل
تل موغوښتنه دبخښلو د ګناه کړې ده
چې په مولا پسې مو کله اقتدا کړې ده
مونږه وطن ته  ژمن یو  مونږه په کې امن غواړو
مونږ پورته کړی لاس د خدای نه مو دعا کړې ده
ویل یې مانه خفه شوي یې په څه خبره
ماته خواوویه چې ما کومه خطا کړې ده
نوره دی خپله خوښه ګوره داسې مه کوه ته
نن دلته پاتې شه مونږ تاته میلمستیا کړې ده
هغې په ډاګه کړله ټول خلک خبر شو په مونږ
مونږ مینه کړی ده بس مونږ ه دا ګناه کړې ده
نن یې له مرګه شوه خبره یوه کونډه ابۍ
په زوره زوره یې د زوې سر ته ژاړاکړې ده
تر خپله وسه یې په مونږه باندي کړی ظلم
دي رقیبانو مونږ ته خپلو کې صلا کړې  ده
زه پرې مئینه یم منکره یې له مینې نه یم
ما له  ولي ! ولي له ماسره وفا کړې ده